Posts | Comments | E-mail /

دوستم : که راتلونکې ټاکنې رڼې وي، موږ ګټونکي يو

Posted by on May 30th, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

تالقان : په تخار ولايت کې د زرګونو تنو په ګډون د يوې غونډې په ترڅ کې جنرال دوستم په راتلونکو ټاکنو کې د ملي جبهې د برياليتوب په اړه خبرې وکړې او يو ځل بيا يې وسلوالو طالبانو ته خبردارى ورکړ، چې که چېرې سوله ونه مني، نو پر وړاندې به يې مقاومت وکړي.

په دې غونډه کې، چې نن (د غبرګولي ١٠مه) د هېواد د بېلابېلو ولايتونو د زرګونو اوسېدونکو په ګډون د افغانستان د ملي جبهې په ملاتړ جوړه شوې وه، د ملي جبهې رييس احمدضياء مسعود، د حزب وحدت مشر او د ملي شورا غړي محمد محقق، د ملي جنبش مشر جنرال عبدالرشيد دوستم او د ملي امنيت پخواني رييس امرالله صالح، د ملي او ولايتي شورا ګانو يو شمېر غړو ګډون درلود.

د ملي جنبش مشر په خپلوخبرو کې وويل: “که چېرې ټاکنې تقلبي نه وي، رڼې وي، نړيوال څارونکي موجود وي، خلک ټاکنو ته چمتووالى ولري، نو موږ بريالي يو.”

دوستم په داسې حال کې، چې د طالبانو حضور يې د سولې په خبرو کې مشکوک وباله، وويل، چې نه غواړي له دې وروسته ښوونځي تړلي وي، نجونې مسمومې شي او څوک ووژل شي.

هغه په داسې حال کې چې له خلکو يې وغوښتل، څو د پوليسو او ملي اردو په خوا کې ودرېږي او د وسلوالو طالبانو پر وړاندې مقاومت وکړي، زياته کړه: “که چېرې طالبان سوله ونه مني، نو د پوليسو او ملي اردو په خوا کې به د طالبانو پر وړاندې مقاومت وکړي.”

د ملي جبهې مشر احمدضياء مسعود په خپلو خبرو کې يو ځل بيا اوسنى حکومت فاسد وباله او ويې ويل: “له يوولسو کلونو وروسته د ناورين په لور روان يو.”

مسعود همدارنګه وويل، چې اوسني حکومت مجاهدين ګوښه پرېيښي او په فساد ککړ دى.

د دې جبهې بل غړي محمدمحقق په خپلو خبرو کې په ډاګه کړه، چې په افغانستان کې سلګونه ميليارده ډالر لګول شوي، خو اوسنيو چارواکو ثابته کړه چې ښه مديريت يې نه درلود او د هېواد د بيارغونې وړتيا نه لري.

هغه زياته کړه: “په لسو کلونو کې پيسې مصرف شوې، خو دا پيسې غلا شوې او قراردادونه هم داسې وو، چې له ځانګړو کمپنيو، چې له دولت سره يې اړيکې درلودې، وشول.”

محقق، دولت د امنيت په ټينګښت کې ناکام وباله او ويې ويل: “دولتي چارواکي په کابل کې هم له امنيت نه برخمن نه دي، عادي خلک خو لا پرېږده.

سرچينې په ډاګه کړه، چې د خلکو برخليک بايد د ديکتاتور حکومت په لاس کې نه وي؛ واليان او ولسوالان بايد انتخابي وي او مشرتوب يې د خلکو په لاس کې وي.

همدارنګه د ملي جبهې بل غړي امرالله صالح وويل، چې حکومت بايد له اصلاحاتو څخه په ډډه کولو سره خلک له دې زيات پر ځان بې باوره کړي.

صالح وويل، چې حکومت غواړي له پاکستان او طالبانو سره د جورجاړي له لارې راتلونکې پاڼه او ټاکنې د ابهام په پرده کې ترسره کړي، چې دوى به په دې لاره کې مبارزه وکړي.

د افغانستان ملي جبهې نږدې شپږ مياشتې مخکې د دولت د اپوزېسيون په توګه په فعاليت پيل وکړ.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • توافق حزب اسلامی و حزب وحدت اسلامی بریک نامزد مشخص برای انتخابات
    • مظاهرات خشمگین مصر
    • د درواغو نه ویلو ورځ
    • د خوست ولايت مقام دژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې پيغام
    • ایجاد راه آهن ترکمنستان-تاجکستان افغانستان محور مذاکرات دوشنبه
    • کشته شدن ۱۷ تن از اعضای گروه طالبان در ولایت بغلان
    • رقص و پایکوبی سربازان افغان و خارجی در ولایت قندهار
    • زخمی شدن ۸ نفر در حمله انتحاری قندهار
    • تا نابودی کامل کودتاگران به مبارزهٔ خود ادامه میدهیم:- رهبر اخوان المسلیمن مصر
    • توفان و عمامه