Posts | Comments | E-mail /

سلطان ټیپو شهید «یو ستر تاریخي او په زړه پورې داستان» پنځمه برخه

Posted by on Jul 1st, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 د الماس ایم اې  لیکنه

داستاد قریب الرحمن سعید  ژباړه

دسلطان  له اړخه  «پورنیا او کرشن  راو»  چې دواړه  کلک  هندوان  وو په خبرو کي  ورګډ شول . هغه سوله لیک چې  دسلطان له اړخه  ترتیب  او ورلیږل شو  په هغه کې دغه  لاندي شرایط  ایښوول شوي وو.

1-   دمالابار په ساحل  کي  انګریزي  مقبوضات  به  بیرته  ورکړل شي خوپه  بدل کی به یی همدومره شمیره  دکرناټک  کلاګاني  سلطان  ته  ورکړل شي .

2-   د جزیره نماو  په شاوخوا کې  ټول انګریزي مقبوضات  د ۵۵ زره  پګډو سره یو ځاې  چې  کرنل  فلرټن  په پالاګهاټ  کې  تر لاسه کړي وو بیرته  سلطان ته ورکړل شي .

3-   غلام زاده ایار خان  دې بیرته سلطان ته  حوال کړل شي .

4-   کمشنران  دې تر هغې پورې بیرته کرناټک ته  نه ستنیږي    چې ټول معاملات په  ښه توګه  نه وي حل شوي .

خو انګریزان په دې شرایطو کې د ایاز خان  بیرت  ورکولو اود  پګډو تسلیمولو ته تیار نه وو. کله چې د سولي خبرې دناکامۍ سره مخ  شوې  نو کمشنرانو دځآیه د تیښتې لارې  لټولې  خو راز  یی  بربنډ شو.

بلاخره  د ۱۷۸۴ کال د مارچ  په یولسمه یو تړون  لاسلیک شو  چې نهه  شرایط  یی درلودل . ددي تړون له مخې:

-       دواړه  خواوي به یو دبل  سره  جنګ  نه کوي .

-       اونه به یو دبل د دښمن سره  مرسته کوي .

-       یو دبل سیمي به بیرته  ورته تسلیموي او یو دبل بندیان به ازادوي .

-       د آبنور او ساتګړهـ کلاګاني  به دسلطان  سره وي .

-       کنانور او ډنډیګل  کلا  ګاني به تر هغې د انګریزانو سره وي  چې نور شرایط  نه وي پوره شوي .

په دې شرایطوکې د نمک حرامه ایاز خان  او ۵۵ زره  پګدو  یادونه  نه وه شوې .

ددې نه وروسته  دمدارس والي  میکارنټي  او  ستر والي لارډ هټینګز  دواړه انګلستان  ته  را  وبلل شول  او میکفرسن  یی دهغه په ځاي  ستر والي  و ټاکه .

دمنګلور تړون  د سلطان  له پاره ستره سوبه  وه . کله چې سلطان دمنګلور څخه سرنګاپټم ته راستون  شو نو  هلته  ورته  ددکن نظام او دمرهټیانو   نذراني وړاندي کړې  او مبارکیانې  یی ورکړي .

ددواړو هیوادونو  نمایندګانو  سلطان  ته  دجواهرو  تحفې  ورکړې  خو دمرهټیانو سردار دتحفي تر څنګ د سلطان څخه خپل  خراج هم وغوښت . سلطاندهغه په دي موقع غوښتنه ډیر په غضب  شو او دمرهټیانو نماینده ته یي تریخ  ځواب  ووایه :

« ایا تاسو نه پوهیږئ  چې  مرحوم  نواب  حیدر علي خان  ستاسو په خاطر  دپائین ګهاټ  جنګ  کړي وو. په دي جنګ  کې د سلطنت  ټوله خزانه  او  دولکه شوي  سیمو ددرې کالو  محصولات  ټول  مصرف شوي وو. اوتاسو د تړون  اوپلان  سره سره د مرحوم  سلطان  هیڅ  ډول بسپنه ونه کړه  ، ددي نه وروسته د حیدرنګر احسان فراموشه  صوبیدار  مونږ ته  دوکه  راکړه او دسلطنت  ټول دولت یی  لوټ کړ او  وتښتید . مونږ خو ددښمنانو څخه  حیدر نګر بیرته  و لکه  کړ  مګر دهغې  دخزاني یوه پیسه هم  مونږ ته په لاس  را نغله .

