Posts | Comments | E-mail /

تنباکو خوله په اساسي توګه خرابوي

Posted by on May 31st, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

ژباړن  ابراهیم نعیمي

دغه سرلیک د ډنمارکي ورځپاڼې Politiken d.27.5.2012 څخه ژباړم:
د فروفیسورPetersen Poul Erik څیړونو ښودلي ده چې شراب او سګرت دخولې له پاره یوه ورانونکي مجموعه ده.
دا معلومه ده چې د سګرت څکول روغتیا ته ډیره صدمه رسوی. په کال کې تقریباً ۱۴۰۰۰ ډنمارکیان د سږو د سرطان او یا دزړه په ناروغتیاو مړه کیږي. د سګرټو څکول په خوله کې د سرطان ناروغې پیدا کوي.
فروفیسورPetersen Poul Erik برسیره پر نورو زده کړو، د سوسیالوجي او د غاښونو د ساتلو د نړیوال سازمان غړی هم دی.
 نوموړی وایي: ز ه د ټولنیز ژوند، د ژوندانه معیار او په خوله کې د ناروغیو تر مینځ اړیکې څیړم. کله چې د سګرټ څکولو څخه نوم اخلم، نو فوراً مې دی ته پام شي چې انسانان د څکولو په وخت کې د نورو وژونکو ناروغیو برسیره په خوله کې د سرطان وناروغی ته هیڅ پام نه کوي. ډیری کسان یوازې د سګرټو د څکولو په وخت کې دسږو د سرطان په هکله فکر کوي، خو د هیچا دی ته پام نه اوړی چې د څکولو په وخت لومړنۍ ځای چې ضرر ویني هغه د انسان خوله ده. د سګرټو څکول په خوله کې ډیرې منفې اغیزې ښندي.
فروفیسورPetersen Poul Erik علاوه کوي چې: په خوله کې منفي اغیزې عبارت دی د ژبې او شونډانو سرطان چې معالجه یې ډیره ستونزمنه ده. کله چې پورته ناروغۍ رامنځته شي نو بیله ځنډه ویلای  شو چې نوموړی کس اوږده موده سګرټ څکولی او شراب یي هم په لوړه پیمانه ورسره چښلي دي. څکول او شراب چښل یوه ډیر خراب ترکیب دي چې د ناروغی په رامنځته کولو کې ډیره اغیزه لري.
[1]Paradentose
دا ناروغی کیدای شي رامنځته شی بیله دی چې سړی سګرټ وڅکوی او یا شراب وچښي. دا ناروغې هغه وخت رامنځته کیږي چې غاښونه پاک ونه ساتل شی او پروخت یي معالجه ونه شي خوباید هیره نه وي چې په داسې حالاتو کې سګرټ او شراب په خوله کې دمیکروبونو د تکثر باعث ګرځي.
Paradentose په خپله یوه خطرناکه ناروغی ده ځکه چې د وریو ترمنځ رشتې تخریبوي، غاښونه سست او وروسته لویږي.

فروفیسورPetersen Poul Erik علاوه کوي چې: د Paradentose  ناروغی د خلکو په ټولنیز موقف پوري هم اړه لري. په دې مانا چې د لږو زدکړو او لږ درامد درلونکي خلک، له یوی خوا سګرت زیات څکوي او هم شراب ډیر څکي، خو د لوړو زده کړو خاوندان او ماړه خلک بیا دخپل روغتیایي حالت په پام کې نیولو سره دومره افراط نه کوي. بل دلیل دادی چې د لږو زده کړو درلوونکي د غاښو په ساتنه کې ډیر پام نه نیسي اویا د غاښو ډاکټر ته په منظمه توګه د تللو اقتصادې توان هم نه لري.
فروفیسورPetersen Poul Erik هیله لري چې د خپلو څیړونو په نتیجه کې اړوند مقامات وهڅوي تر څو دخلکو د پوهاوي له پاره تبلیغات نور هم ډیر اومنظم کړي. او دایي هم هیله ده چې سیاستمداران په ټولنه کې د غریبو خلکو سره د غاښو د ډاکټر په فیس کې مرسته وکړي تر څو د خولې د سرطان مخه ونیول شي. د غاښو ساتنه د نورو نا رو غیو مخنیوی هم کوي. د بیلګې په توګه که څوک سالم او روغ غاښونه ونه لري نو د ګټورو خوړو لکه غوښو د خوړولو څخه ډه ډه کوی ځکه ژول یي ورته ستونزمن وي. پای

[1]  ـ دا یوډول میکروب دی چې د غاښو په وریو کې پیداکیږي ، او دوریو په منځ کې تارونه شلوي چې دغاښو دایله کیدو اولویدلو سبب ګرځي

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د خوست ولایت د شمل فارم باغ په سيمه کې د اوه شپیته مليونه افغانيو په لګښت د يوه لوى پله د بنسټ ډبره کیښودل شوه
    • وحدت ملى بخاطرحفظ استقلال کشور آرمان ستُرگ شاه امان اﷲ بود!
    • مدت اقامت مهاجرین افغان در پاکستان تا سال ۲۰۱۵ تمدید شد
    • نماد استقلال، منار وزارت دفاع یا طاق ظفر پغمان
    • دخپلواکۍ دگټلو تاريخي خاطرې يادمو مبارک
    • ادرار بصورت ایستاده
    • سپینه ماڼۍ او له حقایقو تور انځور
    • تبرئه روحانی پاکستانی در محکمه این کشور
    • جنګسالاران دا ځل واك ته پارلماني پلمه كوي
    • وروستيو سيلابونو دګرديز اوخوست دلوى سرک ترټولو لوى پُل نړولى دى