Posts | Comments | E-mail /

په لویه پکتيا کې تړل شوي مطبوعاتي مرکزونه پرانستل شول

Posted by on May 31st, 2012 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

امین بسمل

د پکتيا ميډيا سنټر او افغان ننګ اخبار تړل شوي دفترونه چې د روان ميلادي کال د می په ۲۱ نېټه يې د ځايي ادارې لخوا فعاليتونه بند شوي ؤ؛ د پکتيا د ولايتي چارواکو لخوا يې مهر لاکونه پرانستل شول او د دغه ناقانونه کار له امله يې بښنه وغوښتله.
بل پلو بيا د سه شنبې په ورځ د اطلاعات او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين د دغو تړل شويو ادارو له استازو سره په خبرو کې وويل چې د پکتيا د اطلاعات او فرهنګ رئيس يې هم د دې ناقانونه کار له امله له دندې ګوښه کړی.

دغه مطبوعاتي دفترونه چې د پكتياولايت د اطلاعات او فرهنګ رياست لخوا په ناپوهۍ کې تړل شوي و، د پكتيا ولايت د مقام په غوښتنه د يوه پلاوي لخوا چې پکې د ولايتي شورا، ملي امنيت، امنيه قوماندانۍ او اطلاعات او فرهنګ رياست استازي شامل و، پرانستل شول او د فعاليت اجازه وركړل شوه.

په ټاكل شوي پلاوي كې د پكتيا ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست استازي نجيب الله شاكري د دغو مركزونو د بيا پرانيستې پر مهال وويل:

دا مركزونه چې د پكتيا ولايت د اداري غونډې په تائيد د اطلاعات او فرهنګ رياست او اجرايه ارګانونو له خوا تړل شوي و، پر فعاليت يې لګول شوي بنديزونه ليرې کړل شول او زموږ اداره د دې کار له امله بښنه غواړي.
بلخوا بيا د سې شنبې په ورځ د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزیر سيد مخدوم رهين په مشري د مطبوعاتي سرغړونو د څار عالی کميسيون هم د پکتيا د ځايي ادارې دغه عمل ناقانونه او ناسم وګاڼه او د دفترونو د ژر پرانستلو امر يې ورکړ.
که څه هم د پکتيا ميډيا سنټر او افغان ننګ اخبار د تړل کېدو په اړه د پکتيا د ځايي ادارې دريځ دا و چې ګويا دغه دواړه دفترونه نا قانونه فعاليت کوي او په افغان ننګ اخبار کې ځینې راغلی مطالب سپکوونکي ګڼل شوي و؛ خو د مطبوعاتي سرغړونو د څار عالي کميسيون پر دغو رسنيزو ادارو لګېدلي تورونه بې ځايه وبلل او د دې دفترونو د فعاليت د ځنډېدو له امله يې خواشيني وښوده.
بلخوا د پکتيا ميډيا سنټر مشر لمر نيازی د تړل شويو دفترونو پرانستل تقديروي؛ خو له دې وجې يې بيا اندېښنه وښوده چې د پکتيا ځايي ادارې خپله کم ظرفيتي لا پسې اثبات کړه چې د لسو ورځو په موده کې هم پر دې اګاه نشول چې ترسره کړی عمل يې د اساسي او مطبوعاتو د قانون خلاف دی.
نوموړی پر ځايي ادارې دا انتقاد هم کوي چې له پرانستنې وروسته يې له ژمنې او قانون سره سم د دغو رسنيزو ادارو د حيثيت او حقونو اعاده ونکړه.
نوموړي زياته کړه: ((زموږ د دفترونو د تړل کېدو خبرونه په توهين امېزه ډول پکتيا دولتي راډیو تلويزيون کې خپاره شول، خو د بيا پرانستې په اړه يادې رسنۍ هيڅ راپور ورنه کړ.

خلک لا هم دا فکر کوي چې تړل شوي دفترونه همداسې تړلي پاتې دي.