بیا چې کله مونږ په تخت  کیناستو نو دمرحوم نواب  په وراثب کې مونږ ته  د څو توپونو ، ټوپکونو او تورو او ډالونو څخه نور  څه  په لاس  را نغلل .

په دې وخت کې زمونږ خزانه بلکل  خالي ده ،خو دسلطنت  د را جوړیدو وروسته به  ستاسي رقم هم تاسي ته درکړل شي …»

ددې خبرو سره سم سلطان ، محمد عثمان ته  چې د مرحوم نواب  پخواني  ملازم وو ، څو تحفی ورکړي  او دپونا دسفیر سره یی یوځاې  ولیږه  ترڅو مرهټیان دوباره په میسور حمله ونه کړي …

(۱۵)

د حیدرنګر دفتح او کلابندۍ نه وروسته  یوه  دردناکه پیښه  رامنځته شوه  چې په بیانولو یی د انسان  زړه ټوک  ټوک  کیږي.  دا پیښه د نواب حیدرعلي خان  د ډیر نژدي ملګري او دسلطان ټیپو د ستر سردار  محمدعلي کیمدان  ځان وژنه ده .

اروپايی تاریخپوهانو په دې اړه هم خپل خباثت  ښوولې دې  او ددې پیښي ټول مسؤلیت یی د سلطان ټیپو په  اوږو  ور اچولې دې ، حال داچې  سلطان چې هر قدم اخستی هغه یی د هیواد او ولس د  بهبود په خاطر اخستي اوپه سهي توګه یی اخستي .

پیښه داسې وشوه چې د نواب  حیدر علي خان  د مړیني وروسته د  میسور  په سلطنت کې  ځاې ځاې بغاوتونه راو ټوکیدل  چې یادونه یی مخته تیره شوه . په دې  ډله کی  دحیدرنګر بغاوت هم راځي  چې د ایازخان له اړخه  پیدا شو .

لکه څنګه چې مخته وویل شول  چې  ایاز خان د یوه هندو  زوې وو  اودحیدرخان په د سترخوان باندی را ستر شو اودهمغه په  واسطه یی روزنه تر لاسه  کړه  او د حیدرخان د پالل شوي زوې حیثیت  یی خپل  کړ .

دا چې د ایاز خان په زړه کي به څه وو ، په دې اړه څوک  څه نه شی ویلي ، خو په ښکاره توګه  هغه دمرحوم نواب حیدرخان  ډیر وفاداره او تابعداره  وو ، په همدې اساس  هغه د نواب حیدر علي خان له اړخه د حیدرنګر د والي په څیر و ټاکل شو .

دحیدرنګر  لمړني نوم  « بدنور» وو ، خو نواب حیدرخان  دې سمیی ته  ترقي  ورکړه  او په یوه ستر ښار یی بدله کړه  او سرنګاپټم  څخه وروسته یی  د دارالسلطنت  دویم ستر ښار و ګرځاوه .

هغه څه چې ایاز خان په خپل  زړه کي پټ  ساتلي وو هغه یی د نواب حیدر علي خان د مړیني وروسته را ډاګیزه  کړل . دغه نمک  حرامه او احسان هیرونکي  وګړي دسلطان ټيپو په خلاف  بغاوت وکړ  اوانګریزانو ته  یی د حیدرنګر د حواله کولو  سودا  پیل  کړه .

که څه  ایاز خان  دحیدرنګر والي  وو  خو ددي کلا  قلعدار  قاسم خان نومیده. دهغه  دنده  دا وه چې کله هم د ایازخان  قدم  کوږ شی نو هغه به یی سمي ته رابولي اویا به پرې سلطان خبروي  خو بدبختي داوه چې هغه پخپله هم په دی  سازش کې ککړ  شوې وو .

د یوه روایت له مخي  انګریزانو  قاسم خان  ته د قلعدارۍ تر څنګ  د نائب الحکومه  ددندي د سپارلو  ژمنه  هم کړې وه .

په  هر صورت ، هر څه  چې وو،خو قاسم خان  هم ددې سازش یوه برخه وه او د حیدرنګر کلا یی دکوم جنګ پرته  انګریزانو ته ورحواله کړه .

خو کله چې  حیدر نګر بیرته دسلطان  په واسطه  فتح  شو نو ایاز خان د خپل  ځان د خوندي  ساتلو په غرض مدراس ته و تښتید او غدار قاسم خان  د محمدعلي کمیدان څخه  پناه و غوښته او  دهغه په پناه کي پاته شو .

