Posts | Comments | E-mail /

داداري فساد دمخنيوي ترسرليک لاندې جوړ شوي دوه ورځني سيمينار پريکړه ليک

Posted by on Jun 29th, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

 

په خوست کې دولايت مقام په ځانګړې لارښوونه (داداري فساد دمخنيوي) ترسرليک لاندې جوړه شوى دوه ورځنى سيمينارچې دچنګاښ دمياشتې په ٧نېټه پيل شو،په دغه سيمينارکې دملکي ادارو مسوولينو،د ولايتي شورا غړو،دسولې دولايتي کمېټې استازو، دعلماوو شورا غړو،دامنيتي ،عدلي ،قضايي ارګانونو منسوبينو،ولسوالانو،ديني علماوو،قومي مشرانو،دپوهنتون استادانو،مدني ټولنوفعالينو،دمرستندويه ټولنو نماينده ګانو اودرسنيو استازوپه ګډون سره نن دچنګاښ دمياشتې په ٨نېټه پاى ته ورسيد چې ددغه سيمنيارټول ګډونوال داداري فساد دبدنامې پديدې دمخنيوي پرضدپه ديارلسو(١٣) مادوکې لاندې پريکړه ليک صادروي.

لومړى: مونږ دسيمينارټول ګډونوال دافغانستان اسلامي جمهوري دولت دجمهور رئيس جلالتماب حامدکرزي له ټولو هغه ملي کړنلارو ،تګ لارو او اهدافو څخه په ټينګه ملاتړکوو  چې په ملي کچه يې دغوره حکومتدارۍ دبنسټونو دتقويت ، سيمه ييز حاکميت دټينګښت  ،سالمې ادارې دجوړښت اوپه ادارو کې    دفساد دمخنيوي لپاره يي په لاره اچولي دي ،  چې دهېواد له  دريو ګونو قواوو سره په دې وروستۍ فوق العاده ناسته کې يې هم پرې ټينګار وکړ.

دوهم:دجوړ شوي سيمينارټول برخوال داداري  فسادپرضد دولايتي ادارې روانه  مبارزه ستايي ،غوښتنه کوو چې ددغه ناوړه پديدې په وړاندې مبارزه بايد نوره هم جدي اوګړندۍ شي  ټول هغه کسان چې په  فساد کې ښکيل دي ونيول شي اودعدالت منګولوته وسپارل شي. ولايتي ادارې مکلفه ده چې ديوې سالمې ادارې او  په اداري سيستم کې دسمون د رامنځته کېدو لپاره لازيات  لازم تدبيرونه ونيسي. ادارې  خپل اجراءت  په بشپړه بې طرفۍ اودقانون له حکمونوسره سم عملي کړي.

دريم:دسيمينارټول ګډونوال په ټولو مرکزي اوسيمه ييزو ادارو کې دغه ناروا کړنې لکه ( رشوت ،اختلاس،دسندونوسرقت ،درسمي پاڼواواسنادو غيرمجازاتلاف،دقانوني واک له حدودوڅخه تېرى،له وظيفوي موقف څخه ناوړه ګټه اخيستنه،دعدالت دتطبيق په بهيرکې خنډاچول ،په شخصي چاروکې له  دولتي امکاناتواو رسمي وختونوڅخه ګټه اخيستنه،له قانوني عذرڅخه پرته له دندې څخه ډډه کول   ،دحقيقت  پټول ،دشتمنۍ غيرقانوني زياتيدل،دسندونو تزوير  ،په ادارو کې سمتي ،ګوندي ،ژبني توپيرونه   او ورته  نورې غيرې قانوني کړنې په ټينګه غندو اودغه ډول کړنې ديوپياوړي نظام په وړاندې  جدي ګواښ بولو  په  مسوولو ارګانونوباندې غږ کوو چې داداري فساد ددغه رېښوپه له منځ وړلوکې جدي اوقانوني اقدامات ترسره کړي.

