Posts | Comments | E-mail /

ځينې دولتي او مافيايي کړۍ د اريانا افغان هوايي شرکت سقوط کول غواړي

Posted by on Jul 30th, 2012 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل (پژواک ): د اريانا افغان هوايي شرکت مشر نصير حکيمي دعوه کوي، چې ځينې دولتي چارواکي او مافيايي کړۍ غواړي ،دغه شرکت له سقوط سره مخ کړي.

خو هغه چې پرون يې د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسيون په ناسته کې خبرې کولې، د يادو چارواکو نومونه ياد نه کړل او د خپلې ادعا د ثبوت لپاره يې مشخص دلايل هم وړاندې نه کړل.

د ولسي جرګې غړي ترکمن نظري د دولتي لوړ پوړو چارواکو له خوا د دغه دولتي شرکت د سقوط د هڅو په تړاو له حکيمي څخه د وضاحت غوښتنه وکړه.

 حکيمي وويل: “دولتي لوړ پوړي چارواکي د دغه شرکت د الوتکو پر ځاى د نورو شرکتونو په الوتکو کې پروازونه کوي ، چې دا خپله د دې شرکت د سقوط لامل کېږي.”

د ده په وينا، دغه شرکت خپل لګښتونه له عوايدو پوره کوي او دولت ورته ځکه بوديجه نه ورکوي؛ چې دغه شرکت بوديجوي واحد نه دى.

خو دى وايي، چې اريانا افغان هوايي شرکت په بازار کې د سيالۍ په موخه بوديجې ته اړتيا لري.

اريانا افغان هوايي شرکت څه موده مخکې خپل يو شمېر کارکوونکي له دندو ګوښه کړل.

ده په دې اړه وويل: ((موږ يواځې دوې الوتکې لرو او د دوو الوتکو لپاره څه باندې ٣٠٠ انجنيران ډېر زيات دي؛ نو ځکه مو له دندې ګوښه کړل.))

د کمېسيون غړيو ويل ،چې اريانا د ١٠٢ ميليون امريکايي ډالرو په بدل کې د پامير ٧ الوتکې پېرلې دي.

حکيمې هم په همدې تړاو نن د کمېسيون ناستې ته وربلل شوى و، خو په ناسته کې يې وويل، چې اريانا د پامير الوتکې نه دي پېرلې.

  د ده په وينا، اريانا د پامير د ٧ الوتکو د پېرلو لپاره په داوطلبۍ کې د ٢٣ ميليونه امريکايي ډالره وړانديز کړى او که يې پر دې بيه ترلاسه کړې، نو د تخنيکي چک لپاره به يې بهر ته واستوي.

هغه زياته کړه، چې اريانا افغان هوايي شرکت دوه الوتکې لري او يوه الوتکه يې د مياشتې په سل زره ډالره له پامير څخه په کرايه نيولې ده.

 دغه راز ده وويل، چې ارشاد حج او اوقاف، ملي دفاع او ترانسپورټ وزارتونه او دغه راز کام اير، پامير او صافي هوايي شرکتونه د اريانا پوروړي دي.

خو ده په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.

هغه وويل، دغه شرکت به سږ کال لس زره افغانان د حج د فريضې د ادا کولو په موخه سعودي او له هغه ځايه بېرته افغانستان ته ولېږدوي.

د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسيون مشر ميررحمان رحماني وويل، چې د اريانا افغان هوايي شرکت د مشر څرګندونې دوى ته د قناعت وړ دي او غواړي، چې د کمېسيون له خوا تقدير نامه هم ورکړي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • در یک عملیات مشترک ، سه طالب مسلح بشمول ولسوال نام نهاد طالبان بهلاکت رسیدند
    • افراد مسلح در ولایت بغلان؛ چهار عضوی یک فامیل را هدف گلوله قرار دادند
    • محلي پولیس که حزبي داړه مار
    • دحرمينوهندار دحج يونليک اوه شپیتمه برخه
    • په خوست کې دښاري نظم پاکۍ او چاپيريال ساتنې عمومي کمپاين پيل شو
    • پاکستان بايددرعمل نقش بازى نمايد تا زمينه گفتگوهاى بين الافغانى مساعد شود
    • کشته شدن ۲ تن از نیروهای خارجی در شرق افغانستان
    • جعل کاری صدها میلیون دالری غضنفر گروپ در همکاری با وزارت تجارت و صنایع
    • تحریک طالبان کاملاً بی اختیار است و این بی اختیاری در موضوع قطر به وضاحت به مشاهده رسید: کرزی
    • د غمشريکی او ډاډګيرنې پيغام