Posts | Comments | E-mail /

ولسي جرګه د فرمان د تطبيق په وړاندې لوی خنډ

Posted by on Jul 30th, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

صمد افغان
د تېرې پنچشنبې (26-07-2012) په ورځ ولسمشر حامدکرزي يو فرمان صادر کړ، چې پکې وزارتونو، مستقل ریاستونو او يو شمېر نورو ادارو ته سپارښتنې شوې وې، د ولسمشر فرمان د ولسي جرګې په ګډون ټول ولس په دوه برخو وویشه، يو شمېر انديښنه لري، چې ولې دا فرمان مخکې نه صادېرېده؟ بله برخه يې بيا د فرمان صادرېدلو ننګه او ملاتړ کوي، د شننونکو په اند که ولسمشر دا ډول نور فرمانونه هم صادر کړي هېڅ ګټه به و نلري، ترڅو چې خپله د قانون جوړونکې قووې پر سر کلک نظارت ونشي، د شنونکو په اند چي د ولسي جرګې يو شمېر غړي د ځمکو په غصب، اداري فساد، کمیشنکارۍ، جعل کارۍ او قانون ماتېدو کې لاس لري، دوی په حکومت کې بل حکومت جوړ کړی، دوی ټولو ادارو کې لاسوهنه کوي او حتی د غټ جرم لرونکي بنديان خلاصوي، د وزارتونو، مستقلو رياستونو، ولایاتونو او ادارو څخه محرم اسناد وباسي، يو شمېر يې بيا امنيتي ارګانونو مسولينو ته هدایاتونه ورکوي چې څوک بندي او څوک خلاص کړي، دوی په هره لار غواړي خپلو شومو هدفونو ته ځانونه ورسوي او که څوک يې مخه ډب کوي بيا د دوی له لوري ورته څاګانې کېندل کېږي، دوی وايي؛ چې د ولسي او مشرانو جرګې يو شمېر غړي د مامورينو په تقررۍ کې لاس لري، ډيری وطندوسته مامورين له دندو ګوښه کوي او پرځای يې د خپلې خوښې خلک مقرروي، د ولسي او مشرانو جرګو غړي ساعتونه ساعتونه په ادارو کې له مسوولینو سره ناست وی، دوی له قراردادیانو څخه امکانات ترلاسه کوي او بيا بهرنی سفرونه کوي، موټرې اخلي او کورونه جوړوي.
شنونکي وايي که په ذکر شوي نقطو باندې جدي غور ونشي، د شورا غړي د لوړومقاماتو ذهنیتونه خرابوي او ستونزې لا ډېروي، د پښتو يو مشهور متل دی چي وايي (حقيقت چې رسيږي درواغو به کلي نړولې وي)، نو د دې ګروپونو جوړښت بايد مات شي او له منځه یوړل شي.
د همدې شورا یو شمېر غړي ټوله ورځ په تلويزني بحثونو کې ناست وي، هر تلويزيون چينل چي ګورئ دوی به پکې ناست وي او د خپلو افکارو اظهار به کوي، دوی د هېواد د ودانۍ انځور برعکس اخیستی، دوی هېواد او په هېواد کې د روانو چارو څخه ناخوښي ښايي او وايي چې هېواد مو ډېر خراب دی، اصلي خبر دلته ده، چې هېواد په هغه کچه ندی خراب لکه څومره یې چې دوی خراب او کنډواله معرفي کوي، دوی تر اوسه صحيح تحليل ندی کړی او نه ورسره داسې کومه معقول دليل شته چې ووايي کومې لارې خوښې کړو ترڅو هدف تر لاسه شي،همدوی دي چې د مخدره توکو په قچاق کې لاس لري، ډېرې قوي سلاح له نورو هېوادونو څخه دلته راوړي، په اختطافونو کې لاس لري، بندیان خلاصوي او داسې نورې خبرې دې، چې بايد نورورته توجهه وشي، همدوی دي، چې د ورځې لخوا په تلويزنونو کې مساحبې کوي، د شپې لخوا د شراب خورۍ په محافلو کې ګډون کوي په هر محفل چې د کوم قراردادي او يا تجار لخوا دوی ته جوړېږي به لکونو افغانۍ لګښت پرې کيږي، دا لګښت تاجران د وکيلانو د خوشحاله ساتلو لپاره کوي، خو ترشاه يې نورې خبرې هم موجود وي، چې سبا همداوکيلان له هغه تاجرانو تر شاه ودرېږي کوم چې ورته دا ډول پروګرامونه جوړوي، اوس راځئ خپله قضاوت وکړو چې وکيلان د شپې لخوا په داسې محافلو کې ګډون کوي  او د ورځې لخوا د تلويزنونو په پردو عبثې خبرې کوي، دوی کار کله کوي او کله د خپلو خلکو ستونزې اوري؟
که ولسمشر ريښتا هم د دې فرمان تطبیق غواړي نو لومړی دی حقيقت ته ځان ورسوي، له مصلیحتونو څخه دې تېر شي، جدي قدم دې واخلي پوره ډاډمن يم چې ټول ولس به د ولسمشر څخه يو ځل بيا خپل کلک ملاتړ اعلان کړي
فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • صدر اعظم ترکیه کشورهای اسلامی و خلیجی را به “برادران حضرت یوسف” تشبیه کرد
    • سرمنشی ملل متحد طی یک تماس تیلفونی با حامد کرزی در مورد سفر اخیرش به پاکستان معلومات داد
    • زه د افغانستان په بیلابیلو برخوکې د الهام بښونکو پرمختګونو شاهد یم: بارک اوباما
    • دفوټبال داتلانو دملي بريا په وياړ دخوست والي د مبارکۍ پيغام
    • د هیواد د فوټبال ملي لوبډلې د لويې او تاريخي بريا په وياړ د پکتيکا والي محب الله صميم د مبارکۍ پيغام!
    • د تسلیت پیغام
    • پښتانهٔ باید بیداراوسي:
    • “استاده ستا حافظه خرابه شوې که نظریه؟”
    • دکورنيو چارو وزير ديولوړ پوړي پلاوي په مشرۍ دخوست ولايت څخه ليدنه وکړه
    • افغانستان پاکستان را شکست داد