څلورم: دسيمينار ټول ګډون کوونکي غږ کوي چې  ټول ملکي ،امنيتي ،کشفي ،نظامي ،عدلي  اوقضايي ارګانونه بايد دقانون دحاکميت ترچتر لاندې خپل مسووليتونه وپيژني اوپه بشپړه توګه بايد په خپلو کړنو او اجراءتوکې دقانون تطبيق ته درناوى اوپاملرنه وکړي  هيڅ څوک له قانون څخه بهترندي  بلکې ټول دقانون  په وړاندې مساوي حقوق او وجائب لري غوښتنه کوو چې ټول ادارې او ارګانونه بايد دقانون دتطبيق په خاطر داداري مفسدينو،غاصبينو، ويجاړونکو قرارداديانو،مافيايي کړيو،ورانکاره ډلو،غلو،قاتلينو،قاچاق کوونکو،غيرې قانوني کمېشن کارانو بلکې ټولو هغه مجرمينوپه وړاندې چې دقانون دحاکميت په وړاندې خنډونه پيداکوي په جديت اوقاطعيت سره مبارزه وکړي .

پنځم: مونږ له مرکزي حکومت او نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو ترڅو دخوست ولايت په مرکز او ولسواليوکې دټولو ملکي ،امنيتي ،کشفي ،نظامي  ،عدلي اوقضايي ارګانونو په اکمال ،تجهيزاوپه دغه ارګانونوکې دظرفيت لوړونې په موخه اساسي اوهراخيزه مرسته وکړي   او ددغه ارګانونو لپاره دپلان اونقشې سره سم دتاسيساتوپه جوړيدوکې بنسټيزه کومک  وکړي  چې دغه کارکولى شي دادارو دپرمختګ  اوسمون په وړاندې دډيروننګونومخنيوى وکړي همداشان دقانون څخه دپوهاوي ،دقانون دحاکميت په برخوکې بايد اړين ،مهم او اساسي ورکشاپونه اوسيمينارونه جوړ شي ترڅو ټولې ادارې اوارګانونه په بشپړه توګه  دقانون دتطبيق لپاره چمتوشي.

شپږم: مونږ له ټولو ولسوالانو غوښتنه کوو چې په خپلو ولسواليوکې دسيمه حاکميت دټينګښت ،سالمې ادارې د اساساتو دپياوړتيا اودخلکودباور دترلاسه کولولپاره غوره خدمتونه ترسره کړي اوپه سيمه ييزو اداروکې بايد دبشپړې همغږۍ فضاء رامنځته کړي ،مرکزي حکومت اونړيواله ټولنه بايد دحکومتدارۍ دوروستي خط چې هغه ولسوالي ده ټولې ادارې فعالې اوپياوړي کړي اوپه دې برخه کې هراخيزه همکاري اوملاتړ وکړي ترڅوپه رېښتنې توګه دملي حاکميت په چوکاټ کې سيمه ييزه حاکميت ټينګښت ومومي اودهرډول فساد مخنيوى وشي.

اووم:له ټولو کشفي ارګانونو غوښتنه کوو چې ټولې هغه کړۍ پيدا اونيسي کوم چې  ددغه  ولايت  دپرمختګ ،ترقۍ امن ،سولې ،ثبات ،سالمې ادارې ،قوي حکومتدارۍ او بيارغونې په وړاندې خنډونه پيداکوي اوپه ادارو کې يې داداري فساد،غيرې قانوني کميشن کاريو،غصب ،تهديد،فشارونو اونورو غيرې قانوني کړنو رېښې کړې اوسرچينه يې جوړې کړې دي،که مسوول ارګانونه   يادې کړۍ ونيسي په لويه کچه په اداروکې سمون رامنځته کيږي اوداداري فسادمخه نيول کيږي.

