Posts | Comments | E-mail /

مهاجرو چرت هم مه خرابوئ

Posted by on Jun 30th, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

ډاکټر ګل مر جان منګل

که موږ لږ څه د مها جرت کلمی ته ځیر شو،  نو دا پخپله یوه منفی کلیمه ده چی زموږ په ذهن باندی طبعیتآ بد تاسیر کوی دا ځکه چی مهاجرتونه که ټول نه وی نو په سلو کی یی ۹۹٪ د مجبوریتون له امله کیږی .چی عمده علتونه یی عبارت دی له جګړی،لوږی او بیکاری څخه. نو کله  چی جګړه ،لوږه او بیکاری نه وی نو ډیر کم وګړی به دی ته زړه ښه کړی چی خپل کور، کلی هیواد، دوستان او هیوادوال پریږدی او کوم بل هیواد ته پنا یوسی.

لکه چی وایی:

جنانه خپل وطن ته راشه

پردی وطن د میړو قدر کموینه

تقریبآ ۳۵ کاله کیږی چی د افغانانو د مهاجرتونو لړۍ روانه ده او  ددی ولس مهاجر میلیونو ته رسیدلی دی. له بده مرغه   په نړۍ کی به داسی هیوادونه کم پیدا شی   چی هلته د افغان مهاجر نه وی مهاجر شوی یعنی په ټوله نړۍ کی تیت شوی دی او ځینی خو د ډیرو مشلاتونو او د مرګ له سر حد څخه هم تیر شوی دی او خپل خوږ ژوند یی په لارو کی  له لاسه ورکړی دی  .

 له همدی جملی څخه یی ډیری افغانان په ایران او پاکستان کی ځای پرځای شوی دی.  د یاد شویو کالونو په جریان کی زموږ همدغه مهاجر  چی په یادو  شویو  دوو هیوادونو کی د مهاجرت شپی سابه کوی په ورځینی ژوند کی   له نورو هم طالعو ( هم قسمته) ډیر کړیدلی او کړیږی.دا ځکه چی له یوی خوا دوی مجبور دی چی د ځان او کورنيو لپاره یو خوله ډوډۍ پیدا کړی او له بلی خو د ایران او پاکستان ظالیم حکمرنان دوی په هغه او دغه بانه  په عضبوی او ارام ته یی نه پریږدی چی په ارام سره خپل  ژوند وکړی. دوی ( ایران او پاکستنان)  د نړیوالی ټولنی او د دژینیوا ټړون  ((ددی تړون پر بنسټ چیرته چی جګړه وی او د جګړی څخه تښتیدلی  مهاجرینو ته د په امن ځای  کی ځای ورکړل شی او ورسره کومک د وشی)) تر پښو لاندی کوی.  افغانان د جګړی په نتجه کی مهاجر شوی دی او جګړه لا روانه ده، نو کله چی  افغانان  د جګړی له لاسه او بیا د هغی جګړی له امله  چی آیران او پاکستان یی د سوځیدلو توکی برابروی او نه پریږدی چی په افغانستان کی د جګړی اور مړ شی مهاجر شوی وی څنګه غیری قانونی مهاجر ورته ویلی شی پاکستان په هیڅ وجه افغان مهاجر غیری قانونی مهاجر نه شی بللی او که یی غیری قانونی بولی دا هم د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده.

د افغان مهاجرینو سره  په یاد شویو هیوادونو  کی نه یوازی چی کومک نه کیږی بلکی له  دوی څخه اکثرآ ایران او پاکستان د یوه سیاسی  وسیلی  او فشار په صفت هم کار اخیستل کیږی.کله چی د افغانستان حکومت  اود ګاوندیو (  ایران او پاګستان) حکومتونو تر منځ اړیکی خرابی شی نو همدغه حکومتونه یی زور له بی چاره مهاجرینو څخه ووباسی او په هغوی فشار راوړی، یا یی زندا نی کړی چی زندا نی وی مړ یی کړی  همدا رنګه کله  یی په کورونو حملی وکړی او یا یی لاسونه ور بسته کړی له پولی یی واړوی.

نو افغان مهاجرین باید څه وکړی؟

دی سوال ته به سم ځواب پیدا کول زما له قدرت لری کار وی، خوزما  په فکر  که لاندی کارونه تر سره شی کیدلای شی افغان مهاجرین چی به ایران او پاکستان کی ژوند کوی لږ د سا اخیستلو موقع تر لاسه کړی.