دا يو سليقوي چلند دی چې ځايي راډیو تلويزيون يې کوي؛ ځکه کله چې د پکتيا ميډيا سنټر پرانسته کېدله هم د دولتي راډیو تلويزيون او فرهنګ رياست بلل شويو کسانو پکې برخه وانخيسته او نه يې هم راپور خپور کړ)).
په ورته وخت کې د پکتيا ميډيا سنټر، افغان ننګ اخبار او د لويې پکتيا فرهنګي ټولنې ټولو غړو د رسنيزو سرغړونو د څار له عالي شورا، مشرانو جرګې، اطلاعات او فرهنګ وزارت، د جمهوري  رياست د شکايتونو د اورېدو له څانګې، له رسنيو څخه د ملاتړ له ادارې ( نی ) پکتيا غږ راډيو، په خوست کې د خوست ميډيا سنټر او د رسنيو له کور،د مدني ټولنو دهمغږۍ مرکز ، په جرمني کې دنښتر ویبلاګ خپرونې،دپکتیکاله برښناپاڼې  او نورو مطبوعاتي ادارواو رسنیو څخه مننه کوي چې په دې موضوع کې يې ورسره غږ يو کړی و.
هېره دې نه وي چې افغان ننګ اخبار د لويې پکتيا فرهنګي ټولنې رسمي او مجوزه خپرونه ده چې له څلور کلونو راهيسې چاپېږي او پکتيا ميډيا سنټر (PMC) بيا د ۲۰۱۲ کال د می پر درېيمه نېټه د بيان د ازادۍ پر نړيواله ورځ  رسمأ پرانستل شو، خو د پرانستې په اتلسمه ورځ، د پکتيا ولايت د اداري مجلس په غوښتنه پرته له دې چې قوانين وګوري؛ وتړل شول او له لسو ورځو بنديز وروسته بيا هماغې ادارې له بښنې سره يو ځای پرانستل خولکه، چې پاس اشاره ورته وشوه لا تراوسه یې زموږ دحقوقي شخصیت  دبیا اعادي په اړوندد پکتيا دولتي راډیواو تلويزيون له لارې دپرانستنې خبر نه دی ورکړی .


فرستادن/حفظ کردن

4 Responses for “په لویه پکتيا کې تړل شوي مطبوعاتي مرکزونه پرانستل شول”

  1. Vote -1 Vote +1ستاسو لوستونکی says:

    دګران افغانستان درنو مسؤلینو ! څو شېبې مخکې مې دپورتنۍ لیکنې دتبصرو په برخه کې دښاغلي بسمل په ملاتړ یو تبصره ولوستله خو اوس تاسو هغه تبصره لرې کړې ده داسي ښکاري چې تاسو هم طرف اختیار کړی وي او که نه نو تاسي څه ثبوت لرئ ، چې دا لاندې دوه تبصرې دې پر ځای وي ؟
    که تاسو دا ډول دمور اومیرې سلوک ته دوام ورکړئ فکر نه کوم چې لوستونکي به وخت درباندې ضایع کړي .

  2. Vote -1 Vote +1ډاکتر عزیز says:

    سپین غر او نادر صاحب اول تاسو ته سلامونه وایم دوهم می لږ څه شک درباندی راغی چی دا تاسی دوه مختلف وګړی یاستی او که یوکس چی په دوو نومونو مو تبصره کړی ده ستاسو له تبصری څخه دغلا او کنی بوی احساسیږی دا چه له ښاغلي بسمل سره کوم مشکل لری دا خوبه تاسی پخپله پوهیږی خو زه یوی بلی نقطی ته متوجه شوم هغه دا چی یوازی ددغه رپوټ لیږونکی ښاغلی بسمل دی نه تایدونکی یاجوړونکی تاسو یوازی دښاغلی بسمل نوم لیدلی له واره مو غشی پر اورولی دی هغه متل دی په فاړسی کی چی ((کیر دیدی وکدو را نی)) په داسی حال کی چه چیری زما اوستاسو قلم او چیری دبسمل قلم او ژبی انګازی .
    وروڼو !
    له کینی او تعصب څخه لاس واخلی دبسمل دسپي ځای ته چه ورورسیږی نو بیا دا یو طرف مخ هم مه مینځی .

