Posts | Comments | E-mail /

جمهور رئیس حامد کرزي د کونړ ولایت له مشرانو سره وکتل

Posted by on Aug 29th, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- جمهور رئیس حامد کرزي د کونړ ولایت له مشرانو، عالمانو او په ملي شورا کې ددغه ولایت له استازو سره په کتنه کې هغوی ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان حکومت د پاکستان لخوا پر افغانستان باندې د راکټي بریدونو مسألې ته په ډېر دقت متوجه دی.

په دغې کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې تر سره شوه، د نورو په استازیتوب د کونړ د ولایتي شورا رئیس میاحسن عادل، مولوي سید ولی الله حنیف، سید محبوب پاچا او سناتور رفیع الله حیدری خبرې وکړې او د هېواد له جمهور رئیس څخه یې وغوښتل چې د افغانستان پر خاوره د پاکستاني بریدونو په درولو کې خپلې هڅې تر سره کړي.

د کونړ استازو وویل چې له دوو کلونو راهیسې د کونړ پر ولایت او په ځانګړي ډول د دانګام او ناړۍ پر ولسوالیو د ډیورنډ له کرښې هاخوا بریدونه دوام لري چې د میندو او ماشومانو په ګډون یې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان کړي دي.

دوی وویل چې د پاکستان پر خلاف د کونړ د خلکو د جهاد فتوا د بل پر حریم د تجاوز په نیت نه، بلکې یوازې او یوازې د خاورې د ساتنې او د ځان ددفاع په خاطر صادره شوې ده.

د کونړ مشرانو د پاکستان لخوا د بریدونو په برخه کې د ناټو او ائتلافي ځواکونو د چوپتیا په اړه اندېښنه وښوده، ویې ویل چې امریکا دې له افغانستان سره د لاسلیک شوي ستراتیژیک تړون له مخې خپلې ژمنې عملي کړي.

د کونړ عالمانو او مشرانو له کرښې هاخوا د راغلو مهاجرینو او په دغه ولایت کې د بې ځایه شویو خلکو په اړه د هېواد له جمهور رئیس څخه وغوښتل تر څو له دوی سره د سرپناه او د ژوند د نورو اړتیاوو په پوره کولو کې لازم اقدامات تر سره کړي.

همدا راز د کونړ مشرانو په دغه ولایت کې د تشکیلاتو د کموالي او ستونزو ته د ښې رسیده ګۍ په خاطر د افغانستان له جمهور رئیس څخه وغوښتل چې دغه ولایت دې له درېیمې درجې څخه دویمې درجې ته پورته کړي.

د هېواد جمهور رئیس د کونړ ولایت د مشرانو او عالمانو د وړاندیزونو او غوښتنو له اورېدو وروسته دوی ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان حکومت د پاکستان لخوا د راکټي بریدونو د مسألې په اړه د پاکستان د حکومت له چارواکو او نړیوالې ټولنې سره له نږدې په تماس کې دی.

حامد کرزي څرګنده کړه چې د افغانستان حکومت به هېڅکله هم په داسې اقدام لاس پورې نکړي چې د ډیورنډ له کرښې هاخوا عام ولس ته پکې زیان ورسیږي، ځکه د کرښې ها خوا اوسیدونکي هم زموږ وروڼه او خویندې دي او موږ نه غواړو چې هغوی دې ضرر وویني.

د هېواد جمهور رئیس په کونړ کې ددغه ولایت د خلکو وروستۍ ناستې او خپرې شوې اعلامیې ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې ستاسو غونډه او خپره کړې اعلامیه د افغانستان د ټولو خلکو په نوم د وطن دوستۍ، شهامت، غیرت او په دې نامه وه چې دا خاوره خاوند لري.

حامد کرزي د کونړ ولایت چارواکو ته لارښوونه وکړه چې په دغه ولایت کې د ځایه شویو خلکو او له راغلو مهاجرینو سره لازمې او چټکې مرستې تر سره کړي.

د غونډې په پای کې د کونړ یوه اوسیدونکي کاتب شاه د پاکستان لخوا پر دغه ولایت د بریدونو په اړه خپل یو وطني او حماسي شعر د غونډې برخه والو ته واوراوه.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • نورستانى: نا امني د ټاکنو پر وړاندې ستر خنډ دى
    • د پاکستان سفر او د ټال چال زړه لوبه
    • به احتمال قوی امروز پنجشنبه بر سوریه حمله خواهد شد
    • په خوست ولایت کې د قانون ماتوونکو او جګړه مارو افرادو د نيولو په هکله جدي پریکړې
    • کشته و زخمی شدن ۵۹ نفر در حمله بر مرکز پی آر تی در ولایت غزنی
    • د افغانستان راتلونکی جمهوررئیس باید داسې یو شخص وي چې ټول ملت ورباندې راټول شي: کرزی
    • شجاعي ځورولي به له طالبانو مرسته وغواړي
    • طی ۲۴ ساعت گذشته؛ ۳۶ شورشی طالب درچندین عملیات مشترک کشته شدند
    • برگزاری گردهمایی مهم موافقین و مخالفین کرزی
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ حریق شدن ۳۵ تانکر تیل در ولایت فراه