Posts | Comments | E-mail /

يوسف پښتون: په خوست کې دنورو ولايتونوپه پرتله دغصب پرضد مبارزه ډيره بريالۍ ده

Posted by on Sep 30th, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

خوست ښار(واکمن):- دتلې دمياشتې په ٧نېټه په په ساختماني ،تخنيکي  اوبو اوبرېښنا چارو کې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دولسمشر سلاکار انجنيرمحمديوسف پښتون ديوپلاوي په مشرۍ له خوست ولايت څخه ليدنه وکړه په دغه ليدنه کې يې د٤٥ګڼه فرمان داحکامو دتحقق ،غصب پرضدمبارزې ،ښاري ستراتيژيک پرمختيايي پلان دتطبيق وړاندې دپرتوخنډونو اودخوست ولايت دبنسټيزو پروژو په تړاو دخوست والي ترمشرۍ لاندې ددغه ولايت دملکي ادارو له رئيسانو ،ولايتي شورا غړو ،سولې دولايتي کمېټې نماينده ګانو ،امنيتي ،کشفي ،نظامي ،عدلي اوقضايي ادارو دمسوولينو ،مدني ټولنو دغړو ،دميرمنو له استازو اويوشميرنورو کسانوسره هراخيزه خبرې وکړې ،د پلاوي  په ترکيب کې دانجنير محمديوسف پښتون ترڅنګ دلوى څارنوالي ،اداري فسادپرضد دمبارزې اويوشمير نورو ادارو نماينده ګانو هم حضور درلود.

په پيل کې خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دولسمشر دسلاکار انجنير محمديوسف پښتون په مشرۍ راغلي پلاوي ته دښه راغلاست ترڅنګ دتيرو دوه نيمو کالونو په ترڅ کې د رامنځته شويوپرمختګونو ،لاسته راوړنو اوپلانونوپه اړه بشپړه معلومات وړاندې کړل  نوموړي وويل خوست يو سرحدي ولايت دى چې دا مهال په کې دولسونوپه پراخه همکارۍ ،ادارو ترمنځ دښې همغږۍ اومثبت بدلون په اساس دپام وړپرمختګ رامنځته شوي دي  ،دولتي حاکميت ټينګ اوددغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې دښې حکومتدارۍ بنسټونه پياوړي شوي دي ،خوست والي په خپلو څرګندونو کې داهم وويل چې په تيرو دوه نيمو کالونو کې ولايتي ادارې دقانون دتطبيق په اساس د اداري فساد ،غصب ،ټولنيزو فسادونو اوقومي شخړو په وړاندې جدي مبارزه کړې ده چې په زياته کچه يې ولسي ملاتړ او باور راخپل کړى دى.

ښاغلي نعيمي په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې ولايتي ادارې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دولسمشر د٤٥ګڼه فرمان داحکامو دتطبيق په برخه جدي تلاش کوي چې تردې مهاله يې ددغه فرمان احکام په ښه توګه تطبيق کړي دي،نوموړي دبيارغونې دپروژو په اړه وويل چې خوست مېشتي ولسونه بنسټيزو پروژو ته اړتيا لري چې مرکزي حکومت اونړيواله ټولنه بايدپه دې برخه کې لازمه همکاري وکړي،خوست والي له راغلي پلاوي سره دښاري ستراتيژيک پرمختيايي پلان دتطبيق په وړاندې دپرتو خنډونو اويوشمير نورو ستونزو په تړاو هم خبرې وکړي له پلاوي يې وغوښتل ترڅو دښاري ستراتيژيک پلان دتطبيق په وړاندې دپرتو خنډونو په لرې کولو ،اداري فساد اوغصب په وړاندې دمبارزې په ډګرکې دمرکزي حکومت له لارې ورسره همکاري وکړي ترڅو هغه کړۍ چې دخوست دپرمختګ زغم نه لري په دغه ولايت کې دبيارغونې ،غصب پرضد دمبارزې  اوښاري پراختيايي پروګرامونوپه وړاندې خنډنه شي.

خوست والي په خپلو خبرو کې  دچارو دسمون ،دخلکو دستونزو دهواري اودبيارغونې دکارونو دبهير دګړنديتوب په خاطر  دا وړانديزو وکړ چې مرکزي ادارې ،خپلواک رياستونه ،ملي شورا ،عدلي اوقضايي ارګانونو دې دخوست ولايتي ادارې لخوا دقانون دتطبيق لپاره دروانو مبارزو ملاتړ وکړي ترڅو په دغه سرحدي ولايت کې دخلکو په ګټې چارې نورې هم ګړندۍ اوپرمختګ چټک شي.

ښاغلي نعيمي ددې يادونه هم وکړه چې ددغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې تقريباً له ٧٠٠٠٠څخه زياته دولتي ځمکه غصب شوې ده چې تردې مهاله  دزياتو تلاشونو اوهڅو په نتيجه کې له ٢٤زرو جريبو څخه زياته ځمکه له غصب خلاصه او دا مهال په کې دبيارغونې په يوشمير بنسټيزو پروژو باندې کار روان دى په دې رابطه يې له راغلي پلاوي وغوښتل ترڅو مرکزي حکومت  اودقانون دتطبيق ارګانونودې په دې برخه کې ورسره لازمه مرسته وکړي ترڅو ټوله غصب شوې ځمکه راخلاصه اوولسي ګټه اخيستنې ته وسپارل شي.

