کندهار ښار:- د کندهار ولایت مقام د خبر پاڼې پر اساس، په دې ولایت کې د موټر بم چاودنې په ترڅ کې ١١ تنو مرګ ژوبله واوښته.
دکندهار ولايت په ارغستان ولسوالۍ کي د موټر په مرسته تر سره شوي ځانمرګي بريد ٥ تنه وژلي او شپږ تنه نور يې زخميان کړي دي.
چاودنه نن د ورځي څه کم لس بجې ددې ولسوالۍ د امنيه قومندانۍ د لومړي قراول مخي ته د سرف ډوله موټر په مرسته رامنځ ته شوې چي په نتيجه کي يې څلور تنه ملي پوليس او يو ملکي سړى وژل سوي او شپږ تنه نور ملي پوليس زخميان سوي دي.
د پيښي زخميان په سيمه کي نژدې کلينيک او ځيني نور يې د کندهار ښار ته د درملني لپاره راوړل سوي چي روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
وسلوال مخالفين په ډيرو ولسواليو کي له پرله پسې شکست سره مخامخ شوي او اوس هڅه کو ي چي له خپلو ټولو امکاناتو په استفاده يوازي د خپل شتون ثابتولو په خاطر دغه ډول حملې سرته ورسوي.