Posts | Comments | E-mail /

دولسي جرګې غړي جهادي قومندانان ورانکاري او جنايتکاران بللي!

Posted by on Sep 1st, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

محب ارمان
د ولسي جرګي غړي کمال ناصر اصولي تېر ماښام د لمر په (تودې خبرې) پروګرام کې د هغه رازونو څخه پرده پورته کړه، کوم يې چې د ارګ له ماڼۍ او د ولسمشر له نږدي کسانو څخه ترلاسه کړي وه، کمال ناصراصولي چې ځان ارګ ته نږدي بولي په ياده شوې خپرونه کې يې په جهادي قومندانانو سربيره په يو شمېر لوړپوړو چارواکو تور ولګاوه، چې دوی د هېواد په ورانولو او عامه شتمنۍ په لوټولو کې لاس لري. نوموړي د نورو خبرو ترڅنګ دا هم وويل، چې د ملي امنيت پخوانی رئيس رحمت الله نبيل د دندې څخه د ګوښه کېدو يواځينی لامل دا وه، چې نيل تاجکستان ته پرته لدې چې له ولسمشر څخه اجازه واخلی تللی، د اصولي په وينا چې رحمت الله نبيل په تاجکستان کې د روسي له استخباراتو (KGB) ځيني غړو سره ليده کاته کړي وي، اصولي زياتوله چې شايد همدا لامل ګرځيدلي وي، چې نړيوالو په ځانګړي ډول امريکا متحده ايالاتونو ځيني چارواکي پدې خفه شوي وسي او له ښاعلي کرزي يې غوښتي ترڅو نبيل له دندې ګوښه کړي، اصولي وايي چې تاجکستان د KGB تر اثر لاندې دی، که څه هم د ولسي جرګې يو شمېر غړي د نبيل په ګوښه کېدو ډېر خواشيني دي، خو اصولي سره لدې چې پرې خفه ندی، بلکه هغه رازونه يې افشا کړل چې د ارګ له ماڼي او يا هم د ولسمشر له نږدي کسانو يې ترلاسه کړي وه، د کمال ناصر اصولي په اړه ترلاسه شوي معلومات وايې، چې نوموړی هم د روسيې هېواد سره نږدي اړيکي لري، په روسيه کې يې له يوې روسۍ سره واده کړی او د هغه ځای تابعيت هم لري، معلومات ښايي چې اصولي د روسيې له هېواده رالېږل شوی ترڅو د ارګ له ماڼۍ پټ او محرم معلومات ترلاسه او بيا يې خپلو بادارانو سره شريک کاندي، نوموړي د دې ترڅنګ چې د اوسني حکومت ملاتړی ځان بولي خو د تېرې شپې په خپرونه کې يې د جهاد او مقاومت د سپيڅلو لارويانو روحونو او مقاومتونو ته په سپکه وليدل، ده زياته کړه، جهادي قومندانان، د جهاد لارويان او ځيني چارواکي د هېواد په ورانکارۍ او ملي شتمنيو په خرڅلاو کې لاس لري، ده پر حقاني تور ولګاوه، چې حقاني د هېواده الوتکې ويستي، کباړ کړې يې دي او بيا يې پر ګاونډي هېواد پاکستان پلورلي، اصولي پر انجينر ګل بدين حکمتيار هم تور لګولی چې دی هم د هېواد په ورانولو او ويجاړولو کې لاس لري، د اصولي په وينا چې د سولې د لارې شهيد، پخوانی ولسمشر او د جمعيت د ګوند رهبر،  شهيداستادبرهان الدين رباني هم د هېواد په ورانۍ او ويجاړۍ کې لاس لري.
د کمال ناصراصولي له خبرو داسې معلومېده، چې د جهاد د سپيڅلې دورې ټول لارويان د هېواد په ورانۍ او ملي شتمنۍ په لوټولو کې لاس لري، خو دی چې د روسيې له هېواده راغلی او د هغه هېواد له خوا ورته دستور ورکول کېږي، ترڅو د ارګ او د ارګ نږدي کسانو لخوا ټول محرم او پټ معلومات انتقال کړي، پدې ندی خبر، چې هېواد کې تېره غميزه، چې همېشه به د تاريخ يو توره پاڼه وي، د دې غميزې رامنځته کوونکي، د دې غميزې ترشاه ولاړ اشخاص او حمايه کوونکي د هېواد او د هېوادوالو دښمنان دي، په تېره شوې غميزه کې په ميليونونو کورنۍ بې کوره شوې، په همدې اندازه يې شهيدان، معيوب، معلول، کونډې او يتيمان پرېښودل.
د جهاد د سپيڅلي دوران هغه شهيدان چې شايد کورنيو يې نور څوک د سرپرستۍ هم نه لرل، هغه معيوب چې نن د کورنۍ رزق او نفقه هم شي کټلای، هغه ځوانان او په هېواد مين اشخاص چې ژوندي ورک شول مسوولين يې د شوري يرغلګر، دشوروي يرغلګرو دوستان او حمايه کوونکي دي،  د اصولي بادارانو چې په دې هېواد کې ترې ټانګونه، موټرې، اسلحې او يو شمېر يرغلګر پاتې شول، په بې شرمۍ او سختې ماتې سره لدې هېواده ووتل چې شرم يې نه يوازې د روسې په تاريخ پاتې بلکه د ټولو هغه هېوادونو په شرميدلي تاريخي کتابونو کې به ځای ولري، چې د جنګ په اړه ليکل کېږي، اصولي د خپلو بادارانو د خوشحاله ساتلو لپاره شايد داسې خبرې کړي وي.
زه د هېواد له استخباراتي کړيو، سازمانونو او په ځانګړي ډول د جهاد د دورې لارويانو څخه په درنښت هيله کوم، چې د اصولي په وړاندې کوم شواهد تر لاسه کېږي، د رسنيو له لارې يې له ټول ولس سره شريک کړي، چې د دې شخص څهره په ټوله معنی د هېواد هر شخص وپيژني، او که د همدې شخص په اړه لږ معلومات ترلاسه شي، شايددې ټول ژوند په روسيه کې تېر کړي وي او د روسيې هېواد ګټو په خاطر يې هر کار ترسره کړی وي.
مجاهدينو ته پداسې حال کې د اصولي له لوري د غلو او ورانکاراو خطاب کېږي، چې په اوسنۍ ملي شورا کې د رئيسانو سربيره، يو شمېر غړي په ځانګړي ډول لکه الحاج ظاهر قدير، استاد عبدالرب رسول سياف، يونس قانوني، افغان ولسمشر، د ولسمشر معاوينين او د کابينې يو شمېر غړي  هم جهاديان دي.
فرستادن/حفظ کردن