کله چې د محمدعلي کمیدان   له اړخه  قاسم علي خان  ته دپناه  ورکولو خبر  سلطان ته ورسید نوهغه وخت  ،په داسي حال کي چې   دمنګلور په لور په بیړه کی  وو ،  خاموشه پاته شو . خو کله چې منګلور هم سوبه  شو او انګریزانو ماتي وخوړه او وسله یی په زمکه کیښوده نو سلطان ، قاسم  علي خان د ټولو تر مخه را وغوښت  او سخته پوښتنه یی ورڅخه وکړه . سلطان د  قاسم علي خان  قلعدار په غدارۍ باندي  ډیر په قهر وو ، خوبیا یی هم په ډیرې حوصلي سره دهغه څخه وپوښتل :

«دا راته ووایه  چې  دحیدرنګر په کلا  کې دپراخه  غذایی موادو ، د جنګ د سامانونو د زیرمو  او  منظم  فوځ  په  موجودیت کې دې  ولي دا ستره کلا  د جنګ پرته انګریزانو ته  تسلیم کړه .؟»

د قاسم خان  لاس  وپښې  لړزیدلي ،اوپه لړزیدلي اواز یی وویل :

« درونده سلطانه …..درونده سلطانه …. دا هر څه ایاز خان …..»

«چټیات  مه وایه » سلطان  ورته په قهریدلي اواز وویل  « ته دهغه نوم ولي  اخلې ؟ هغه  غلام  زاده خو د خپلې کمظرفۍ او د نعمتونو د ناشکرۍ  په اساس د بغاوت  لاره خپله کړه . خو ته  خو یو شریف  زاده وې ، تاولي خپل ناموس په داو کې  ورکړ؟  او ددومره مضبوطي اوسترې کلا  د ساتني  په دنده کي  دي  غفلت  وکړ؟ »

«درونده سلطانه ! » قاسم علي خان د خپل ځان د سنبالولو هڅه وکړه  « بې له  شکه  چې په کلا کې د جنګ  پراخه وسایل  او دخوراک څښاک   پوره  ذخیرې  موجودې وې  خو د ایاز خان په اشارې  سره  ټولو مسؤلینو زما دحکم څخه  سر ورغړاوه  او زما د اجازې پرته یی  ددښمنانو سره  سازش  وکړ اوهغوې یی کلا ته را ننویستل . په دي خاطر زه  هم مجبور  شوم… ما به څنګه کړې واي  چې په داسي حالاتوکې د کلا څخه  راوتلي وای  او دسلطان حضور ته مي ځان  ور  رسولې وای ؟»

دا ټول هر څه  درواغ وو او قاسم علي خان  پوره مکاري کوله . ځکه  چې هغه  نه  یوازی د ایازخان دبغاوت  ملاتړ کړې وو  بلکه دسلطاني ځواکونو په خلاف  یی  په جنګ  کې  پوره ونډه هم اخستي وه .

سلطان دهغه ددې عذر نه وروسته دهغه څخه یوه بله پوښتنه وکړه :

که چیرې ستا دا  خبره  سهي وي چې ستا دلاس  لاندی کسانو  ستا له  حکم  نه مخالفت کړې وو نوبیا تا په دي اړه ولي سلطان یا سلطاني لښکر ته  خبر  ور  ونه  لیږه ؟ په دي اړه پخپله ستا راتلو څه اړتیا  وه ؟ تاخو کولي شو چې دا خبر  دکوم  مخبر په لاسو  راولیږې  ، ددي نه  څرګندیږي  چې تا  پخپله غداري کړې ده  اواوس دخپل ځان د خوندي ساتلو  له پاره  بهاني لټوې .»

د قاسم سره دسلطان ددي پوښتني  په اړه   هیڅ ځواب  نه و، سلطان په دې اړه د سلطنت  د اراکینو څخه  مشوره  و غوښته . ټولو په یوه خوله ددي غدار د څټ  د پرې کولو سلا  ورکړه .

هماغه وو….. چې سلطان دهغه  د اعدامولو  حکم وکړ .

بله ورځ بخشي  زین العابدین  ته حکم  ورسید چې هغه دې  غدار  قاسم علي خان په سولۍ باندی و ځړوي . دشاهي حکم  په  اساس  زین العابدین  خان  د محمدعلي کمیدان په لورې ورغې  اوورته یی وویل :

«درونده سرداره ! ماته حکم شوې دې چې  قاسم علي خان  په سولۍ  ور ځړوم، په دې اساس  له تانه  غواړم  چې قاسم علي خان  ماته  حواله کړې  ترڅو زه دشاهی  حکم  تعمیل وکولې  شم .

