Posts | Comments | E-mail /

قرارداديان د ملي ګټو پرځای شخصي ګټوته ډېره ترجيح ورکوي

Posted by on Apr 30th, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کريم الله ګوهر

افغانستان پوره درې لسېزې جنګ او نورو ډول ډول ناخوالو سره مخا مخ شوى دى اوپه بېلا بېلو برخوکې يې زيانونونه ليدلي دي . په دې جنګ جګړو کې زموږ د هېواد ډېرې هغه ودانۍ سرکونه ، عامه تاسيسات ،چې پخوا جوړ شوي وو په کنډولو بدل شول ، د خلکو په وينا ،چې ټولې عامه شتنمۍ مو له لاسه ورکړي ، زياتره هېوادوال مو ووژل شول او د وير په ټغر کيناستل ، خو د درې لسيزو جنګ جګړو له تېريدو وروسته زموږ  په هېواد کې د نړيوالو په همکارۍ نوى دولت رامنځ ته شو ،چې ددغه دولت په رامنځ ته کېدو زموږ په هېواد کې په هره برخه کې مثبت بدلونونه رامنځ ته شول ، ډېر داسې د بيارغونې کارونه تر سره شول د خلکو په وينا ،چې زموږ په ژوند کې يې ډېر تغير راوستو خو ډېر هغه کارونه ،چې  لاهم زموږ ولسونه ورته اړتيا لري نه دې ترسره شوي. که چېرې افغان دولت او نړيواله ټولنه هغه ستونزې او مشکلات ،چې همدا اوس موږ ورسره مخامخ يو له موږ سره په دې برخه کې هر اړخيزې مرستې وکړي ليرې نه ده ،چې ز موږ په ژوند کې به ډېر مثبت بدلون راوالي . بل خوا خوست ميشتې وايي ، موږ له هغه قرارداديانو څخه ،چې دوى د بيارغونې پروژې د دولت او نړيوالو څخه په قرارداد اخلي دوى بايد په تر سره کولو کې لکه څه ډول لازمه ده او په کوم ډول ،چې ورسره قرار داد شوې وي په همغه شان يې بايد ترسره کړي. دا نه ،چې قرار داد يو ډول ورسره شوې وي دوى يې بل ډول ترسره کوي. د خلکو په وينا ،چې قرارديان ته ،چې څومره خپلې شخصي گټې محترمي دي دوى دومره بايد ملي گټو ته هم  ژمن پاتى شي ځکه ددې خاورې خدمت کول پر موږ فرض دي. په خوست کې ډېرى د بيارغونې پروژې پلي شوي دي خو په دې کې داسې پروژې پلي شوي لکه ښوونځى، مدرسې،روغتيايي مرکزونه، او د اسې نور ، اکثره د قرارداديانو لخوا په کوم ډول ،چې لا دوى سره قرارداد شوې وي په هغه ډول يې پر مخ  يو نه سي نو ډېر زر به دغه پروژې ،چې پلي شوي په يو کال کې لامنځه لاړې شي ځکه د انجنيرى  اصولو مطابق نه دي جوړې شوي که دغه ته ډ ېره پاملرنه  ونه شي زموږ لپاره به د بيارغونې کارونه تر سره کېږي خو په لڼد وخت کې به بېر ته خرابيږي نو د خلکو په خبره  موږ د ټولو قرارديانو څخه ،چې پروژې اخلي بايد د انجنيرى د اصولو مطابق يې ترسره کړي. دوى ته څومره،چې خپلې شخصي گټې مهمې دي دومره بايد ملي گټو ته هم پام وکړي دا ،چې په خوست کې قرارداديان خپل کارونه څومره ښه پر مخ وړي او خلک څه غوښتنې  له دوى نه لري په دې اړه مو په خوست کې د ځينو خلکو نظرونه راټول کړي دي ،چې د ملي احساس په دې ګڼه کې خپاره وو. په لومړى سرکې محمد حنيف خپل نظر دا سې څرګند کړ: په خوست کې کوم د بيارغونې کارونه تر سره کېږي او يا هم کومې پروژې د دولت او نړيوالې ټولنې له خوا قرارداديانو ته په قرارداد ورکول کېږي نو قرارداد يان بايد هغه کارونه ،چې دوى ته ورکول کېږي په څه ډول ،چې قرار داد  ورسره شوې وي بايد په همغه ډول تر سره شي، ځکه زموږ په هېواد کې د نوى نظام په راتګ سره په بېلا بېلو برخو کې د پام وړ بدلونونه رامنځ ته شول .

