Posts | Comments | E-mail /

پاڅون کوونکي بل نظامي ځواک نه دی

Posted by on Aug 30th, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

سلام خان

په دې وروستیو کې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو پروړاندې ځینې کسان راپورته شوي دي هغو کسانو چې د و مخالفینو په ضد يې وسله اخیستې وايي، د وسله والو ناوړه چلند لکه، د ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو تړل او د بیارغونې د پروګرامونو د مخنيوي په بدل کې يې د مخالفینو په ضد وسله پورته کړې ده دافغانستان دولسی جرګی یو شمیر وکیلانو د ولسي پاڅونونو په اړه اندیښنه ښودلې ده او ویلي یې دی چې کیدای شي دغه پاڅونکوونکي په راتلونکې کې د دولت په یو مخالف ځواک بدل شي او په هیواد کې نوو امنیتي ستونزو ته لار هواره کړي ، هغوی داهم ویلی دی  چی ددې ولسي پاڅونو په اړه باید څو پوښتنې له حکومته وشی، اول دا چې دوی ته څوک وسلې ورکوي؟ ولسي پاڅون خو باید په بیل او کولنګ سره وي، خو مونږ چی دا کسان په ټلویزیونو کې ګوري په پرمختللو وسلو سمبال دي، دوم دا چې که سبا د طالب په نوم یوه پديده نه وي دولت به د دغه پوځي ځواک د کنټرول توان ولري؟ ایا دوی به بیا د نوې نا امنۍ په پروژې بدل نشي؟ آیا بیا به دوی د سیمې د څارګرو ادارو له خوا زمونږ په وړاندې ونه کارول شي؟ ځینې کړۍ غواړي د ولسي پاڅون تر نوم لاندې ځان په وسلو سمبال کړي او ځینې سیمې تر ولکې لاندې ولري، او بیا کله چې پوی شول چې په ځواک بدل شوي نو بیا به هغه وخت له حکومته د اوسنې مخالفو وسله والو په شان د باج اخیستې غوښتنه کوي او دا به هیڅ کله په هیواد کې د سولی د راوستلو لپاره موثر ګام نه وی

 ولی د غزني پخوانی والي او په دغه ولات کې د ولسي پاڅون مشر د پاڅون په اړه د ملي شورا د غړو د اندېښنې په اړه وايي، پاڅون کوونکي به په راتلونکې کې د دولت په وړاندې یو بل نظامي ځواک نه وي، بلکې تر هاغه چې ورته اړتیا وي د دولت ترڅنګ به ولاړ وي  د غزني د ولسي پاڅون مشر او د دغه ولایت پخوانی والي ښاغلی فیضان الله فیضان د پاڅونو د راتلونکې په باب د ملي شورا د غړو د اندیښنې بې ځایه وبللې او وویل چې دوی به خپلې وسلې یوازې د دولت د مخالفو وسله والو پر خلاف وکاروي او له دولت سره به ملګري وي نوموړي وايلی دی چی، د اندړ ولسوالۍ ۴۵۰ زره نفوس لري او د ولسي جرګې په تیرو ټاکنو کې له دغه ولسوالۍ یوازې دریو کسو خپلې رایې کارولې وې، دده په وینا هغه ولسي استازي چې د دغو پاڅونونو په اړه اندیښنه ښیي غواړي چې بیا هم له اندړ ولسوالۍ نه هیڅ ولسي استازۍ ولسي جرګې ته لار پیدا نه کړي.

“د غزني له اندړ ولسوالۍ وروسته د هېواد په ځینو نورو سیمو کې لکه لغمان، ننګرهار، نورستان، غور، فاریاب او بادغیس کې هم ولسي پاڅونونه پیل شول او د خلکو په وینا د پام وړ مثبتې پایلې یې هم درلودلي دي.”

د ولسمشر ویاند ایمل فیضي وايي افغان حکومت له هغو ټولو ولسي پاڅونونو نه چې د ظلم په وړاندې کیږي ملاتړ کوي د افغانستان حکومت له هغو ټولو پاڅونونو نه چې د ظلم په وړاندې شوي په پوره توګه ملاتړ کوي. موږ هیله لرو چې حکومت دغو پاڅونکونکو سره په هغه برخه کې چې دوی د مرستې تمه لري، مرسته وشي کولای او په دې توګه د دولت مخالفو وسله والو ته دا موقع ورنه کړو چې زمونږ په ولس ظلم وکړي.”

د غزني د وسله والو پاڅون کوونکو شمېر ۲۵۰ مسلح کسانو ته رسېدلی دی او دغه پاڅون کوونکي وايي چې په دوو میاشتو کې یې په غزني کې دومره امن راوستلی چې حکومت په لسو کلونو کې نه دی راوړی.

د غزني له اندړ ولسوالۍ وروسته د هېواد په ځینو نورو سیمو کې لکه لغمان، ننګرهار، نورستان، غور، فاریاب او بادغیس کې هم ولسي پاڅونونه پیل شول او د خلکو په وینا د پام وړ مثبتې پایلې یې هم درلودلي دي.

د غزني د ولسي پاڅون مشر په وینا شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د غزني په اندړ ولسوالۍ کې هغه مهال ځینو ولسې وګړو ولسې پورته کړې او پاڅون یې وکړ چې طالبانو د ښوونځیو د بندولو اعلان وکړ او ځینو پاکستاني طالبانو په دغه سیمه کې په خپلو موټرونو او موټرسایکلونو د پاکستان بیرغونه پورته کړل او له ولسي خلکو یې د تذکرو پوښتنې کولې

که دغه پاڅونونه د یوشمېر ګوندونو له خوا رهبري شوي نه وي، نو د هرکلي وړ دي هغه پاڅونونه، چې په افغانستان کې پیل شوي دي، منطق يي ښه دی، یعنې دغه پاڅونونه د هغه برید پروړاندې پیل شوی، چې د دوی بچیان يی وژلي دي. خو باید څېړنې وشي، چې دغه پاځونونه خود جوشه او مردمي پاڅونونه دي، که د سیاسي تنظيمونو لخوا يي ملاتړ کیږي، داسې نه چې تېره ترخه تجربه یو ځل بیا تجربه شي ،د افغانستان امنیتي ادارې باید د دغو پاڅونونو مدیریت وکړي او پرې نه ږدي، چې دغه پاڅونونه د بهرنیو استخباراتو په لاس کې ولولیږي .پای سلام خان.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • آغاز روند توزیع ۳۴ میلیون جلد کتب درسی دوره ابتدایه
    • د افغانستان او د امریکی متحده ایالتونو تر منځ د امنیتي تړون لاسلیک اړتیاوي . لومړۍ برخه
    • نورستانى: نا امني د ټاکنو پر وړاندې ستر خنډ دى
    • د پاکستان سفر او د ټال چال زړه لوبه
    • به احتمال قوی امروز پنجشنبه بر سوریه حمله خواهد شد
    • په خوست ولایت کې د قانون ماتوونکو او جګړه مارو افرادو د نيولو په هکله جدي پریکړې
    • کشته و زخمی شدن ۵۹ نفر در حمله بر مرکز پی آر تی در ولایت غزنی
    • د افغانستان راتلونکی جمهوررئیس باید داسې یو شخص وي چې ټول ملت ورباندې راټول شي: کرزی
    • شجاعي ځورولي به له طالبانو مرسته وغواړي
    • طی ۲۴ ساعت گذشته؛ ۳۶ شورشی طالب درچندین عملیات مشترک کشته شدند