Posts | Comments | E-mail /

د « خبریال » له ستونی نه ها کرغیړن لاسونه لیری کړی

Posted by on Jul 30th, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

       دبیان ازادی دبشر دحقونو یو بنسټیز توکۍ دی . ددی حق څخه د ګټی اخیستلو تر ټوله غوره او اغیزمنه لار رسنۍ دی . د رسنیو ټول شکلونه د ږغه ایزو نه نیولی بیا تر تصویری ، چاپی ، بریښنایی او نورو پوری دا ټول هغه څه دی چی له لاری یی وطنوال په ټولنه کی د شته ناخوالو او په بیلابیلو برخو کی دترلاسه شوو بریاوو څخه خبریدلای شی . همدا رسنۍ دی چی دخلګو ږغ تر چارواکو پوری رسوی څو په اړوند یی اړینی کړنی تر سره کړی . همدا رسنۍ  دی چی د ټولنی غړی یو دبل سره نښلوی ، یو دبل په حال یی خبروی او ددغی لاری نه یی یو موټۍ کوی . ګلوبالیزیشن چی په اروپا ، امریکا او نورو پرمختللو هیوادونو کی په خورا درنه سترګه ورته ګوری او پری نازیږی ، دهمدغو رسنیو په مټ پرمختګ کوی تر څو دټولی نړۍ نه یو کلی جوړ کړی .

       له نیکه مرغه پدی وروستیو کلونو کی دهیواد په دننه او همدارنګه د نړۍ په کچه د بیان دازادی حق ترلاسه کولو په چارو کی یو لړ مثبت بدلونونه راغلی چی باید په خوښی او درناوی سره یی یادوونه وشی . په کور دننه کی دبیان ازادی چی پخاطر یی د اوږدو لسیزو راهیسی د هیواد  رون اندو مبارزه کول او پدی لاره کی یی د یاوونی وړ قربانی هم ورکړی دی ، داګړۍ ترهغی کچی ترلاسه شویده چی په سیمه کی یی ساری لږ لیدلای شو . د نړۍ په کچه بیا د نوی تکناوژی په پرمختګ سره د رسنیو د پاره هغه اسانتیاوی منځته راغلی چی څو لنډ کلونه وړاندی یی په اړه فکر کول هم ګران ښکاریده .

      د نوی تکنالوژۍ په مټ اوس دنیکه مرغه رسنۍ کولای شی د څو دقیقو او ان ثانیو په ترڅ کی یوه لیکنه یا تصویر د میلیونو کسانو لاس ته ورسوی . له بده مرغه باید په خواشینی سره یاده شی چی تر اوسه لا د تورو شپو دیبانو مټان دومره زور لری چی دغی نوی تکنالوژی ته هم خپلی ککړی منګولی ور وړی او په رسنیو کی د روښنایی زیرۍ راوړونکی پیغام په ستونی کی ورته  خاموش کړی .

      نژدی څلور کاله وړاندی د زړه ور ژورنالیست صمد روحانی د شهادت دلومړی تلین په تړاو د هیواد یوه وتلی ځوان ژورنالیست میرویس افغان د « خبریال » پنامه یوه بریښنایی ویبپاڼه پرانیستل چی په ډیره لنډه موده یی دهیواد به لروبر کی ښایسته زیات شمیر لوستونکی او مینه وال تر لاسه چی هره ورځ به د نوو خبرونو په موخه ورته سترګی په لار وه .

      افغان دښمن پاکستانی چارواکی چی تل یی د افغانانو پر مادی او معنوی ښیګڼو باندی پښی ایښی دی ، داځل یی د «خبریال » ګریوان ته لاس واچاوه ، دهغه په خپریدو یی په اصطلاح د پاکستان په قلمرو کی بندیز و لګاوه او دخلګو د غوښتنی ږغ یی ورته په ستونی کی خفه کړ . دوی همدارنګه د نوی تکنالوژی نه په ناوړه ګټه اخیستلو او پدی تخنیک کی د چلبازیو د لاری د افغانستان په ډیرو سرحدی سیمو کی هم تر « خبریال » پوری دخلګو د لاسرسیو لاره بنده کړه او پدغو سیمو کی یی ددغی رسنی انترنیټی ترافیک ګډود کړ .

      موږ په ډیر خفګان سره د « خبریال » پرخپریدو باندی د بندیزونو لګول دبیان د ازادی مخنیوی ، دبشر پر بنسټیزو حقونو باندی پښه ایښودل او دعلم او فرهنګ سره دښمنی بولو . د پاکستانی چارواکو نه په ټینګه غوښتنه کوو چی هر څه ژر ددی ناوړه کار نه لاس واخلی او پریږدی د اولس ږغ تر اړوندو کسانو پوری ورسیږی . موږ د افغانستان د کلتور وزارت نه غواړو چی د چوپی خولی لوبه پریږدی او پدی اړوند لا نور بی طرفه پاته نشی . موږ د افغان ژورنالیستانو د اړوندو ټولنو اوهمدارنګه په کابل کی د ملګرو ملتونو د اړوندو څانګو نه هیله کوو چی دی خبری ته پام واړوی او دخپلو چاینلو دلاری لاس په کار شی .

   ـ  ازاده دی وی دبیان ازادی !

  ـ  لنډ دی وی د پاکستانی چارواکو کرغیړن لاسونه !

                د ډنمارک د Aarhus  په ښارکی د افغانانو فعالی اتحادیی د کلتوری څانګی په سپارښت

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • نگران برگزاری لویه جرگه نباشید: کرزی
    • در یک عملیات مشترک ، سه طالب مسلح بشمول ولسوال نام نهاد طالبان بهلاکت رسیدند
    • افراد مسلح در ولایت بغلان؛ چهار عضوی یک فامیل را هدف گلوله قرار دادند
    • محلي پولیس که حزبي داړه مار
    • دحرمينوهندار دحج يونليک اوه شپیتمه برخه
    • په خوست کې دښاري نظم پاکۍ او چاپيريال ساتنې عمومي کمپاين پيل شو
    • پاکستان بايددرعمل نقش بازى نمايد تا زمينه گفتگوهاى بين الافغانى مساعد شود
    • کشته شدن ۲ تن از نیروهای خارجی در شرق افغانستان
    • جعل کاری صدها میلیون دالری غضنفر گروپ در همکاری با وزارت تجارت و صنایع
    • تحریک طالبان کاملاً بی اختیار است و این بی اختیاری در موضوع قطر به وضاحت به مشاهده رسید: کرزی