Posts | Comments | E-mail /

د ملي اردو يوه سرتیري درې اسټراليايي سرتیري وژلي دي

Posted by on Aug 30th, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 کابل  :د ملي اردو يوه سرتېري په اروزګان ولايت کې درې اسټراليايي سرتېري وژلي او دوه يې ژوبل کړي دي.

ددې ولايت يوې امنيتي سرچينې چې دنوم له ‌څرګندولو يې ډډه کوله، د وږي په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه په شاوخوا لسو بجو د ترينکوټ ښار د مراباد په سيمه کې شوې ده.

سرچينې زياته کړه چې په ياده سيمه کې د وهاب په نامه د افغان او ايساف ځواکونو په يوه ګډ نظامي مرکز کې د ملي اردو يوه سرتېري پر بهرنيو ځواکونو ډزې کړې او ګڼه مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې د ملي اردو بريد کوونکى له سيمې څخه په تېښته بريالى شوى دى.

دغې امنيتي سرچينې داهم وويل چې د ملي اردو ددغه سرتېري د بريد پر مهال وسلوالو طالبانو هم پر ياد مرکز بريد کړى و.

په کابل کې دايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر هم پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي چې دافغانستان په سويل کې يې درې سرتېري ديوه وسلوال لخوا چې د ملي اردو يونيفارم يې په تن و، وژل شوي دي.

ايساف د پېښې کره ځاى او د وژل شويو سرتېرو هويت نه دى په ډاګه شوى.

بلخوا د اسټراليا د دفاع وزارت اعلان کړى، چې درې سرتېري يې په اروزګان ولايت کې د افغان ملي اردو سرتيري په ډزو وژل شوي او دوه نور يې ټپي دي.

سرچينې زياته کړه چې دا پېښه تېره شپه دترينکوټ ښار په سويل کې رامنځته شوې ده.

داسټراليا ددفاع وزارت ويلي چې د سرتېرو يې دا ډول وژنې د منلو وړ نه دي.

اسټراليا په افغانستان کې نږدې ١٦٠٠ سرتېري لري چې په اروزګان ولايت کې مېشت دي او تر اوسه يې ٣٦ سرتېري وژل شوي دي.

دا لومړى ځل نه دى چې د افغان سرتېرو لخوا پر اسټراليا ځواکونو ډزې کېږي او وژل کېږي، تېر کال په مى مياشت کې يوه سرتيري د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې يو  اسټراليايى سرتيري او د کندهار په هوايي ډګر درې اسټراليايي سرتېري وژل شوي دي.

دغه راز په يوه بله پېښه کې هم يوه افغان سرتېري درې اسټراليايي سرتېري ټپي کړي وو.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې دافغان ملي ځواکونو لخوا پر بهرنيو ځواکونو دبريدونو لړۍ تُنده شوې ده، دغه بريدنه ناټو ، امريکا او افغان حکومت سخت اندېښمن کړي دي.

دروان زېږديز کال له پيل راهيسې له ٣٠ زياتو د اډول داخلي بريدونوشاوخوا ٤٥ بهرني سرتېري وژل شوي دي.

يادو اسټراليايي سرتېريو وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د ناټو د وژل شويو سرتېرو شمېره ٣١٧ تنو ته ورسېده.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د افغانستان د کرکټ لوبډلې هند ته ماتې ورکړه
    • کشته شدن یک تن از قوماندانان طالبان در وزیرستان شمالی
    • توافق قریب‌الوقوع واشنگتن و بغداد برای تاسیس پایگاه نظامی در عراق
    • قوماندان کندک اول پولیس ملی ولایت هلمند از یک حمله انتحاری جان سالم بدر برد
    • در سیلاب های اخیر چین بیش از ۱۰۰ نفر کشته شده اند
    • سياسي ګوندونونه د ائتلافونو په درشل کې
    • کشته و زخمی شدن ۲۰ نفر در نتیجهٔ حمله انتحاری در مقابل ریاست امنیت ملی ولایت فراه
    • افشاگر اطلاعات محرمانه اردوی امریکا به ۳۵ سال زندان محکوم شد
    • خروج نیروهای سلواک از افغانستان
    • حامد کرزی با تیم های ملی فوتبال افغانستان و پاکستان دیدار کرد