کابل:- د جمهوری ریاست د خبرپاڼې پر اساس، جمهور رئیس حامد کرزي پرون له غرمې وروسته د لوګر ولایت او کوچیانو قوم له مشرانو، مخورو او په ملي او ولایتي شوراګانو کې د هغوی له یو شمېر استازو سره وکتل.
په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې جوړه شوه، په پیل کې د کرنې او اوبو لګولو وزیر محمدآصف رحیمي په لوګر کې د مېشتېدنې په موخه کوچیانو ته د ځمکو د وېشلو او په دغه ولایت کې د ځایي خلکو د شکایتونو په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.
ورپسې د لوګر ولایت او کوچیانو د قوم استازو هم خبرې وکړې او په دې برخه کې یې معلومات او خپل پېشنهادونه وړاندې کړل.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس په دې برخه کې دخیلو حکومتي ادارو ته لارښوونه وکړه تر څو د سیمې د خلکو سره په ګډه ټولې شته ستونزې د عدالت او انصاف په پام کې نیولو سره حل کړي.