Posts | Comments | E-mail /

د ناټو دتاسیساتو ړنګول غیری منطقی عمل دی

Posted by on Jul 30th, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

سلام خان

ټاکل شوې ده بهرني ځواکونه له افغانستان څخه د ۲۰۱۴ ميلادي کال تر پايه په بشپړ ډول ووځي، له دې ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د سپارلو چارې له پخوا پيل شوي او د دريم پړاو له بشپړېدو سره به د دې هيواد پنځه اويا فيصده خلک د افغان ځواکونو تر امنيتي پوښښ لاندې راشي د امنيتي او دفاعي چارو څېړونکي ټينګار کوي، چې د افغان امنيتي ځواکونو د وړتيا د لوړولو او په دې هېواد کې د ډاډ من امنيت د ټينګولو لپاره دا اړينه ده؛ چې بهرني ځواکونه خپل تاسيسات افغان ځواکونو ته وسپاري ولی  دځو ور ځو را په دیخوا د رسنيو د خبرونو له مخې ناټو پرېکړه کړې چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته خپل تاسيسات په افغانستان کې ونړوي او په دې اړه  يې له يوې کمپنۍ سره يو تړون کړی چې د ۵۸ ميليون  ډالرو په بيه د نړولو چارې ترسره کړي. افغان حکومت  هم د  ناټو د پرېکړې مخالفت کړی دی او ويلي دي چې د  ناټو او افغان حکومت يو ګډ کمېسيون به په دې اړه خبرې وکړي افغان ولسمشر، د افغانستان د دفاع وزیر او د ولسي جرګې غړو له ناټو څخه غوښتي دي چې په افغانستان کې خپل پوځي تأسیسات او ودانۍ و نه نړوي ځکه چې افغان حکومت غواړي له هغوی څخه ګټه واخلي. افغان حکومت وایي چې د ناټو د اډو له ودانیو څخه به د اړتیا په صورت کې د ښوونځیو او کلینیکونو له پاره کار واخلي

طالبانو په يوه اعلاميه کې د  ناټو دغه پرېکړه چې غواړي تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان څخه تر وتلو وروسته خپل تاسيسات ونړوي، غندلې ده او له ناټو څخه يې غوښتنه کړې ده چې له ويجاوړولو څخه ډډه وکړي.

د طالبانو د اسلامي امارت په اعلاميه کې راغلي چې: « د اشغالګرو ځواکونو وتل له افغانستان څخه مثبت کار دی، خو دا چې تر وتلو وروسته  ناټو د خپلو تاسيساتو د نړولو پرېکړه کړې ده ، په هېڅ ډول د تو جيه وړ نه ده. دغه تاسيسات  د افغانستان  ملکيت دي، ځکه چې د افغانستان په خاوره  کې جوړ شوي او په هغو پيسو جوړ شوي چې د افغانانو په نوم راټولې شوې دي. اسلامي امارت دغه پرېکړه غندي او له نيواکګرو ځواکونو او متحدينو څخه يې غوښتنه کوي چر د افغان ولس په حق کې له  دغه ظلم څخه لاس واخلي. دوی چې افغانستان  ته راتلل نو د بيا رغاونې شعارونه يې پورته کړي وو، خو اوس چې له افغانستان څخه وځي غواړي هغه تاسيسات چې د افغان ولس په پيسو جوړ شوي دي، د ټولې نړۍ پر وړاندې ونړوي. آياد دا بيا رغاونه ده او  که بيا نړونه؟ د دوی دنده دا ده چې هر څه ونړوي. دوی له نړولو سره راغلل او اوس له نړولو سره وځي.

طالبانو همداراز افغان حکومت هڅولی دی چې له ولس سره د خارجی ځواکونو په ايستلو کې مرسته وکړی

افغان محور ورځپاڼې په خپله یوه سرمقاله کی د د غو راپورونو په اړه لیکلې  دی، چی ناټو له وتلو وروسته په افغانستان کې د خپلو پوځي تاسیسات ورانول غواړي نوموړی ور ځپا ڼی په دې اړه د وسوالو طالبانو دریځ ته هم اشاره کړې، چې په پورته اعلامیې کې یې ویلي دی چی، د دغو تاسیساتو ورانول معقولیت نه لري او دا د افغانان حق دی دور ځپانې له قوله ویل شوی د  ی چی وسلوال طالبان له دی موضوع نه تبلغاتی ګټه پورته کوی

 که وسلوال طالبان چیری د ناټو پوځي تاسیسات د افغانانو شتمني بولي، نو بیا ولې په خپلو عملیاتو کې  پلونو، سړکونو، ښوونځیو  ته زیانونه رسوي ،محور په خپل مطلب کې د افغانستان د دفاع وزارت دریځ هم راخیستی چې ويلي یې دي، په هېواد کې د نړېوالو ځواکونو شاوخوا یو زرو درې سوه ګارنیزیونونه باید افغان ځواکونو ته وسپارل شي،د افغانستان د چارو کارپوه کیت کلارک، دنوموړی موضوع په باب وایي چې دا ډیر په زړه پورې خبره ده چی طالبان په دې باور دي چې دغه اډې به د هغوی پر ضد و نه کارول شي، دا یا د هغوي ډیر لوړ اعتماد دئ او یا هم د هغوی نا پوهی ده هغه زیاتوي چې کله چې د پخواني شوروي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، د هغه وخت د کمونستي حکومت تر راپرځیدو وروسته، له روسانو څخه ټول پاتې شوي تجهیزات او اډې د بیلابیلو وسلوالو ډلو تر منځ وویشل شوې

