Posts | Comments | E-mail /

دمیدان وردګو ولایت دملکي تلفاتو دڅيړنې په اړه دولتی پلاوي د پیښو د قربانیانو سره وکتل

Posted by on Apr 30th, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 

 میدان ښار:- دولسمشر د (۸۱۶) ګڼې   دغويي ۱۰ نیټې حکم پر اساس  په میدان وردګو ولایت دچک ولسوالۍ د دوران خیلو په کلې کې دملکي کسانو دتلفات په اړه  د ولسمشر دسلاکار شجاع الملک جلاله ترمشرۍ لاندې (۵) کسزیز پلاوي چې پکې دچارو ادارې څخه لوي پاسوال محمداسلم مسعود، دکورنیو چارو وزارت په استازیتوب  مل پاسوال جمیل کوهستاني، دملي امنیت ریاست په استازیتوب ډګروال شهزاد  او سیمه ایزو ارګانونو په استازیتوب عبدالمتین اقرار ګډون درلود، پلاوي  دولایت والي محمد حلیم فدایي، امنیتي مسولینو او دپيښې قربانیانو سره  دپیښې دڅيړنې په موخه ولیدل او دهغوۍ نظرونه یې واوریدل.

په پيل کې پلاوي د غويي د۷مې نیټې په پيښه کې چې دایساف ځواکونو لخوا دغرني هوان مرمۍ دفیرولو له  امله دیوې کورنۍ ۳ میرمنې شهیدانې،یوکوچني ماشوم او (۴)  میرمنې ټپیانې شوې وی  د ولسمشر د ډاډ کیرنې او خواشینۍ  مراتب دپیښې دقربانیانو کورنۍ ته وړاندې کړل  او زیاته یې کړه چې دملکي تلفاتو په اړه  د ولسمشر همغه پخواني دریځ او نوموړې پیښه دکلکې غندنې ترڅنګ دجدي څیړنو دپایلې غواړي.

 همدارنګه پلاوي ته دولایت والي ، ملي امنیت ریس، امنې قوماندانۍ مرستیال، دملي اردو دکنډک مشر او ایساف ځواکونو لخوا معلومات ورکړل شول چې  نوموړې دردناکه پیښه   دملکي کسانو دکورونو څخه  د وسلوالو دسنګر په توګه  استفاده کول او بیا وروسته  دایساف ځواکونو په نه پاملرنې سره د غرني هوان دفیر  له امله   رامنځته شوه  چې   له امله یې د ظابط شاولي خان دکورنۍ درې میرمنې شهیدانې، یو کوچني ماشوم او څلور میرمنې پکې ټپيانې شوی.

دپیښې په اړه ایساف ځواکونو د دراغلي پلاوي او قومي مشرانو په شتون کې د بښنې غوښتو ترڅنګ یې  ژمنه وکړه چې دپیښو قربانیانو سره به  د افغاني دود او دستور مطابق چلند کوي او ترڅنګ به یې  کور ته د اړول شوې خسارې تاوان  او دافغان دود پربنسټ به یې ننواتي کوي.

د پیښې دقربانیانو دکورنۍ په استازیتوب ظابط شاولي خان او خرم دل په وار سره  د ددغه ناوړه پيښې د رامنځته کیدو په اړه خبرې وکړي او د هېواد دزړه سوانده ولسمشر، ولایتي مسولینو او راغلي پلاوي څخه یې مننه وکړه چې په نوموړي غم کې یې له دوۍ سره ځان شریک وګڼلو.

په پای کې راغلي پلاوي د مسولینو، قومي مشرانو او دپيښو قربانیانو سره  دناستو، کتنو، څيړنو او نظرونو اوریدو  وروسته  دجمهوري ریاست مقام ته  د بشپړو څيړنو، راپور ورکولو او هراړخیزه جزیاتو سره  پلازمنې کابل ته  ستانه شول.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • هشدار های طالبان را بطور جدی تحت بررسی داریم: سخنگوی ریاست جمهوری مصر
    • عمر داوودزى راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته کانديد دى
    • مصر
    • دستگیری چند تن از افغان ها به اتهام سهم گیری در مظاهرات اخیر مصر: خبر عاجل
    • برادر ایمن الظواهر در قاهره دستگیر شد
    • هند از باز داشت یک تروریست خطرناک خبر داد
    • خلیل: افراد حکیم شجاعی، مردم را در ارزگان لت و کوب کردند
    • پسر رهبر اخوان المسلمین مصر در مظاهرات کشته شد
    • طالبان نیز خشونت های اخیر مصر را تقبیح کردند
    • حامد کرزی با وارث شهدای حادثه اخیر انفجار ماین در ولسوالی شینوار ولایت ننگرهار، اظهار همدردی کرد