  3. +1 Vote -1 Vote +1نادر says:

    زه په دی آند یم چه بسمل به دا ګام ده کرزی دا اداری اویا د درست هیواد پخاطر نه وی پورته کړی تر زیاته حده نوموړی دا ګام دخپلی لوی پکتیا لپاره چی دی خپله ځینی تیختیدلی دی پورته کړی دی یو بدبینه او متعصب شخص لکه دی ډیره له امکانه لری خبره ده چی په ډیره اسانی سره دټول هیواد په غم کی شې دی همیشه دجنوب او هغه هم د لویی پکتیا چیغی وهی او دمنفی فکر مالک دې په مثبتو لارو چارو دفکر اوغور ځخه عاجزه او بی برخی راته معلومیږې

  4. +1 Vote -1 Vote +1سپین غر says:

    بسمل صا حب ته احترامونه دا څرنګه ښه نیکه خبره دی چی نن تا هم دکرزی داداری صفتونه شروع کړل؟ خدای دی وکړی چی دځینو افغانانو نیکو ځرګندونو تا باندی مثبت تا ثیر اچولی وې او تر پایه ودغه نیک اقدام ته ملا وتړی او نور له دی ډیرو بی فاید ی لافو ، شافو،احساساتو،تبعیض،نفرت،جلاوالی او ځان غوښتنی ځخه په جدی توګه پرهیز وکړې او په خپل ځان کی دمنفی نظر او فکر په عوض دافغانستان او سیمی په اړه ومثبت نظر او فکر ته ځای ور کړی هیله لرم چی وروست له دی دافغانانو دیووالی او دوستی لپاره کار وکړو نه دهغوی دویشلو او جلاوالی دپاره او خپلواک افغانستان باندی داشغال ټاپی له خپله ځانه او فکره ونه لګوې ګوره په یو اشغال شوی هیواد کی هیځکله هم مطبوعات دودی او انکشاف په حال کی نه وی ولی ته خپله غښتلی باتور عالم شخصیت یی او ډیر ښه پوهیږې چی نن په افغانستان کی مطبوعات څومره دودی او رشد په حال کی دی دغسی په نورو چارو کی هم پرمختګونه را منځ ته شوی دی په دی شر ط چی زمونږ درانه او غښتلی باتور لیکوالان او عالمان حقیقی قضاوت وکړی بیله تبعیض او تعصبه افغانستان مطالعه کړی په شمال ،جنوب غرب اوشرق یی باید تقسیم نه کړو دمحقیق،دوستم، ضیا مسعود او نورو لاره تعقیب نه کړو که هغوی دشمال او فیدرالی اداری ناری وهی نور نه باید دجنوب او په پاکستان کی د پښتونستان له ازادی غیر په افغانستان کی ددوهم پشتونستان ناری ووهو ولی دټول افغانستان یووالی باید زمونږ اصلی هدف وې. باحترام .

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • مظاهرات خشمگین مصر
    • د درواغو نه ویلو ورځ
    • د خوست ولايت مقام دژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې پيغام
    • ایجاد راه آهن ترکمنستان-تاجکستان افغانستان محور مذاکرات دوشنبه
    • کشته شدن ۱۷ تن از اعضای گروه طالبان در ولایت بغلان
    • رقص و پایکوبی سربازان افغان و خارجی در ولایت قندهار
    • زخمی شدن ۸ نفر در حمله انتحاری قندهار
    • تا نابودی کامل کودتاگران به مبارزهٔ خود ادامه میدهیم:- رهبر اخوان المسلیمن مصر
    • توفان و عمامه
    • وقوع حمله انتحاری در نزدیک میدان هوایی قندهار