Posts | Comments | E-mail /

پاکستان د ترهگرۍ سره په مبارزه کی یو خنډ دئ : بروس ریډل

Posted by on May 31st, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

سلام خان 

د ولسمشر اوباما د امنیتي چارو پخوانی مشاور (بروس ریډل)، په خپله یوه  ځانګړی مرکه  کی چی په دی نژدی ورځوکی یی دالمان ږغ(دویچه وله ) را ډیو سره کړی ده ویلی دی چې که پاکستان د ترهگرو پر وړاندې په خپله اقدام  و نه کړي نو امریکا مجبوره ده چې د بې پیلوټه الوتکې بریدونو ته لا نوره هم ادامه ورکړي دنوموړی  دمرکی بشپړ متن په لاندی  ډول دې .

پوښتنه: ایا افغانستان د ناتو له پاره په ویتنام بدل شوی دﺉ؟

جواب: نه، ناتو داسې یو افغانستان شا ته پریږدي چې وکړای شي د ناتو ستراتیژیک هدفونه پوره کړي. هغه دا چې اجازه ور نه کړي چې افغانستان بیا د القاعدې په ټاټوبې بدل شي او پر شمالي امریکا او اروپا باندې د بریدونو د تر سره کولو په موخه ورڅخه کار واخیستل شي. بل دا چې هغوی باید اجازه ور نه کړي چې طالبان په افغانستان کې بیا کنترول پیدا کړي. زه فکر کوم چې دا هغه یوه طرحه وه چې په شیکاګو کې ورباندې موافقه وشوه او له افغانستان څخه په مسوولیت سره زموږ د وتلو او له دې هیواد سره د اوږد مهالې ستراتیژیکي ژمنې له پاره لاره اواروي. افغانستان به داسې پوځ ولري چې اجازه ور نه کړي چې بیا پر دې هیواد القاعده او طالبان کنترول پیدا کړي.

پوښتنه: زیات څارونکي پر دې خبره شک لري. له دغه پوځ څخه د سرتیرو د تیښتو کچه لوړه ده. د هغه ډیر لږ قوتونه دې چې د نړیوالو ځواکونو له مرستو پرته په یوازیتوب سره عمل کولای شي؟

جواب: زه فکر کوم چې وضعیت لږ څه له دغه تور انځور سره چې تاسو ئې وړاندې کوی توپیر لري. د افغانستان ملي پوځ چې پوره اته کاله ناتو له پام څخه غورځولی وو په تیرو درو کلونو کې ۳۵۰ زره کسیز ځواک ته وده کړې ده. د ناتو د جګړې د ډګر قوماندان جان الن، باور لري چې دغه پوځ هم د کمیت او هم د کیفیت له لحاظه له هغه څه څخه زیاته وده کړې ده چې له دې مخکې ئې وړاند وینه کیده. هیڅوک سم نه پوهیږي چې وروسته له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته به هغوی څه ډول عمل وکړي. دا البته راتلونکې ده. خو په دې کې هم شک نه شته چې هغوی د دې توان لري چې ستر ښارونه، سترې ښاري سیمې او د هیواد د شمال او مرکزي سیمو زیاتې برخې د طالبانو له کنترول څخه خوندي وساتي. طالبان کوم لوی ځواک نه دئ. هغوی بې سواده ملیشې دي چې د پاکستان د ملاتړ له برکته تر اوسه پورې ژوندي پاتې دي.

پوښتنه: خو روان وضعیت ستا د خبری عکس دئ. د ملکي وګړو مرګ ژوبلې له کلونو راهیسې مخ پر زیاتیدو دي. دغه راز د امریکا متحده ایالاتو د سرتیرو د مرګ ژوبلې کچه پرته له تیر میلادي کاله په عمومي توګه لوړه ده. او د نړیوال کړکیچ ډلې ICG رپوټ ورکړی دئ چې طالبانو تر خپل کنترول لاندې ساحه پراخه کړې ده.

جواب: هغه معلومات چې ناټو وړاندې کړي دي، له دې خبرې څخه چې تاسې ئې کوی ډیر توپیر لري. د ملکي وګړو مرګ ژوبله رښتیا هم یوه ستونزه ده. خو د افغانستان زیاتې برخې لکه کندهار، هلمند او نور داسې ولایتونه چی پخوا د ناکرارو سیمو په توگه بلل کیدې، اوس د ناتو په خبره د درو تیرو کلونو په پرتله تر زیاتې کچې له امن څخه برخه من ولایتونه دي. ولسمشر بارک اوباما د شیکاګو په غونده کې وویل چې د طالبانو قوت په تیرو درو کلونو کې کمزوری شوی دئ. دا له افغانستان څخه د امریکا او د ناتو د نورو دولتونو د جنګي قوتونو د ایستلو له پاره لاره اواروي. زه فکر کوم چې زه د نړیوال کړکیچ د ډلې د رپوټ په پرتله د ولسمشر اوباما پر خبرو باندې ډیر باور لرم.