خوست امنيه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځي ،دملي امنيت رئيس جنرال عبدلواسع احمدزي ،دولايتي شورا غړو ،دسکتوري رياستونو رئيسانو ،دميرمنو استازو ،قومي مخورو مشرانو اويوشمير نورو مسوولينو هم په خپل وارسره خبرې وکړې اوپه دغه ولايت کې دروانو پرمختګونو په  وړاندې دپرتوستونزو په تړاو يې راغلي پلاوي ته بشپړ معلومات وړاندې کړل ،دوى په خپلو خبرو کې وويل چې ټولو ارګانونو په بشپړ مسووليت سره دقانون دتطبيق په خاطر داداري فساد اودځمکو دغصب په وړاندې جدي مبارزه کړې ده چې په دې برخو کې زياتې لاسته راوړنې هم لري همداشان دوى په خپلو څرګندونو کې دخپلو مسووليتونو په ارتباط هم معلومات وړاندې کړل.

په ساختماني ،تخنيکي ،اوبو اوبرېښنا چارو کې دافغانستان دولسمشر سلاکار انجنير محمديوسف پښتون چې دجمهور رئيس دځانګړي حکم په اساس د٤٥ګڼه فرمان داحکامو دتطبيق په خاطرپه هېواد کې دعامه ملکيتونو دغصب دکچې دمعلومولو اودبيارغونې په وړاندې دپرتو ستونزو دکچې دتثبيت لپاره ديوخاص کميسيون دمشر په حيث موظف شوې ،دټاکل شوي کميسيون په نمايندګۍ خبرې وکړې  نوموړي وويل چې تردې مهاله يې دافغانستان ٢٠ولايتونوته په پرلپسې توګه سفرونه کړي دي اوپه دغه ولايتونو کې يې دروانو چارو اوعامه ملکيتونو دغصب ،دبيارغونې  په وړاندې دپرتو خنډونو دتثبيت په موخه اساسي ارزونې ترسره کړې  دي ،دنوموړي په خبره په خوست کې دشته معلوماتو په اساس څرګنديږي چې په دغه ولايت کې د٤٥ګڼه فرمان داحکامو دتحقق اودځمکو دغصب په وړاندې ښه مبارزه شوې ده  چې ترډيره بريده خوست ولايتي اداره دنورو ولايتونوپه پرتله دغصب په وړاندې دمبارزې په ډګرکې بريالۍ اداره ده ،ښاغلي پښتون زياتوله که چيري مرکزي حکومت له خوست ولايتي ادارې سره دروانو مبارزو په ډګرښه ملاتړ وکړي خوست به دافغانستان په کچه دفرمان داحکامو اونورو نافذه قوانينوپه پلي کولو کې لومړنى ولايت وي ځکه چې دلته ټولې دولتې ادارې دښې همغږۍ اوقوي مديريت ترچترلاندې دولسونو دنيکمرغۍ ،هوساينې اوسوله ييز ژوند لپاره تلاش کوي.

نوموړي په خپلو خبرو کې دولايتي ادارې مشرتابه ته ددې ډاډ ورکړ چې له دې ارزونې وروسته به دمرکزي ادارو په تفاهم په خوست کې دښاري ستراتيژيک پراختيايي پلان دتطبيق په وړاندې دپرتو خنډونو اويوشمير نورو هغه ستونزو دهواري په برخه کې بشپړه همکاري وکړي چې تردې مهاله  يې په دغه ولايت کې دبيارغونې ګڼ شمير پروژو دپلي کيدو مخه نيولې ده ،ښاغلي پښتون دخوست ولايتي ادارې له مسوولينو ،قومي مشرانو ،مدني ټولنو غړو ،دميرنو له استازو ،دامنيتي ارګانونو دمسوولينو ،دعدلي اوقضايي ادارو دکارکوونکو سره هغه ترتيب کړې پوښتنې هم مطرح کړې چې دهېوادپه کچه دځمکو دغصب دکچې دتثبيت په خاطر ترتيب شوې وې.

وروسته دولسمشر سلاکار انجنير محمديوسف پښتون په مشرۍ راغلي پلاوي چې دخوست ولايتي ادارې مشرتابه يې ملتياکوله  دازادۍ مېنې ،شيخ زايدپوهنتون ،اداري کمپليکس ،١٥٠بستريز ملکي روغتون ،دښاري ستراتيژيک پراختيايي پلان ساحاتو اويو شمير هغه ساحاتو څخه  هم ليدنه وکړ ه چې له غصب خلاصې شوې او اوس مهال په کې دبيارغونې ګڼ شمير پروژې روانې دي.

واکمن

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامدکرزی د هندوانو او سیکانو له استازو سره په کتنه کې: تاسو د افغانستان د اتباعو په توګه د دې هیواد له نورو اوسېدونکو سره مساوي حقوق لری
    • د بندونو او ملا درد ته نوی درمل وموندل شو
    • د اسد دانش صيب ځواني مرګ زوی حسيب الله په مرګ کې!
    • دستگیری ۹ تروریست در ولایت بدخشان
    • طالبان پاکستانی به دولت نواز شریف هشدار دادند
    • صدر اعظم ناروی بخاطر درک بهتر وضعیت کشورش؛ در کوچه های اسلو تکسی رانی کرد
    • اعلام آمادگی هند برای کمک نظامی با افغانستان
    • د قطر د دفتر لړي په ترکیه او سعودی عربستان کښې
    • بان کی مون وارد اسلام آباد شد
    • نیروهای اسپانیایی تا اواخر تابستان امسال بطور کامل ولایت بادغیس را ترک خواهند کرد