Posts | Comments | E-mail /

په ميدان وردګو ولايت کې ديو پارک جوړيدو چارې پيل شوې

Posted by on Jun 30th, 2012 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

میدان ښار:- د میدان وردګو په مرکز میدانښآر کې د دعامې روغتیا او پوهنې ریاستونو ترمخې د ښارالۍ دانکشافي بودجې څخه د یو تفریحي پارک چارې پيل او همدارنګه دښاروالۍ لخوا دمیدانښآر داوبو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دښاروال انجینیر محمود په ویناء د غه تفریحي پارک په….. جریبه ځمکه کې چې (۶۷۵) مترو په اوږدالي،د درې مترو په لوړوالي احاطوي دیوال او کټارۍ هم لري د ښاروالۍ د(۳۸۱۴۳۶۰) میلیونو انکشافي بودجې څخه په څلور میاشتو کې په اساسي او پاخه ډول جوړیږي ،دښاروال په وینا چې په دغه پروژه کې به تر ډيره دسیمې دتیږو څخه کار واخیستل شي او هم هره ورځ په دغه پروژه کې نژدې (۵۰) تنو ښاریانو ته دکار زمینه برابره شي.

همدارنګه د يوبل خبر له مخې ميدانښآر ته دپاکو اوبو پروژې چارې بشپړې او په کار يې پيل وکړ.

دښاروال په وینا چې په ښار کې دپآکو اوبو دنشتوالي له امله کورنۍ او دولتي ادارې دډيرو ستونزو سره مخ وي چې دوی وتوانیدل چې په دريو میاشتو کې داوبو هغه څاګانو او زیرمو ته چې د میدانښآر دګوټکۍ کلي کې کیندل شوې وی بریښنا لینونه وغزوي او وروسته دغه پروژه د اساسي بیارغاونې وروسته چې په ولایت کې ټولو دولتي ادارو،هټيوالو او نژدې(۸۰۰) کورنیو ته به ترې یومیاشتې پورې پآکې اوبو بمبي د پرمختللو میټرونو دځای پرځای کیدو ورسته ورسوي او په راتلوونکي کې به دښار نورو ښارګوټو ته هم نوموړې د اوبو رسولو پروژه ورسیږي چې نژدې دښاروالۍ (۲۰) میلیونه افغانۍ انکشافي بودجې لګښت به پرې راشي.

همدارنګه ښاروال وویل چې اوسمهال ددغو اوبو څخه ځینې ادارې دکرنیزو بوټو داوبوکولو لپاره هم اسفاده کولای شي خو دښار دشین کولو او بڼو دخوړوبولو لپاره ښارته یوه پروژه ترلاس لاندې لري چې په په راتلوونکي یوه میاشت کې به بشپړه شي.

د ولایت والي محمد حلیم فدايي دپروژو دپرانیستلو پرمهال له اړونده ادارو څخه وغوښتل چې د پروژو په پلی کولو کې ګړندي ګامونه واخلي او هغه کومې پروژې چې ګټې اخستنې ته سپارل کیږي سالمه ساتنه ترې وکړي

ښاغلي فدایي وویل په میدانښآر کې موږ دوه اساسي ستونزې درلودې چې یوه د اوبو او بله دبریښنا نشتوالی وو چې له نیکمرغه موږ د خپلو لومړیتوبونو د ټاکنې وروسته اوس په دې بریالي شوو چې دغه دواړه ستونزې اوس حل کړو.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • مهاجرین غیر قانونی در یونان دست به اعتراضات خشونت آمیز زدند
    • رهبر القاعده به زندانیان این گروه در عربستان سعودی وعده آزادی داد
    • د کونړ په ولایت کې د “ناموسي وژنو” په اړه خبرداری
    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد
    • پاپ فرانسیس رهبر کاتولیک های جهان عید فطر را به مسلمانان جهان تهنیت عرض داشت
    • کشته شدن دو تن از اعضای ایرانی گروه طالبان در ولایت فراه
    • افغانستان خواهان ایجاد دفتر مذاکرات صلح با طالبان در افغانستان است: وزارت خارجه
    • دخوست ولایت د پنځه کلن ستراتيژيک پلان په چوکاټ کې د١٣٩٢ او ١٣٩٣کالونو انکشافي پلانونه وڅيړل شول
    • خروج عساکر بلغاریا از افغانستان
    • تنزیل نیروهای امریکائی از 68000 به 60000 طی یک ماه گذشته