محمدعلي کمیدان  سر را پورته کړ  اوبخشي زین العابدین ته یی  دکتلو پرته په  بې پرواهۍ سره وویل :

« بخشي !  ایا تاته  معلوم  نه ده چې  قاسم علي خان زما په پناه کې دې، ښه به داوي چې  هغه وبښئ . او که نه هغه ته د پهانسي کولو دمخه  ما باید په  سولۍ را ځوړند  کړئ .»

بخشي ، دمحمدعلي کمیدان د مرتبي او رتبي څخه پوره  خبر و و په دې خاطر  یی  دهغه سره بحث و نه کړ  اونه یی  دهغه څخه د قاسم علي خان د په زور اخستو  هڅه وکړه . بلکه دهغه ځآیه پټه خوله راپاڅید او نیغ د سلطان دربار ته ورغې .

« دورنده سلطانه !  ما سردار  محمدعلي کمیدان  ته وویل چې قاسم علي خان زما په لاسو کې راکړي   ترڅو یی دسلطان دحکم  په مطابق  په سولۍ را وځړوم ،خو محمدعلي کمیدان  زما په ځواب کې   وویل چې قاسم علي خان دهغه په پناه کي دې اوښه به وي چې هغه  ته بښنه وکړل شي . اوکه  نه  د هغه د سولۍ  دځړولو نه مخته  ما په سولۍ و ځړوئ . »

سلطان د زغم او صبر نه کار واخست  او په هغه  ورځ یی دقاسم علي خان په دار  ځړول  و ځنډول اوبیا یی   محمدعلي کمیدان  ځانته راوغوښت .

« سردار محمدعلي کمیدانه !  تا ته  معلومه  چې قاسم علي خان د سلطنت  غدار  اومجرم دې  اودهغه  په اړه  د پهانسي کولو  حکم  شوې دې  ، په دي خاطر د قانون او حکومت د وقار اوعزت د ساتلو په خاطر  هغه ته  پهانسي ورکول  اړین دي ..»

سردار محمدعلي کمیدان د سلطان دخبرو  کوم ځواب  ورنه کړ . هو!  هغه دهغه  ځایه راپورته شو او دسلام کلام پرته  بیرته راستون  شو.

سلطان ته دهغه  دا کړچار  ښه کاره  نه شو  خوبیا یی هم  د زغم او صبر لمن  پرې نه ښوده  اودهغه دپخوانیو وفاداریو او کړچار  له مخی   خاموشه  پاته  شو .

بله ورځ   عسکرو  قاسم علي خان د سردار  محمدعلی  کمیدان څخه  واخست  او په دار باندی د ځړولو له پاره یی  مقتل ځاې ته یوړ .

لا تر اوسه هغه  مقتل ته  نه  ورسیدلې  چې  سردار کمیدان  په یوه  فیل سپور  هلته  ور  ورسید، قاسم خان یی بیرته دسپاهیانو څخه  واخست  او دخپل ځان سره یو ځآي یی په فیل سپور کړ.

دخپل دغه  غیر قانوني  او ناروا حرکت  سره یو ځاي یی  هلته  دقاسم  دپه  دار کولو  له پاره  را ټولو  شوو خلکو ته ورغږ کړ  چې « هغه  څوک چې  له ماسره تلل  غواړي  د ویرې  اوګواښ پرته دې له ماسره راځي …»

دلته په مقتل کې د عوامو نه علاوه  ګڼ شمیر  فوځي  دلګي هم  راغلي وو ، په دې کې داسې  فوځیان هم و چې د سردار علي کمیدان تر   قومندي  لاندي  جنګیدلي وو اودهغه په  وړتیاوو باندي  قایل  وو . په دي اساس دهغه په دې اواز باندي  دوه  درې  سوه کسان دهغه سره روان شول .

اوس نو هغوې دسرنګاپټم په لور  روان  وو ، داچې  اراده  به یی څه وه ؟  په دې  اړه هیچا  ته  علم نه شته . خوپه څرګنده توګه دا ښکاره  بغاوت  وو.

دمحمدعلي کمیدان  ددغه اقدام په اړه  سمدلاسه  سلطان خبر کړل شو .