2 Responses for “دولسي جرګې غړي جهادي قومندانان ورانکاري او جنايتکاران بللي!”

  1. Vote -1 Vote +1مجاهد says:

    ډېر د افسوس ځای دی چې لیکوال حقاني هم یو وطندوست ښیی او رباني هم، خو تر ټولو بد دا چې د اصولي په څیر یو هیواد او افغان پرست سړي ته چټیاټ ویلي دی . اصولي یو افغان دوست وکیل دی چې ساری یی په پښتنو کې فکر کوم .نشته، لیکوال هم د هغو غلو څخه یو دی او د تعصب حخه ډکه لیکنه نه چټیاټ ویلي

  2. Vote -1 Vote +1حمید says:

    په دری ژبه کی وایی : چیزی که اعیان است ، چه حاجت به بیان است ! د ښاغلی اصولی په برخه کی هیڅ کوم شک نلرم ځکه هغه څوک چی په پخوانی شوروی او ننېً روسیه کی هستوګنه لری او یا یی تحصیل کړی دی ، مطلق اکثریت یی د روسیی د استخباراتو لخوا د روسیی د ګټو لپاره یا مجبور شوی دی او یا پخبله خوښه استخدام شوی دی ، خو د په اصطلاح ننیو مجاهد ینو په هکله تاسو ډیره بیځایه او له حقیقته لیری صفت کړی دی ، هغه واقعی مجاهدین چی د واقعی جهاد په لار یی خپل ځانونه له لاسه ورکړل او یا هغه چی وروسته د شوروی له وتلو یی خپله سلاح پریښوده ، دهغو جهاد ته باید احترام وشی او د ریښتیانیو مجاهدینو په کتار کی یی وشمیرو او هغه چی نن د ګوډاګی دولت پر څوکیو ناست دی او د شورویانو پر ځای له امریکایانو او نورو غربیانو سره د افغانستان تباهیً ته یی لاسونه سره یو کړی او د جهاد له پاک نوم نه بیځایه ګټه اخلی ، مجاهدین نه بلکی د جهاد ټیکه داران دی . ښایی ريښتیانی مجاهدین اوس هم په ننی دولت کی وی خو د دوی توپیر زما په نظر ډیر ګران کار دی . مننه

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • کشته شدن یک تن از قوماندانان طالبان در وزیرستان شمالی
    • توافق قریب‌الوقوع واشنگتن و بغداد برای تاسیس پایگاه نظامی در عراق
    • قوماندان کندک اول پولیس ملی ولایت هلمند از یک حمله انتحاری جان سالم بدر برد
    • در سیلاب های اخیر چین بیش از ۱۰۰ نفر کشته شده اند
    • سياسي ګوندونونه د ائتلافونو په درشل کې
    • کشته و زخمی شدن ۲۰ نفر در نتیجهٔ حمله انتحاری در مقابل ریاست امنیت ملی ولایت فراه
    • افشاگر اطلاعات محرمانه اردوی امریکا به ۳۵ سال زندان محکوم شد
    • خروج نیروهای سلواک از افغانستان
    • حامد کرزی با تیم های ملی فوتبال افغانستان و پاکستان دیدار کرد
    • آغاز جنگ پیاز در هندوستان