پوښتنه: فکر نه کوئ چې ماته مو خوړلې او نه غواړئ د ولسمشرۍ د ټاکنو د کال په وجه پر دې موضوع اعتراف وکړئ؟

جواب: زه فکر نه کوم چی ماته به مو خوړلې وي. د ناتو له پاره مهمه خبره دا ده چې خپلو حد اقل امینتي ګټو ته رسیدلي دي او هغه دا چې افغانستان بیا د تروریستانو په اډه بدل نه شي. سر بیره پر دې کوم تړون چی موږ له افغانستان سره لاس لیک کړی دئ، هغه امریکا متحده ایالاتو ته اجازه ور کوي چې په راتلونکو لسو کلونو کې د افغانستان له پوځي اډو څخه کار واخلي او د ترهګرو پر ضد د هیواد په دننه او په سیمه کې په عملیاتو لاس پورې کړي. دا یوه ستره بریا ده. دا د کابل او واشنګتن تر منځ د یو اوږد مهال ستراتیژیک تړون له پاره لاره اواروي. دا به موږ ته اجاز راکړي چې د اسامه بن لادن د وژلو په څیر عملیات د افغانستان له خاورې څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې تر سره کړو.

پوښتنه: معنی دا چې افغانستان پر پاکستان باندې د برید له پاره یوه اډه وګرځیدله؟

جواب: خبره دا ده چې، پاکستان لا تر اوسه د طالبانو مشرانو ته پناه ورکړې ده. د ناتو یوه څیړنه چې د کابو ۴۰۰۰ نیول شوو طالبانو څخه د معلوماتو پر اساس جوړه شوې ده، ښیي چې د پاکستان استخباراتي سازمان (ISI) پوهیږي چې د طالبانو مشران چیرته دي او د ملاعمر په شمول له هغو سره منظمې لیدنې کتنې لري. خو تاسې هم رښتیا وایئ. افغاستان د ترور ضد د عملیاتو په اډه بدل شو. دا ځکه چې پاکستاني حکومت د تروریستانو پر ضد کوټلې ګامونه نه اخلي. درې لوی نړیوال تروریستان چې د امریکا د حکومت په تور لست کې شامل دي په پاکستان کې دي. حافظ سعید د لشکر طیبه مشر، ان د پاکستان په تلویزیون کې ښکاره کیږي او په ښکاره توګه عامې غوندې جوړوي.

پوښتنه: اوباما له بې پیلوټه الوتکو څخه د بریدونو له پاره دیر زیات کار واخیست او لا اوس هم کار اخلي. اخلاقي او قانونی مسائل به پریږدو، فکر نه کوئ چې له دا ډول وژلو سره به پاکستان بې ثباته شي؟

جواب: رښتیا هم دا یوه ډیره سخته پریکړه ده. دا ځکه چې پاکستان اراده نه لري چې په خپل لاس د ترورو او وحشت جوړه شوې بلا تر خپل کنترول لاندې راوړي. موږ باید په عمل لاس پورې کړو چې دغه بلا له منځه یوسو. موږ د ډیرو ښو شرایطو هیله نه شو کولای. د بې پیلوټه الوتکو بریدونو د القاعدې په اوپراتیفي قوت باندې سخته اغیزه کړې ده. القاعده په پاکستان کې د ۲۰۰۹ کال په پرتله کله چې بارک اوباما نوی ولسمشر شو دیره ضعیفه شوې ده. دا ټول د امریکایي بې پیلوټه الوتکو د بریدونو برکت دئ. موږ د پاکستان د حکومت له خوا هیڅ ملاتړ نه دئ ترلاسه کړی. په حقیقت کې پاکستان په تیره لسیزه کې د القاعدې پر ضد د مبارزی پر وړاندی یوه مرسته نه بلکې یو خنډ ؤ.پای

سلام خان.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • آسمانخراشی که هر منزل آن ۳۶۰ درجه گردش می کند
    • بعضی از کشور های اسلامی از دین و جهاد در افغانستان استفادهٔ ابزاری می کنند: شیخ صبری
    • په مزار شريف ښار کې اورلګیدنې شاوخوا ٢٠٠هټۍ سوځولې
    • تحولات مصر از نظر آگاهان بحران مصر
    • توافق حزب اسلامی و حزب وحدت اسلامی بریک نامزد مشخص برای انتخابات
    • مظاهرات خشمگین مصر
    • د درواغو نه ویلو ورځ
    • د خوست ولايت مقام دژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې پيغام
    • ایجاد راه آهن ترکمنستان-تاجکستان افغانستان محور مذاکرات دوشنبه
    • کشته شدن ۱۷ تن از اعضای گروه طالبان در ولایت بغلان