« درونده سلطانه !  سردار محمد علي کمیدان  مقتل ځاې ته راغلې  وواو قاسم خان یی  په زور  د عسکرو څخه تر لاسه کړ ،اوس  یی هغه دخپل ځان سره یوځاي په فیل سپور کړې او دسرنګاپټم په لور روان دي ،هغه  دوه درې سوه سپاهیان هم  و غولول اوله ځانه  سره یی یوځاې کړل . اوس  هغوې د یوه جلوس په څیر  روان دي .»

دسلطان په مخ  ژورې لیکي را څرګندې شوې  او نوره یی دصبر لمن  له لاسه ووتله . هلته دهغه سره  ګڼ شمیر سرداران  موجود وو .

سلطان ،په داسې حال کی چې د غصې څخه رپیده وویل : « غازي خانه !  ته  او سیدحمیدخان  دهغوې پسې ورشئ  اوهرڅنګه چې کیږي هغوې بیرته راوړئ .»

دسلطان دحکم  سره سم  غازي خان اوسید حمید خان ددربار څخه پورته شول  او څو ډلګي عسکر یی له ځانه سره واخستل او د محمدعلي کمیدان  پسې  روان شول .

محمدعلي کمیدان به  په سختۍ سره  درې  څلور  مایله  واټن وهلي وو چې  دوې یی مخې ته و دریدل .  خپل اس  یی  دهغه د فیل تر مخ  و دراوو  او  ورته یی وویل :

«سردار محمدعلي کمیدانه !  سلطاني  حکم دې چې   تاسې   ستا د حواریونو سره یو ځاې  په هر  صورت چې شوني وی  بیرته  له ځانه سره  یوسو، تاسي پخپله  بیرته ستنیدو ته حاضر یاست او که  د ځواک  څخه کار واخلم.

په دې وخت کې  دمحمدعلي کمیدان  دماغ  ټکان وخوړ  او خپل  فیل یی بیرته را و ګرځاوه. دغازي  خان سره تللو  عسکري  ډلګیو د محمدعلي کمیدان او ورسره ملګرو شاوخوا  را تنګه کړه . کله چې  فیل  بیرته  راستون شو  نو باغي ډلي هم بیرته راستنې  شوې ، غازی خان هغوې ټول  دخپلې څارني لاندی  د سلطان حضور ته راوستل .

تر هر څه دمخه  دسلطان  سترګي په قاسم  علي خان و لګیدي ، سمدلاسه یی حکم وکړ چې  :

«ددي  غدار  څټ خو لمړۍ پرې کړئ »

جلاد هملته  نژدي  موجود وو ، هغه سمدلاسه دسلطان  دحکم تعمیل وکړ  اومجرم یی  په سزا  ورساوه . بیا سلطان د محمدعلي کمیدان د نظربندۍ  حکم  وکړ  اویو شمیر باغي  عسکرو ته یی هم د مرګ  سزا ورکړه  او دیوڅو نورو  غوږونه اوپوزې یی ورپرې کړې …

سزا کیدونکو   ټولو  وګړو  ددې پړه د محمد علي کمیدان په  اوږو  ور واچوله ، هغوې به  په چغو چغو ویلې :

«اې کور خرابه ! مونږ ستا په  خاطر  تباه او برباد کړل شوو. ستا سره په  همدردۍ  زمونږ غوږونه اوپوزې  پرې کړل  شوې . خوتاته یوازي د نظر بندۍ سزا درکړل شوه ،  خداې  دې بیړه غرقه کړه …»

محمدعلي کمیدان دخپلو ملګرو   اه  و زاري  اوریدله  او ډیر زیات پرې  غمژن او پښیمانه وو. هغه  یی په یوه  کور کې   نظر بند کړ .

او ….. هغه  په همغه لمړۍ شپه  د الماس په خوړلو خپل  ژوند ختم  کړ .  الماس د هغه په ګوته کي د غمي په ځآي  ایښوول شوي وو .

په یوه  بله وینا کې  راغلي دي چې  محمد علي کمیدان  په  بندي خانې کې  خپله ژبه را وویستله  او ساه یی ورکړه .

کله چې سلطان دمحمدعلي کمیدان  د ځان وژني څخه خبر کړل  شو نو ډیر افسوس  یی وکړ .

