Posts | Comments | E-mail /

دفاع او کورنيو چارو وزیرانو تګ وروسته ناامني د زياتوالي په حال کې!!

Posted by on Aug 29th, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

جميل وفا
د روان کال د اسد دمياشتې په ديارلسمه نېټه ولسې جرګې د هېواد د کورنيو او دفاع چارو وزیران پدې خاطر سلب اعتماد کړل، چې د ګاونډي هېواد پاکستان د راکټي حملو په مخنيوي کې پاتي راغلي، په اړونده وزارتونو کې يې د اداري فساد مخه نده نيولې او په ټوله کې یې اجراات کمزوري ول.
که څه هم د يادې نېټې يوه اونۍ مخکې اټکل شوې وه، چې د يادو وزیرانو سربېره به د ملي امنيت لوی رئيس هم استیضاح کړي خو د نامعلومو دلايلو په وجهه يې هغه وخت استیضاح نکړ، تېره ورځ اوازې خپرې شوې، چې ولسمشر کرزی د چهارشنبې په ورځ د دفاع او کورنيو چارو وزیران او دغه راز د ملي امنيت د نوي رئیس نومونه اعلانوي، خو تر چهارشنبې مخکې ولسمشر کرزي پرون د ملي امنيت له رياسته د رحمت الله نبيل د برطرفۍ حکم صادر کړ.
دې اوازو سره جوخت د سيمه اييزو ارګانونو خپلواکې ادارې وياند رسنيو سره په خبرو کې ولايات په دريو کټګوريو تقسيم کړل، او زياته يې کړه، چې ډېر ژر به په ولاياتو کې ژوره تبديلي راشي، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د وياند خبرو او   يو شمېر اوازو د مرکز سربېره په ولاياتو کې هم ډېرې ستونزې پيداکړي، هر څه په ټپه ولاړ دي، هر چارواکی خپل غم اخيستی، څوک دا فکر کوي، چې شايد خپله څوکۍ له لاسه ورکړي، او څوک پدې بوخت دی، چې څوکۍ ترلاسه کړي، څوک د ډلو او ګوندونو سره تماسونه جوړوي، او څوک بيا په خپلو ملاتړو پسې کار کوي، هېواد يو ډول انارشيزم خواته روان دی، که تحليل وشي، جوته به شي، چې هېواد د يو ناورين خوا ته روان دی، دې اوازو چې يو شمېر وزیران، واليان، سفيران او رئيسان تبديلېږي يو ډول داسې حالت غوره کړی، چې هېڅوک په اطمنان او په زړه کار نشي کولای، پداسې حال کې چې اوسني حکومت سره شاوخوا ۴۲ هېوادونه مرسته کوي او ترشاه يې ولاړ دي، پداسې حال کې چې هر قسم  امکانات په واک کې لري، خو بيا هم د شته امکاناتو څخه هم ګټه نشي اخيستل کېدای، هغه وزارتونه ، ولاياتونه، سفارتونه او رياستونه چې د تبديلۍ او يا هم د ګوښه کېدو اوازې يې خپرې شوي، د ټولو امکاناتو څخه محروم پاتي دي، هره اداره کې کشمکشونه روان دي او هر يو د خپل ځان غم اخيستی دی.
روانو اوازو او ګونګسو  او په ځانګړي ډول د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د وياند خبرو په ولاياتو کې زياتې ستونزې راولاړې کړي دي، د وياند خبرو فرصت طلبه بهرنيو او داخلي کړيو ته ښه چانس په لاس ورکړی، چې دوی دې له دې موقع سره په استفادې په يو شمېر ولاياتو کې د واليانو پرخلاف ودرېږي او کله کله مظاهرې وباسي، د واليانو پدې ډله کې خامخا داسې واليان هم شته ، چې تر دې دمه يې په ټول قوت سره نه ستړې کېدونکي هلې ځلي کړي، چې په اړونده ولاياتو کې د هېواد د جمهور رئیس، نافذ قانون او فرامين پلي کړي خو اوس هغوی هم زړه ماتي شوي، که په رېښتني ډول قضاوت وشي، د واليانو پرخلاف دسيسې جوړېدل د جمهور رئيس پرخلاف دسيسي جوړېدل دي، ځکه