Posts | Comments | E-mail /

جمهور رئیس حامد کرزي په کندهار کې تروریستي برید په کلکه وغانده

Posted by on Aug 29th, 2012 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- د جمهوری ریاست د خبرپاڼې پر اساس،  جمهور رئیس حامد کرزي د افغانستان د دښمنانو لخوا په کندهار ولایت کې د تېرې شپې تروریستي برید په کلکه وغانده.

د ریپوټونو له مخې تروریستانو تېره شپه ناوخته د “اول دو راهي” په سیمه کې تروریستي موټر بم برید تر سره کړ چې له امله یې څلور عام وګړي شهیدان او ۲۰ نور ټپیان شول.

 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي دا تروریستي برید په کلکه وغانده، ویې ویل: د افغانستان د خلکو او آرامۍ دښمنانو تېره شپه په کندهار ولایت کې په داسې حال کې تروریستي برید تر سره کړ چې عام وګړي په خواږه خوب ویده وو.

حامد کرزي څرګنده کړه: د اسلام او د افغانستان د خلکو دښمنان چې غواړي د ملکي وګړیو او بې ګناه د وژنې له لارې ځانونه خپلو شومو موخو ته ورسوي، باید پوه شي چې په دغو ناروا کړنو سره به ددوی په اړه د افغانانو تر منځ کرکه او نفرت لازیات شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس په کندهار ولایت کې د تروریستي برید د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای ج له دربار څخه د سم لاسي روغتیا هیله کوي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • نورستانى: نا امني د ټاکنو پر وړاندې ستر خنډ دى
    • د پاکستان سفر او د ټال چال زړه لوبه
    • به احتمال قوی امروز پنجشنبه بر سوریه حمله خواهد شد
    • په خوست ولایت کې د قانون ماتوونکو او جګړه مارو افرادو د نيولو په هکله جدي پریکړې
    • کشته و زخمی شدن ۵۹ نفر در حمله بر مرکز پی آر تی در ولایت غزنی
    • د افغانستان راتلونکی جمهوررئیس باید داسې یو شخص وي چې ټول ملت ورباندې راټول شي: کرزی
    • شجاعي ځورولي به له طالبانو مرسته وغواړي
    • طی ۲۴ ساعت گذشته؛ ۳۶ شورشی طالب درچندین عملیات مشترک کشته شدند
    • برگزاری گردهمایی مهم موافقین و مخالفین کرزی
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ حریق شدن ۳۵ تانکر تیل در ولایت فراه