اتم:دسيمينارټول ګډونوال له نړيوالې ټولنې غواړو ترڅوپه خوست ولايت کې دسيمه ييزو رسنيو هراخيزه ملاتړ وکړي اوپه  دغه عرصه کې دظرفيت لوړونې لپاره اساسي  اولازمي همکارۍ وکړي ځکه چې رسنۍ دقانون دحاکميت څخه دپوهاوي په خاطرپه عامه افکاروکې غوره بدلون رامنځته کولى شي  ،همداراز ټولې رسنۍ بايد دواقعيتونوپه اساس ولاړ راپورونه اوخبرونه خپاره کړي،ټول مطبوعات بايددملي ګټو دخونديتوب ،ارزښتونو دساتنې اودخلکو دعامه پوهاوي لپاره کاروکړي اوهره رسنۍ بايد دخپلو خپرونو په چمتوکولوکې دقت ،معيارونو،منل شويو اصولو اوملي ګټوته درناوى وکړي ددې ترڅنګ بايد داداري فساد دمخنيوي لپاره غوره پروګرامونه په لاره واچوي.

نهم: مونږ له ټولو ديني علماوو،قومي مشرانو ،نفوذه لرونکوشخصيتونو ،استادانو ،محصلينو،ښوونکو ،زده کونکو،خبريالانو ،مدني فعالينو،کارپوهانواو ولسونو غواړو  چې په اسلامي اوملي مسووليت سره  دټولنيزو منازعاتو ،اداري فساد ،اجتماعي فسادونو ،ناروا اخلاقي کړنو،ناروا دودونو بلکې ټولو هغه کړنوپه وړاندې چې داسلام دمقدس دين اونافذه قوانينوسره په ټکرکې دي  په ولسي قوت سره په داسې کمپاين کې برخه واخلي چې په بشپړه توګه دهرډول فساد مخنيوى وکړي ،اوهم په دې تړاو دخپلو امنيتي اوکشفي ارګانونوسره خپله همکاري ژوندۍ وساتي ترڅوپه ټولنه کې دداډول ويجاړونکو فسادونومخه هم  ونيول شي.

لسم :په ادارو کې دسمون اومثبت بدلون لپاره بايددمکافاتو اومجازاتو اصل په رېښتنې توګه تطبيق شي هغه مامورين چې   خپلې ورسپارل شوې دندې   په صداقت ،رېښتنولى ،ايماندارۍ اوبشپړمسووليت سره سرته رسوي بايدمکافات شي اوهغه چې په دندوکې غفلت ،بې پروايي اوغيرې قانوني کړنې ترسره کوي په جدې توګه مجازات شي ؛ اودادارو ټول مسوولين بايد په خپل منځ کې دبشپړې همکارۍ اوهمغږۍ روحيه پياوړي کړي چې دغه ډول نيک او اصولي اقدامات داداري فساد جرړې وباسي همدا راز دافغانستان دملکي خدمتونو اواداري اصلاحاتو خپلواک کميسيون اوټولې مرکزې ادارې بايد په مرکز او ولايتونوکې دمامورينوپه ګمارنه کې لياقت ،استعداد،وړتيا،اهليت  ته جدي توجه وکړي ،کاربايد اهل کارته وسپارل شي چې په دې سره به هم دډيرژور فساد مخنيوى وشي.

يوولسم: مونږ دسيمينارټول ګډونوال له مرکزي ادارو ،خپلواکو رياستونو،ملي شورا اونورو ملي بنسټونوڅخه غوښتنه کوو چې دقانون ماتوونکو،غاصبينو،مافيايي کړيو اوټولو هغه ډلوچې غواړي دغلطومعلوماتو اوناروا تبليغاتوله لارې دنظام د پياوړتيابهيرته  ضربه وارده کړي ، خبرو،راپورونو ،ناسمومعلوماتو ته غوږ ونه نيسي بلکې له دې وړاندې خپله دسيمې له مسوولې رهبرۍ ،ولايتي شورا،دسولې دولايتي کمېټې ،علماوو شورا ،امنيتي ،کشفي ،نظامي ،عدلي اوقضايي ارګانونوسره مشوره وشي ،پوښتنه وشي بياوروسته په دې برخه کې لازم اقدامات ترسره شي، ځکه چې په خوست کې  يوشميرخلک دخپلو شخصي ناروا ګټو دساتلوپه موخه مرکزي اداروته غلط معلومات ورکوي غواړي له دې لارې خپلې شخصي ناروا ګټې خوندي وساتي  که مرکزي ادارې اوملي بنسټونه جدي توجه وکړي په واقعيت سره به عامه ګټې خوندشي.

