Posts | Comments | E-mail /

د خوست ولایت په ازادۍ مېنه کې دانجونو دښوونځي دبنسټ ډبره کېښودل شوه

Posted by on Jun 29th, 2012 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

خوست (واکمن) د چنګاښ دمياشتې په  ٨نېټه دپنجشنبې په ورځ دخوست  ښاراړوند ازادۍ مېنه کې دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي لخوا د١٦ميليونه ،٤لکه ،٩١زره ، څلورسوه افغانيو په ارزښت دمخدره موادوپرضددمبارزې دوزارت دGPI څانګې په  مالي لګښت دانجونو دلومړني ښوونځي دبنسټ ډبره ديولړځانګړو مراسموپه ترڅ کې کېښودل شوه ،هغه مراسم چې په همدې موخه جوړ شوي و،دخوست والي ترڅنګ په کې   دولايتي شورا رئيس ښاغلي داودشاه مکين زوى ،دمخدره موادو پرضددمبارزې رئيس ميرناګل تڼيوال ،دپوهنې مرستيال مطيع الله فضلي ،دښځوچارو رئيسه اغلې خاوراميني اودازدۍ مېنې ګڼ شميرمستحقو اوسيدونکو ګډون کړى وو.

مراسم دمولوى صاحب محمد اشرف لخوا دقرانکريم دمبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شول ورپسې دمخدره موادو پرضددمبارزې رئيس ښاغلي ميرناګل تڼيوال خبرې وکړې نوموړي دمخدره موادو دوزارت دهغه بودجې دلګښت په اړه معلومات وړاندې کړل چې خوست ولايت ته ورکړل شوې ده دنوموړي په خبره چې خوست دامهال دافغانستان په کچه لومړنۍ ولايت دى چې ديادې بودجې څخه په اغيزمن توګه ګټه پورته کوي ښاغلي تڼيوال داهم وويل چې څو ورځې وړاندې په پلازمينه کې په همدې تړاويوملي کنفرانس جوړ شوى وو چې دکنفرانس دټولو ګډونو الواوپه ځانګړې توګه مخدره موادوپرضددمبارزې وزارت مشرتابه دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي له ښوکړنو ،غوره پلانونو يادونه اوتقديروکړ اونوموړى يې دافغانستان په کچه هغه والي يادکړ چې دياد وزارت دتګ لارو ،کړنلارو اوپروګرامونوپه پلي کيدوکې يې په اغيزمنه توګه خپله دنده په ښه توګه سرته رسولې ده.

دپوهنې رياست مرستيال الحاج مطيع الله فضلي په ازادۍ مېنه کې ددغه ښوونځي جوړيدل يوه ښه لاسته راوړنه ياده کړه چې ددغه ښوونځي په جوړيدوسره  به دانجونو زده کوونکوستونزې هوارې شي اوزده کوونکې به په ښه توګه وکولى شي  په مناسب چاپيريال کې زده کړې وکړي دده په خبره دهرښوونځي په جوړيدوسره دناپوهيودروازې تړل کيږي ښاغلي فضلي دمعارف دودې اوپرمختګ لپاره دخوست والي دځانګړې پاملرنې څخه خوښي څرګنده کړه.

حاجي منډيربياد ازادۍ مېنې دمستحقينوپه استازيتوب وويل ډير دخوښۍ اوخوشحالۍ ځاى دى چې دبيارغونې دډيرو پروژو په لړکې يوځل بيا په دغه مېنه کې چې دغاصبينوپه وړاندې دمبارزې لومړى سنګردى د انجونودښوونځي دبنسټ ډبره کېښودل کيږي چې په دې سره به دعلم اوپوهې ډيوه نوره هم بله شي نوموړي زياتوله چې دازادۍ مېنه اوسيدونکي به ډير ژردخپلو ودانيو دجوړيدو چارې بشپړې کړي نوولايتي اداره اومرسته کوونکې ټولنې بايد ددغه مېنې داوبواوبرق دستونزې په هواري اوديوشميرنورمهمو پروژوپه پلي کيدوورسره مرسته وکړي.

دولايتي شورا رئيس الحاج داودشاه مکين زوى دبيارغونې په لړکې دانجونو دښوونځي جوړيدل بله هغه لاسته راوړنه وبلله چې دولايتي ادارې دپرلپسې هڅوپه نتيجه کې يې دخوست ولسونه ترلاسه کوي ده وويل چې دازادۍ مېنې ساحه دوه کاله وړاندې دځمکو دغاصبينو ترولکې لاندې وه چې دولايتي ادارې دقوي هوډ اومبارزې په پايله کې له غصب خلاصه شوه او اوس مهال په کې دښوونځيو ،سرکونو اوښکلو ودانيو دجوړيدو چارې روانې دي .

خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي په خپله ويناکې په ازادۍ مېنه کې دانجونو لپاره دلومړني ښوونځي دجوړيدوپه تړاو دخوست ټولو شريفو ولسونوته مبارکي ورکړه ده وويل دغه ښوونځي دمخدره موادو پرضددمبارزې دوزارت GPIڅانګې په مالي لګښت سره د١٦ميليونه ،٤لکه ،٩١ زره څلورسوه افغانيوپه ارزښت په دوه پوړونوکې په اساسي توګه جوړيږي چې ١درسي خونې ،لس بابه تشنابونه او د٣٨٠مترو اوږدوالي په اندازه به څلورديوالي هم ولري چې دجوړيدو کارونه به يې ديوکال په اوږدوکې پاى ته ورسيږي.نوموړي وويل چې ددغه ابتدائيه ښوونځي په جوړيدو سره به دمعارف دپرمختګ په ډګرکې نورې اسانتياوې هم رامنځته شي او دښځينه زده کوونکوپه وړاندې به ډيرې پرتې ستونزې هوارې شي.

ښاغلي نعيمي دپوهنې پرمختګ اوپه دې لاره کې هلې ځل کول دملت جوړونې اوهېواد جوړونې لپاره غوره کړنې يادې کړې اوپه ټولو ديني علماو،قومي مشرانو،مدني ټولنو ،مطبوعاتو بلکې ټولو بنسټونو باندې يې غږ وکړ چې ددغه ولايت په مرکز او ولسواليوکې دپوهنې دپرمختګ سره مرسته وکړي دده په خبره لکه څرنګه ولايتي اداره ٩٠سلنه خپله بودجه دمعارف د ودې اوپرمختګ په لاره کې په لګښت رسوي نودپرمختګ اودغه پوهنيز بدلون بايدهراخيزه ملاتړ وشي.ترڅو دپوهنې په پرمختګ سره په دې هېواد کې دسولې ،امن ،ثبات ،پرمختګ اوبيارغونې بهيرونه ګړندي شي او ولسونه دنيکمرغه ،هوسا او سوله ييز ژوند څخه برخمن شي.

خوست والي دپوهنې رياست مسوولينوته سپارښتنه وکړه ترڅودپوهنې په سيستم کې دشته ستونزو په هواري باندې عاجل اقدام وکړي ،دبې پروايۍ ،غفلت اويانورو هغه غيرې قانوني کړنو مخه ونيسي چې دپوهنې دپرمختګ په وړاندې جدي ګواښ بلل کيږي ده وويل که چيرې دپوهنې په رياست کې دشته ستونزو مخنيوى ونه شي مسوولين به ترجدي پوښتونو ،څيړنو اوپلټنولاندې ونيول شي همداشان نوموړي ټينګاروکړ چې ټول ښوونيز،روزنيز اوعملي مرکزونه بايددمنل شويو معيارونوپه اساس خپلې کړنې ترسره کړي.

په دغه مراسمو کې دبې بې حليمې عالې ليسې زده کوونکو لخوا داسې يوه ملي ترانه هم وويل شوه چې له ولسونويې غوښتنه کړې وه ترڅو دځوان نسل په ښوونه او روزنه کې فعاله برخه واخلي.

دجوړو شويو مراسمو په پاى کې خوست والي چې ګڼ شميردولتي اوغيرې دولتي شخصيتونويې ملتياکوله دانجونو دښوونځي دبنسټ ډبره کېښودله ،دغه مراسم هېوادته دسولې ،امن ،پوهنيز پرمختګ اوترقۍ په دعاسره پاى ته ورسيدل.

ديادونې وړده چې څو ورځې وړاندې په ازادۍ مېنه کې دهلکانودښوونځي دجوړيدو دبنسټ ډبره هم کېښودل شوه.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • مهاجرین غیر قانونی در یونان دست به اعتراضات خشونت آمیز زدند
    • رهبر القاعده به زندانیان این گروه در عربستان سعودی وعده آزادی داد
    • د کونړ په ولایت کې د “ناموسي وژنو” په اړه خبرداری
    • وزارت خارجهٔ امريكا عاملان كشتار مردم عراق در روز عيد فطر را دشمنان اسلام قلمداد کرد
    • پاپ فرانسیس رهبر کاتولیک های جهان عید فطر را به مسلمانان جهان تهنیت عرض داشت
    • کشته شدن دو تن از اعضای ایرانی گروه طالبان در ولایت فراه
    • افغانستان خواهان ایجاد دفتر مذاکرات صلح با طالبان در افغانستان است: وزارت خارجه
    • دخوست ولایت د پنځه کلن ستراتيژيک پلان په چوکاټ کې د١٣٩٢ او ١٣٩٣کالونو انکشافي پلانونه وڅيړل شول
    • خروج عساکر بلغاریا از افغانستان
    • تنزیل نیروهای امریکائی از 68000 به 60000 طی یک ماه گذشته