محمدعلي کمیدان د ډیرو ښیګڼو مالک وو ، هغه  ډیر ښه  شاه سوار ، توره وهونکي ، او فوځي سالار وو. هغه  په ډیرو  ځایو کې  دښمن ته دخپل ذهانت په  اساس ماتې ورکړې ، ددې ټولو  ښیګڼو تر منځ   دهغه  فقر اوغریب پالنه  تر ټولو مهمه  ښیګڼه وه . دهغه په دسترخوان  باندي  به  هر وخت  لس  شل کسه فقیران  هرو مرو  ناست  وو .دمحمدعلي کمیدان  د سخاوت  او پراخۍ   دا حال  وو چې هغه ته به تنخوا او یا د تنخوا نه  علاوه   نور  څه انعامات  تر لاسه  شول  نوهغه به یی ټول  دسپاهیانو اوفقیرانو تر منځه  ویشل . ان تر دې چې  کله به یی  شاهي خزانه  هم په ګوتو ورغله  نو هغه  به هم دهغه د سخاوت  په اساس  د اړوندو تر منځ  وویشل شوه.

خو –

ددې  تر څنګ  هغه  یو انسان  وو ، یو بنده  او بشر وو . هغه د ښیګڼو تر څنګ  څه  عیبونه هم درلودل.

هغه هیڅکله هم دخپل کور په لور توجه  نه کوله . په خپل سرۍ او ضد کې  دومره  کلک وو چې  یو ځل نواب حیدر علي خان  دخپلې دندې  څخه ګوښه کړې وو. او اوس  همدغې  خپل سرۍ اوضد دهغه روح  هم پسې واخست .

دسخاوت  انتها یی داوه  چې دمړیني وروسته یی دکوره څخه   دیوې خولۍ او څو جوړه  زړو  کپړونه  پرته نور څه تر لاسه نه شول . دهغه  کونډې د ملکي مور  د عافیت تر سیورې  لاندی  خپل  پاته ژوند ترسره کاوه.

(۱۶)

دا په زړه پورې خبره وه چې  سلطان ټيپو  چې نژدې  ۱۵ میاشتي کیدې  د میسور دسلطنت  سلطان  ګرزیدلې وو  تر دې وخته پورې یی دخپل دارالسلطنت  مخ  هم  نه  و لیدلې . د منګلور د سوبې وروسته  سلطان د سرنګاپټم په لور مخه کړه ، په لاره کي  یی د مختلفو بغاوتونو د  له منځه وړلو   په خاطر د «بل » او  «کورګ» په لور   هم لښکرې  ولیږلې  او ددي سرکشیو د ځپولو  نه وروسته  د ګرمۍ په  موسم  کې  سلطان  د سرنګاپټم په زمکه  قدم کیښود.

دسلطان دراتلو په  وخت کې دسلطنت  عمائدینو  دهغه ډیر ګرم  استقبال وکړ ځکه چې دا لمړۍ  ځل و چې سلطان  دارالسلطنت  ته د سلطان  په  څیر را ننوتې وو او په تخت  ناست وو. دهغه  د راتلو په خاطر په شاهي محل کي  هرې لورې ته رڼاګانې  روڼي وې ، دهندوانو په راج محلونوکې په څرګنده توګه  همداسی مناظر تر سترګو کیدل . «راج ماتا لکشم » او  «راني دیواجي  مني»   د سلطان له پاره نذراني را ولیږلې .

سلطان  سمدلاسه  د سلطنت په امورو  باندی څارنه پیل کړه ، دسلطنت  عمالو ته یی  فرمانونه ولیږل  او دسلطنت  محصولات  یی مرتب کړل .

دهمدې محصولاتو له مخې  لاندي شیان  تر لاسه  شول .

نور بیا……

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ حریق شدن ۳۵ تانکر تیل در ولایت فراه
    • د منګلو او مقبلو ځوانان: دمنګلو او مقبلو ترمنځ شوي پرېکړه حکومت بايد ژرترژره تطبيق کړي.
    • نواز شریف به کابل دعوت شد
    • په خوست کې دولسواکۍ دمياشتې په وياړ دټاکنو لپاره دنوم ليکنې ستر ولسي کمپاين پيل شو
    • په خوست کې دولسواکۍ دمياشتې په وياړ دټاکنو لپاره دنوم ليکنې ستر ولسي کمپاين پيل شو
    • ویب سایت روزنامهٔ نیویارک هک شد
    • پاکستان: طالبان تمایلی به مذاکره با دولت کابل ندارد
    • طالبان در ورطهٔ اختلافات می سوزند
    • حمله انتحاری شهر کابل را تکان داد
    • جمهوررئیس حامدکرزی پاکستان ته له دوه ورځني رسمي سفر وروسته، هېواد ته راستون شو