لومړۍ باید د افغان مهاجرو مسله او  مشکلات  د افغانستان حکومت د ګاونډیو حکومتون سره  د دیپلوماتیکو چاینلونو له لاری  حل کړی، او د افغانستان حکومت د ایران او پاکستان حکومتونه  قانع کړی او ورته وښی  چی کوم خنډونه یی  په مخکی پراته دی چی د مهاجرو ستانیدل ټکنی کوی.او بیا د هغه خنډون د لری کولو لپاره په ګډه کار وکړی تر څو دواړه خواوی له د مشکل څخه خلاصی شی.

دوهم باید د افغان مهاجرو مشکلات چی په ایران او پاکستان  کی ورسره مخ دی  د کابل  حکومت  نړیوالی ټولنی ته   هم د ډیپلوماتیکو لارو څخه وړاندی کړی او له هغو څخه یی د حل په  لارو کی کومک وغواړی او هغه داسی  چی یا نړیواله ټولنه د مهاجرو خپل هیواد ته د راستنیدلو د  شرایطو په برابرولو کی ورسره  مرسته وکړی( لکه ورته د کورونو جوړول، د ښونځیو او روغتیا یی اسانتیاو برابرول او داسی نور)  او یا دا چی نړیواله ټولنه پر ایران او پاکستان فشار راوړی تر څو افغان مهاجرین نور ونه کړول شی .

دریم دا، کله چی ایران او پاکستان ضرب الاجلونه او  نیټی د افغان مهاجرو لپاره  ټاکی  او مهاجرو ته  وایی  چی تر دی نیټی وروسته به  مهاجر ووباسو اسانه خبره هم نه ده او دا کار  د ایران او پاکستان پلار هم  نه شی تر سره کولای چی  له یو سره یی  وشړی. نو ځکه د  د افغان مهاجرین دی  مسلی ته ډیر فکر هم نه  کوی. دا ځکه چی د ټولو مهاجرینو وباسل یو دنیا لوجستکی کار او مصرف غواړی او دا  د ایران او پاکستان لپاره اسان کار هم نه دی او دا کار دوی په هیڅ وجه نه شی کولای دا ځکه چی  لومړۍ دوی دومره پولیس له کومه ګړی ورپسی دومره قضیان چی افغان مهاجر محکمه کړی او بیا به دومره ترانسپورت  له کومه کړی چی سرحد ته یی انتقال کړی. هو دا  کیدلای شی چی  ځینی  افغان  مهاجر د پولیسو لخوا وځورول شی او یو څو پیسی تر واخستل شی  همدا رنګه څو کسان چی هغه به زرو نفرو  ته هم نه رسیږی د پاکستان او ایران حکومتونه ونیسی او له پولی هاخوا یی اړولی شی.

نتجه دا چی هغه افغان کډوال که سیمه یی په امن کی وی او په خپل هیواد کی یی ګوذره کیږی په خپله خوښه  خپل هیواد ته راستانه شی ښه خبره ده او که داسی نه وی او په خپل هیواد کی یی  ژوند نه کیږی،  نو ډیر به  دی ته فکر هم  نه کوی چی ایران او پاکستان به تاسو ټول په زور ووباسی هغوی خو غواړی ولی ددی توان نه لری، نه مو شی باسلی  خپلی سری سترګی مزی کوی دغه هم د الله ج خاوره ده او تاسو هم د الله ج بنده ګان یاست .

په اخر کی د لوی خدای ج څخه غواړم چی لومړي د په افغانستان کی دا اوږده جګړه پای ته ورسیږی او بيا د خدای ج زما په ګډون ټول افغان مهاجر هغه که په جنتونو کی وی او یا په دوزخونوکی   بیرته خپل هیواد ته ستانه کړی او په خپل هیواد کی یی چاره جوړه کړی.

مننه

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حامد کرزی بتاریخ ۲۶ اګست به پاکستان سفر می کند
    • نواز شریف جانشین پرویز اشفق کیانی را تعیین می کند
    • د خوست ولایت د سیلاوونو او بارانونو په اړه ددې ولايت مقام د ژورې خواشينۍ او ډاډګیرنې پيغام
    • له هیواده بهر میشتو افغانانو د اختر ورځ ولمانځله
    • آلمان اطلاعات بی سیم افغانستان را در اختیار امریکا قرار داده است
    • حامدکرزی د پغمان او شکردرې په ولسوالیوکې د وروستیو سیلاوونو له امله پر رامنځته شویو ځاني تلفاتو او مالي زیانونو خواشینی شو
    • مهاجرین غیر قانونی در یونان دست به اعتراضات خشونت آمیز زدند
    • رهبر القاعده به زندانیان این گروه در عربستان سعودی وعده آزادی داد
    • د کونړ په ولایت کې د “ناموسي وژنو” په اړه خبرداری
    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد