Posts | Comments | E-mail /

د بلخ په ولایت کې یوه میړه د خپلې ښځې ژبه غوڅه کړې

Posted by on May 30th, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- د رارسیدلو خبرونو پر اساس

د بی بی سی د خبر پر اساس  پولیس وايي، چې د ښځې میړه یې نیولی دی.

ولیس وايي چې ۲۲ کلن میړه د خپلې ښځې له وهلو ډبولو وروسته دا کار کړی دی.

د بلخ ځینو امنیتي چارواکو ویلي چې قرباني شوې ښځه یې د بېهوښۍ په حالت کې روغتون ته رسولې ده.

پولیس وايي چې پېښه د چاربولک ولسوالۍ په جنګوري سیمه کې شوې ده.

د بلخ د ښځو چارو رییسې فریبا مجید خبري رسنیو ته ویلي چې قرباني شوې ښځې یو اووه میاشتنی ماشوم هم د سختو وهلو ډبولو له کبله سقط کړی دی.

د آغلې مجید په وینا، دا لومړی ځل دی چې بلخ کې یو سړی د خپلې مېرمنې ژبه غوڅوي.

قرباني شوې ښځه هم د ښځو چارو د رییسې فریبا مجید ترڅنګ خبریالانو ته ورښودل شوې ده.

قرباني شوې ویل ي چې مخکې هم خپل میړه ډېر ځلې وهلې ده، خو دا ځل یې ډېره ناجایزه ورسره کړې ده، او اړ شوې چې امنیتي کسان پرې خبر کړي.

تر دې مخکې هم افغانستان کې له ښځو سره ډول ډول کورني تاوتریخوالي شوي او رنځېدلې دي.

کابو دوه کاله مخکې، د افغانستان اروزګان ولایت کې هم له یوې نجلۍ پزه پرې شوه، چې بیا وروسته امریکا ته د درملنې لپاره واستول شوه.

په دې وروستیو کې د افغان ښځو د حقونو لپاره ډېرې هلې ځلې پیل شوې او پر افغان حکومت غږ شوی، چې د هغوی حقونو ته ډېر پام وکړي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • توافق حزب اسلامی و حزب وحدت اسلامی بریک نامزد مشخص برای انتخابات
    • مظاهرات خشمگین مصر
    • د درواغو نه ویلو ورځ
    • د خوست ولايت مقام دژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې پيغام
    • ایجاد راه آهن ترکمنستان-تاجکستان افغانستان محور مذاکرات دوشنبه
    • کشته شدن ۱۷ تن از اعضای گروه طالبان در ولایت بغلان
    • رقص و پایکوبی سربازان افغان و خارجی در ولایت قندهار
    • زخمی شدن ۸ نفر در حمله انتحاری قندهار
    • تا نابودی کامل کودتاگران به مبارزهٔ خود ادامه میدهیم:- رهبر اخوان المسلیمن مصر
    • توفان و عمامه