دولسم: دپوهنې رياست ،دپوهنتون اداره اونور دولتي مرکزونه اوبنسټونه بايددځوان نسل دسالمې ښوونې ،روزنې اوفکري رغونې لپاره سالمه تګ لارې ولري ،ټولو هغه منل شويو معيارونو،اصولو ،رسمي وخت اومقرراتوته درناوي وکړي چې په واقعي توګه دپوهنيزبدلون سره مرسته کولى شي ،په دغه اداروکې کې بې پروايي کول،غفلت اوله قانوني څخه سرغړونې لوى جرم اوخيانت ګڼل کيږي او دغه ډول کړنې په ژوره توګه  په ټولنه کې د فساد رېښې پياوړې کوي ،مونږ دسيمينارټول ګډونوالوپه دغه ارګانونوکې دبې پروايۍ ،غفلت  اوغيرې قانوني کړنو جدي مخالفت کوي له مسوولو ارګانونو غوښتنه کوو چې په دې برخوکې جدي څيړنې ،پلټنې اوپوښتنې ترسره کړي.

ديارلسم: دننني سيمينارګډونوال په ټولو ملکي ،امنيتي ،کشفي اونظامي ارګانونو باندې غږکوي چې ټولو قراردادنونوته دتدارکاتودقانون مطابق پاملرنه وکړي اوپه قراردادونوکې دعدم شفافيت مخنيوى  وکړي ځکه چې په قراردادونوکې عدم شفافيت له يوې خوا اداري فساد دى اودبلې خوا هم له  ولس سره خيانت دى اوهم په دې سره دوګړو حقوق تلف کيږي.امنيتي ارګانونه بايددخپلو لوژيستکي موادو دقراردادنوپه برخه کې شفافيت رامنځته کړي اوپه داسې يوميکانيزم باندې کاروکړي چې په هغه کې دهېواد ،ولس او سولې دساتونکوحقوقوته زيان ونه رسيږي اوحقوق يې تلف نه شي بلکې دټولو قرارادادنوپه سردې جدي نظارت اوارزونه ترسره کړي ترڅو دفسادمخه ونيول شي.

پاى

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • حمله انتحاری شهر کابل را تکان داد
    • جمهوررئیس حامدکرزی پاکستان ته له دوه ورځني رسمي سفر وروسته، هېواد ته راستون شو
    • د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو لوﺉ ریاست موظفینو دوه تنه ځان وژونکي له واسکټونو سره ونیول
    • دحرمينوهندار دحج يونليک نهه شپیتمه برخه
    • د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د دغه وزارت د (( ۰۸۲ )) نمبر امر د تطبیق په اساس د میدان وردګو ولایت د امنیتي ځواکونو څخه د لیدنې او له کابل تر غزني ولایت پورې د لوﺉ لارې په اوږدو کې د نوو پوستو د جوړولو او د امنیت د لا ښه ټینګښت په موخه لیدنه وکړه
    • طی ۲۴ ساعت گذشته؛ ۲۷ شورشی طالب درچندین عملیات مشترک کشته شدند
    • پاکستان درخواست آزادی ملا برادر را نپذیرفت
    • ولسوال نام نهاد طالبان در کنر کشته شد
    • حامد کرزی کشتار انجنیران و کارمندان برنامه همبستگی ملی را شدیداً محکوم کرد
    • افغان او پاکستاني چارواکي نن بيا د سولې پر پروسې غږيږي