چې واليان د جمهور رئيس نماينده ګان دی او یوازې جمهوری رئیس صلاحيت لري، چې څوک ليرې او څوک مقرر کړي، خو اوس داسې معلومېږي، چې فرصت طلبه اشخاص په مرکز او ولاياتو کې يو شمېر ستونزې راپورته کړي، چې بيا به يې مخنيوی ډېر ګران وي، لکه څنکه د دفاع او کورنيو چارو د وزیرانو له ګوښه کېدلو وروسته په هېواد کې امنيتي حالات له ولکې وتلو په حالات کې دی همداسې به بيا د مرکز او ولایاتو يو شمېر ادارې د کنټرول څخه ووځي او هغه فرصت طلبه اشخاص چې د ادراو په ګډوډۍ کې خپلې شخصي ګټي لټوي طلايي چانس ترلاسه کړي ترڅو خپلو شومو اهدافو ته ځانونه ورسوي او اوسني حکومت ته لوی چلنیج جوړ کړي.
له بل پلوه بيا هغو اوازو چې ګواکې د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو، ملي امنيت لوی رياست، لوی څارنوالي، د انتخاباتو خپلواک کمېسيون، او يو شمېر نورو ادارو لپاره د نویو چارواکي  ګمارل کېږي بله ستونزه جوړه کړې، په هېواد کې اوسني ناامنيو مسلحو مخالفينو ته چانس په لاس ورکړی چې خپلو اهدافو ته ځانونه ورسوي، له بل پلوه داسې منظمه برنامه هم د پردې ترشاه ليدل کېږي، چې په هېواد کې روانو حالاتو ته دوام ورکړي او ټول چارواکي په همدې سره بوخت وساتي، چې دا چاره به هم هغه لوبغاړو او برنامه جوړوونکو ته ښه فرصت په لاس وکړي چې خپلو اهدافو ته ځانونه ورسوي چا چې دا برنامه په لار اچولې.
د ولسمشر معاوينين، کابينه او باصلاحيته چارواکي کولای شي، چې ولسمشر ته اهل کار اشخاص معرفي کړی او د ولسمشر په منظورئ هغې ادارې ته وروپيژندل شي، خو اوس حالات بل ډول دي، د چارواکو په خلاف ډلې جوړې کېږي، د رسنيو له لارې غواړي هغه چارواکي په مختلفو مرضونو ککړ وښايي او بيا خپل هدف ترلاسه کړي، چې دې چارې هم ډېر چارواکي په لړزه کړي.
له ولسمشر، د ولسمشر له معاوينينو، د کابيني له غړو، واليانو او رئيسانو څخه د هېواد ټول اوسيدونکي او په ځانګړي ډول جنګ ځپلي ولاياتو اوسيدونکي په کلکه غوښتنه کوي، چې هېواد دې له ورپېښېدونکي ناورين څخه وژغوري، په ټولې هغه برنامې دې ځانونه پوهه کړي، چې د هېواد مسلح مخالفین او يو شمېر کړئ يې پدغه هېواد کې پلي کول غواړي، هره پرېکړه چې کېږئ بايد ولسمشر له ډېر ديقت څخه کار واخلي او پرېنږدي، چې يو شمېر په هېواد مين اشخاص د نورو د دسيسو ښکار شي.
فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • نورستانى: نا امني د ټاکنو پر وړاندې ستر خنډ دى
    • د پاکستان سفر او د ټال چال زړه لوبه
    • به احتمال قوی امروز پنجشنبه بر سوریه حمله خواهد شد
    • په خوست ولایت کې د قانون ماتوونکو او جګړه مارو افرادو د نيولو په هکله جدي پریکړې
    • کشته و زخمی شدن ۵۹ نفر در حمله بر مرکز پی آر تی در ولایت غزنی
    • د افغانستان راتلونکی جمهوررئیس باید داسې یو شخص وي چې ټول ملت ورباندې راټول شي: کرزی
    • شجاعي ځورولي به له طالبانو مرسته وغواړي
    • طی ۲۴ ساعت گذشته؛ ۳۶ شورشی طالب درچندین عملیات مشترک کشته شدند
    • برگزاری گردهمایی مهم موافقین و مخالفین کرزی
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ حریق شدن ۳۵ تانکر تیل در ولایت فراه