Posts | Comments | E-mail /

حامدکرزي د ملي اردو له یو شمېر جنرالانو سره وکتل

Posted by on Aug 30th, 2012 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

کابل:- د ملي اردو یو شمېر جنرالانو د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې ډاډ څرګند کړ چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به هم د هېواد امنیتي ځواکونه په  پیاوړي ملي روحیې سره د خپلې خاورې ساتنه وکړي.

په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، د ملي اردو جنرالانو حامدکرزي ته ډاډ ورکړ چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته چې نړیوال ځواکونه به له افغانستان څخه و وځي، افغان امنیتي ځواکونه به په خپلو امکاناتو او وسلو که څه هم ناکافي دي، په پیاوړې ملي روحیې سره له افغانستان څخه په میړانه ساتنه وکړي.

دوی وویل: د هېواد په ملي امنیتي ځواکونوکې د هرې ورځې په تیریدو سره  د هېوادپالنۍ ملي روحیه پیاوړې کیږي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل به هیڅکله هم د هغوی په مورال منفي اغیز ونه ښندي.

په دې کتنه کې همدا راز د ملي اردو جنرالانو د هېواد د امنیتي ځواکونو په اړه  د هېواد  د ځینو رسنیو او په اصطلاح سیاسي ـ پوځي کار پوهانو څرګندونې د ملي ګټو پرخلاف وبللي او د هغو د مخنیوي غوښتنه یې وکړه.

دوی وویل چې په هیڅ یو هېوادکې رسنۍ د خپلو امنیتي ځواکونو پرخلاف خپرونې نه کوي، خو له بده مرغه په افغانستان کې د دې پرځای چې د هغو سربازانو چې هره ورځ له دې هېواد څخه د دفاع په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، ملاتړ وکړي او کارنامې یې وستایي، یو شمېر رسنۍ او شننونکي د ملي ګټو پرخلاف څرګندونې کوي چې  دا ډول خپرونې د هېواد د ملي ګټو پر ضد عمل ګڼل کیږي.

د هېواد جمهوررئیس د ملي اردو له جنرالانو سره ننۍ کتنه ګټوره وبلله او لارښوونه یې وکړه چې د ملي امنیتي ځواکونو په چاروکې د ښه والي د رامنځته کولو لپاره دې دا ډول ناستې دوام ومومي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • نورستانى: نا امني د ټاکنو پر وړاندې ستر خنډ دى
    • د پاکستان سفر او د ټال چال زړه لوبه
    • به احتمال قوی امروز پنجشنبه بر سوریه حمله خواهد شد
    • په خوست ولایت کې د قانون ماتوونکو او جګړه مارو افرادو د نيولو په هکله جدي پریکړې
    • کشته و زخمی شدن ۵۹ نفر در حمله بر مرکز پی آر تی در ولایت غزنی
    • د افغانستان راتلونکی جمهوررئیس باید داسې یو شخص وي چې ټول ملت ورباندې راټول شي: کرزی
    • شجاعي ځورولي به له طالبانو مرسته وغواړي
    • طی ۲۴ ساعت گذشته؛ ۳۶ شورشی طالب درچندین عملیات مشترک کشته شدند
    • برگزاری گردهمایی مهم موافقین و مخالفین کرزی
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ حریق شدن ۳۵ تانکر تیل در ولایت فراه