نړيوالې ټولنې افغان دولت په هره برخه کې د مرستو ټټر وډبوه او افغان دولت سره يې په ډېرو مسايلو کې همکاري وکړه ، او د هېواد په زياتره برخوکې پروژې ترسره شوي خو زموږ هغه قرارداديان ،چې د دوى هرکله کومه پروژه په قرارداد اخلي نو دوى ته په دې هڅه کې وي ،چې دغه پروژه لکه څه ډول،چې قرارداد ورسره شوې وي همغه ډول ترسره کړي خو بعضې قرارداديان شته ،چې کومه پروژه په قرار داد اخلي نو دوى يې په ترسره کولو کې په کوم ډول ،چې ورسره قرارداد شوې وي په همغه ډول نه جوړه وي نو دوى ته په کار ده ،چې لکه څومره ،چې شخصي گتې ورته ډېرې مهمې دي همدومره بايد ملي گتو ته هم توجه وکړي هغه کارونه ،چې دوى ته ورسپارل کېږي بايد په وخت او په هغه ډول يې جوړ کړي لکه څه ډول ،چې له دوى سره په قرار داد کې پريکړه شوې وي همداسې کار وکړي.همداشان اصيل همت هم خپل نظر داسې څرګند کړ: ټولو هغه قراردادکوونکو څخه هيله کوم هغه کارونه ،چې دوى په قرارداد اخلي په مناسبه توګه ترسره کړي ځکه له يوې خوا به دوى خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه لاس ته راوړې وي له بلې خوا به يې دخپل وران ، ويجاړ وطن او زوريدلو کړيدلو او يتمانو خدمت کړى وي . خو په ټولنه کې ډېر داسې ځوانان او خلک هم پيداکېږي ،چې د انجوګانو څخه سړکونه ، ودانۍ، تعميرات … په قرارداد اخلي لکه څرنګه ،چې مناسبه ده په همغه شان نه ترسره کېږي ،چې ښکاره مثال يې د شيخ زايد پوهنتون ، دې ډير بې کفيته ودانۍ جوړې کړي دي دوى د خپلې خاورې وطن دخپلو خويندو ، وروڼو سره جفا کړې ده  له بلې خوا هغه پيسې ،چې دوى ته دې کار لپاره ورکړل شوې وې ټولې څه ،چې نيمايي هم نه مصرف کېږي . د ټولو قراردادکوونکو څخه مې هيله داده ،چې خپل وطن ، خاورې ، يتمانو او ايمان سره جفا ونه کړي خپل وطن خاورې ته په ورين تندي خدمت وکړي.همدا راز محدي خان هيله من هم ورته نظر لري :  دى وايي چې پلونه ، سړکونه ،ښوونځي ، پوهنتونونه ، جوماتونه  او نور عامه تاسيسات دا ټول هغه څه دي ،چې د انسان د پرمختګ هيلې ور پورې تړلې دي. که دا نه وي نو انسان په يوه داسې ټولنه کې ،چې هغه وروسته پاتې ټولنه بلل کېږي.خومتاسفانه زموږ د هېواد قرارداديان د خپلو هېوادوالو سره ددغو تاسيساتو په جوړولو کې لويه غداري کوي. هغه دا، چې يو کس پروژه  نيسي په يو بل کس باندې يې په هوا کې خرڅوي. او هم قراردادکوونکي يې په يو بل باندې خرڅوي،چې دغه پروژه څو ځايه خرڅيږي او د هغه پيسو ،چې د يوې ودانۍ لپاره منظورې شوي وي نيسي هم نه پاتې کېږي. او بالاخره وروستى قرارداد کونکى خپله گټه د کارله خرابوالي باسي. د دولت څخه زموږ دا هيله ده ،چې د ودانۍ د جوړيدو د څارنې لپاره بايد يو مؤظف هيئت وټاکي ترڅو د ودانيو د خرابيدو مخه نيول شوې وي.

د ياد ولوده چې په خوست کې د بيا رغونې د پام وړ کارونه تر سترګو کيږي چې په دې باندې د افغان دولت او نړيوالې ټولنې زياتې پيسې مصرف کړي خو ځينې يې داسې جوړې شوي ودانۍ ،چې په ډېر لږ وخت کې کيفيت خراب شوې او دادې جملې څخه يو هم د شيخ زايد پوهنتون دى چې د ډير بد حالت سره مخامخ دى


فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • خلیل: افراد حکیم شجاعی، مردم را در ارزگان لت و کوب کردند
    • پسر رهبر اخوان المسلمین مصر در مظاهرات کشته شد
    • طالبان نیز خشونت های اخیر مصر را تقبیح کردند
    • حامد کرزی با وارث شهدای حادثه اخیر انفجار ماین در ولسوالی شینوار ولایت ننگرهار، اظهار همدردی کرد
    • حامد کرزی حملات تروریستی در ولایات هرات« فراه، و هلمند را شدیدا محکوم کرد
    • حامد کرزی حمله تروریستی بالای خانم نجما حنیف یکی از رهبران عوامی نشنل پارتی را شدیداً محکوم کرد
    • د خوست ولایت د صبريو قومي مشرانو په دغه ولسوالۍ کې د بيارغونې د پروژو غوښتنه وکړه
    • رئیس جمهور حامد کرزی و آفتاب احمد خان شیرپاو دیدار کردند
    • د مصر پر روانو حالاتو د حزب اسلامي افغانستان اعلاميه
    • خروج نیروهای پولندی قبل از پایان ماموریت نظامی آنها