Posts | Comments | E-mail /

ريښتيا كوم دي؟

Posted by on Jun 30th, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

عزيز چوپان

كه چېرې زموږ د تلويزيونونو، په ځانګړې توګه خصوصي تلويزيونونو خپرونې وجاجول شي، نو دينې خپرونې خو په كې په اوړو كې د مالګې په اندازه وي، خو په دا پاتې خپرونو كې تر څه بريده د كتو شي ګردي ميزونه دي، هغه په دې چې څوك په كې ريښتيا وايي څوك په كې دروغ، څوك په كې پر احساساتو ولاړ قضاونونه كوي او څوك بيا د يو څه تدبير نه كار اخلي او هسې باد نه پيمانه كوي.

هغه بله ورځ درې كسه د يوه تلويزيون په يوه ګردي مېز كې سره راټول وو او په دې كې اصلي بحث د پاكستان پر مداخلاتو و؛ غوسه خو ورته د دريو واړو راتله خو د يوه استدلال دا و چې پاكستان اوس يو اتومي او قابل حساب نظامي قوت دى، نو په كار دا دي چې ورسره په احتياط چلند وشي او دوه نورو شين زور چلاوه. په دوى كې د يوه استدلال دا و چې د دفاع وزير ته يې دوه سوه زره عسكر په لاس وركړي دي، او په دې كې هم يو د كونړ د خلكو دفاع نه شي كولاى، ما ته دې دوه سوه زره پشياني (پيشوګاني) په لاس راكړي، كه مې پر پاكستان سجده ونه كړه نو…

ريښتيا خبره دا ده چې دغو لاوو باټو ما ته هم تر څه بريده خوند راكاوه او ښايي ډېرو نورو كتونكو ته به يې هم خوند وركړى وي؛ ځكه هغه د شاعر خبره:

نه تنها مى پرستان اند از زاهد دل آرزده

دل تسبيح هم از دست او سوراخ سوراخ است

له پاكستانه خو د هر افغان زړه سورى سورى دى، دغسې له ايرانه او دغسې له نورو تيري كوونكو؛ خو خبره دا ده چې له دې ټولو واقعيتونو سره سره په كار دا دي چې په خپلو قضاوتونو كې نه له افراطه كار واخلو او نه تفريطه، په دې معنا، چې د پاكستان قوت او موقعيت تنه دومره ناليدلي نيول په كار دي، لكه زموږ يو شمېر احساساتي شنونكي چې په يوه تلويزيوني شبكه كې د يوه ميز تر شا كښيني او له واره اسلام آباد هم فتح كوي، او نه هم دومره تفريط چې زموږ د دولت اوسنى پر ډار ولاړ دريځ هم توجيه كوي؛ د كونړ ولايت څو ولوسوالۍ لوټه لوټه شوې، خلك ووژل شول، د خپلو كورونو پرېښوولو ته اړ شول، خو دولت خبر هم نه دى، او چې كله خبر شي، نو بيا په ډېره سړه لهجه وايي چې پاكستان دې له دې كاره لاس واخلي، او كه نه موږ به ملګرو ملتونو ته شكايت وكړو؛ خو په مقابل كې يې پاكستان وايي چې موږ او داسې كار! دا خو تاسې ياست چې دا كار كوئ، دا خو له افغانستانه طالبان راځي او زموږ عسكر وژني. د دې خبرې معنا بيا دا ده چې دا خو افغانستان دى چې طالبان روزي او بيا يې د ورانكارۍ له پاره پاكستان ته را استوي.

دا نو بيا هغه زموږ د كابل د ورونو په اصطلاح (بگيرش كه نگيرت) ته پاتې كېږي، زموږ ډېرى شنونكي چې پر امريكا ډېر مين دي پاكستان د امريكا پر وړاندې په ګونډو بولي او وايي چې نن دى كه سبا دى، داملك د زرغون شاه دى، پاكستان د تجزيي پر پوله ولاړ دى، د انحلال او اضمحلال پر پوله ولاړ دى، ريښتيا خو دا دي چې پاكستان له پيله يو مصنوعي ملك دى، خو دې ته هم پام كول په كار دي چې دې مصنوعي هېواد تر اوسه پورې چې پينځه شپيه كاله يې له جوړيدو تيريږي، دوام وكړ،  سره له دې چې دې هېواد په 1948-1965 او 1971 كې درې ځله له هند سره جګړه وكړه، سره له دې چې په 1971 كې تجزيه هم شو او ختيځ پاكستان د بنګله ديش په نامه د يوه نوي هېواد په توګه سر راپورته كړ. خو بيا هم پاكستان كاملاً مضمحل  نه شو او نن يې د نړۍ د يوه اتومي هېواد په توګه سر راپورته كړ؛ او په نظامي ډګر كې يې د پام وړ پر مختګ وكړ. د دې علت دا دى چې پاكستان په اصطلاح خاوند لري،كه چيرې پاكستاني سياستوال په چور لګيا دي، خو هغه قوت چې د پاكستان ساتنه خپله دنده بولي، لګيا دي له ممكنه لارو د پاكستان د بقا او سلامتيا له پاره كار كوي، كه چېرې هغه عوامل چې د پاكستان بقايي تضمين كړى ده له منځه ولاړ شي، طبيعي خبره ده چې د پاكستان اوسني څلورو ايالته به په طبيعي توګه ويشل كېږي، دا خو لا څه چې امريكا هڅه كوي، ګوادر د چين له ګوتو وباسي او خپله پرې خېټه واچوي، يا د بلوچستان پر زيرمو منګولې ښخې كړي.

ريښتيا خو دا دي چې زموږ يو شمېر شناندي د امريكا په باب ډېر غلط قضاوت كوي او له امريكا نه ډېره بيځايه تمه كوي، موږ له امريكا نه هغه تمه كوو چې كله به مو هم هغه خوب عملي تعبير پيدا نه كړي، امريكا د افغانستان د ابادولو او د افغانانو د سوكالۍ له پاره نه ده راغلې، بلكې نه يواځې په افغانستان، بلكې په دې ټوله سيمه او بلكې په ټوله آسيا كې د خپلو ډېرو پراخو ستراتيژيكو اهدافو د تعقيب له پاره راغلې؛ نه دا چې موږ د پاكستان يا ايران يا بل بلوسګر له خونړيو پنجو نه وژغوري. پر موږ دا څلور لسيزې انقلاب روان دى، خو لا هم د سيمې او نړۍ د حالاتو د يوه سهي او ريښتني انځور له واكه عاجز يو.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • مهاجرین غیر قانونی در یونان دست به اعتراضات خشونت آمیز زدند
    • رهبر القاعده به زندانیان این گروه در عربستان سعودی وعده آزادی داد
    • د کونړ په ولایت کې د “ناموسي وژنو” په اړه خبرداری
    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد
    • پاپ فرانسیس رهبر کاتولیک های جهان عید فطر را به مسلمانان جهان تهنیت عرض داشت
    • کشته شدن دو تن از اعضای ایرانی گروه طالبان در ولایت فراه
    • افغانستان خواهان ایجاد دفتر مذاکرات صلح با طالبان در افغانستان است: وزارت خارجه
    • دخوست ولایت د پنځه کلن ستراتيژيک پلان په چوکاټ کې د١٣٩٢ او ١٣٩٣کالونو انکشافي پلانونه وڅيړل شول
    • خروج عساکر بلغاریا از افغانستان
    • تنزیل نیروهای امریکائی از 68000 به 60000 طی یک ماه گذشته