 په عین حال کی د ناټو قومندانانو وايلی دی چې افغان چارواکو ته دا فرصت ورکوي چې تر نړیدو مخکې د دغو ودانیو د ترلاسه کولوغوښتنه وکړي خو افغان چارواکي عموماً پر وخت اقدام نه کوي. د امریکا د پوځ په خبره د افغانستان د ملي اردو د ځواکونو شمیر دوو لکو ته رسیږي، دوی لوژیستیکي ظرفیت نه لري چې خپلې اډې په تیره بیا هغه چې په لیري دښتو او غرو رغو کې دي وساتي ځکه نو د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې امریکايي او ائتلافي ځواکونو په افغانستان کې د هغو پوځي اډو او ودانیو په نخښه کول او ویجاړول پیل کړي دي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه ترې کار نه شي اخیستی او نور له عملیاتي نظره اهمیت نه لري تر دې پخوا په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو عمومي قومان جنرال جان الین، ویلي وو چی ((موږ په افغانستان کې له ۶۰۰ څخه ډیرې پوځي اډې لرلې)) د دغو اډو ډیر شمیر به ئې یو ځل بیا خپل پخو اني حالت ته واړول شي

په همدې حال کې د ناټو یوه ویاند د المان خبري آژانس ته ویلي دي چې د اډو د تړلو په اړه ټولې پریکړې په یوه کمیسیون کې کیږي چې مشري ئې د افغانستان د مالیې وزارت پر غاړه لري. دغه چارواکي ویلي دي که افغان حکومت و نه غواړي چې د یوې اډې مسئولیت پر غاړه واخلي، نو ناټو دغه اډه خپل لومړني حالت ته اړوي افغان چارواکي ادعا کوی چې پوځي اډې تر ویجاړیدو وروسته دوی ته سپارل کيږي. دافغانی چارواکو دادعا برخلاف د ناټو چارواکي د دغو اډو د ویجاړولو له پاره یو دلیل هم د افغان ځواکونو بې کفایتې بولي. هغوی وایي چې افغان ځواکونه به و نه شي کولای چې په لیرې پرتو سیمو کې د دغو اډو ساتنه وکړي او کیدای شي چې هغه د مخالفینو لاس ته ولویږي

 په هر صورت دغه اډې د افغانستان له پاره پوځي شتمنۍ بللې کیږي. د افغانستان د اقتصادي حالت له کبله دغه هیواد نه شي کولای چې د دغو اډو پر جوړولو باندې بیا له سره ډیرې پېسې مصرف کړي افغان پوځونو د دې اډو د ساتنې حق لري ځکه چې هغه د افغانستان پر خاوره او د افغانانو په نوم د ټولو شوو پیسو په مصرفولو سره جوړې شوې دي.پای سلام خان

فرستادن/حفظ کردن

2 Responses for “د ناټو دتاسیساتو ړنګول غیری منطقی عمل دی”

  1. Vote -1 Vote +1سلام خان says:

    یله بیله چی نن می ستا دخولی څخه ستا دمور دمیړونو ای ،اس،ای نوم واوریدی وبه ګورو چی ستا دمور میړونه به دا ځل دافغانانو پر سر کومه توره بلا مسلطه کړی

  2. +1 Vote -1 Vote +1احمد ږ حیدری says:

    سلام خانه زو
    تا به هم داسی لپ لغړ پریژدی دمور میړونه به د درڅه تشتی له خیره که نن نه وه سبا که سبا نه وه بل سبا ستا دا مرداره څیره به ټولو ته همداسی رسوا کړی لکه دا تس په نامه د ای ایس ای زامن هو زو شپی او ورځی د شماره

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • در یک عملیات مشترک ، سه طالب مسلح بشمول ولسوال نام نهاد طالبان بهلاکت رسیدند
    • افراد مسلح در ولایت بغلان؛ چهار عضوی یک فامیل را هدف گلوله قرار دادند
    • محلي پولیس که حزبي داړه مار
    • دحرمينوهندار دحج يونليک اوه شپیتمه برخه
    • په خوست کې دښاري نظم پاکۍ او چاپيريال ساتنې عمومي کمپاين پيل شو
    • پاکستان بايددرعمل نقش بازى نمايد تا زمينه گفتگوهاى بين الافغانى مساعد شود
    • کشته شدن ۲ تن از نیروهای خارجی در شرق افغانستان
    • جعل کاری صدها میلیون دالری غضنفر گروپ در همکاری با وزارت تجارت و صنایع
    • تحریک طالبان کاملاً بی اختیار است و این بی اختیاری در موضوع قطر به وضاحت به مشاهده رسید: کرزی
    • د غمشريکی او ډاډګيرنې پيغام