Posts | Comments | E-mail /

د سولې يوه ملي حركت ته اړتيا ده

Posted by on Apr 30th, 2012 and filed under تحلیل, سرمقاله. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

كه څه هم تر اوسه پورې د  دولت له مخالفينو په تيره له طالبانو سره د افغان حكومت او يا امريكا خبرې رسماً يا نه دي پيل شوې او يا داسې پړاو ته نه دي رسيدلې چې د سولې او جوړجاړي تمه ورته پيدا شي، خو په دې وروستيو كې يو ځل بيا د خبرو اترو او تفاهم خبرونه تاوده خپاره شول، يو دا چې په قطر كې د امريكا او طالب مشرانو تر منځ خبرې بيا پيل شوې، دوهم د سولې عالي شورا نوي مشر ته پاكستان بلنه وركړه چې اسلام آباد ته سفر وكړي، درېيم دا چې د افغانستان، پاكستان او امريكا تر منځ په اسلام آباد كې په درې اړخيزو خبرو كې پر دې توافق وشو چې طالبانو ته به د سولې د بهېر يوه خوندي لاره وركوي.

د دې جرياناتو په بهېر كې له معمول سره سم په كابل كې ځينو كړيو د سولې او تفاهم پر خلاف غږ اوچت كړ او هغوى دغه روايت يو ځل بيا وپاله چې د سولې او تفاهم مخالفت وكړي.

احمد ضيا مسعود د څو له موډه لويدليو ډلګيو د مشر په توګه دا ځل د ولسمشر د لومړي مرستيال مارشال فهيم  پر دې خبره استدلال كاوه چې په يوه غونډه كې يې وويل چې سوله داسې نشي راتلاى چې يوه ډله په واك كې وي او پر بله د مرګونو ګوزارونه كوي.

احمد ضيا مسعود له دې څرګندونو څخه دا اجتهاد كړى چې ګواكې د كرزي حكومت له طالبانو سره د ائتلافي حكومت جوړولو هڅه كوي.

دلته دوه ټكي د پام وړدي:

لومړى دا چې جګړه په افغانستان كې چې تر هر نامه او پلمې لاندې وه لس كاله تجربه شوه،. هيڅ باضميره افغان به نور د دغسې بې نومه او بې مفهومه جګړې دوام د ولس په خير ونه بولې.

اوس چې آن نړيوال لوري د سولې اوتفاهم پر پروسه ټينګار كوي د جګړې د دوام لپاره پر دغسې خندوونكي منطق تكيه كيږي چې ګواكې كرزى غواړي له طالب سره ګډ نظام جوړ كړي او يا دا چې كرزى غواړي د طالبانو سوټه واكي بيا حاكمه شي!

دغه ډول استدلال اصلاً د روان حالت د دوام لپاره دى، كه نه څوك پر دې نه پوهيږي چې د طالبانو د امارت تجربه شوى نظام سره له دې چې په امنيت كې تر اوسني سل ځله د ولس د تائيد وړ ؤ بيا نشي راتلاى.

يو تريخ واقعيت دا دى چې كه په ولس كې بې پرې ټولپوښتنه وشي دغه روان حالت پريكنده اكثريت ولس ته د منلو او زغم وړ نه دى، له دې حالته د وتلو د زور او جګړې لاره ناكامه شوه.

د نظام جوړونې پروسه هم د بهرنيانو د سپېرو نيتونو او د دوى د كورنيو لاسپوڅيو اردليانو له بركته له داسې رسوايۍ سره مخ شوه چې ټول ولس پرې ګواه دى. اوس د ولس د ژغورنې يوازينۍ لاره همدغه ده چې افغانان د ملي او ديني احساس له مخې پخپلو كې سره نږدې شي، پخوانۍ ترخې تجربې بس دي، نور د تفاهم او سره نږدې كيدو د يوه نوي بهېر د پيليدو اړتيا ده، په دې كې به د دانا روراباكر او نورو افغان دښمنه لوريو پرشا ټپول شوي اردليان خامخا مخالفت كوي، خو زموږ باور دى چې افغان ولس ته نور د دغه حالت دوام د زغم وړ نه دى او دې ته اړتيا ده چې د سولې او تفاهم يو داسې خوځښت پيل شي چې په ملي حركت بدل شي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • دستگیری چند تن از افغان ها به اتهام سهم گیری در مظاهرات اخیر مصر: خبر عاجل
    • برادر ایمن الظواهر در قاهره دستگیر شد
    • هند از باز داشت یک تروریست خطرناک خبر داد
    • خلیل: افراد حکیم شجاعی، مردم را در ارزگان لت و کوب کردند
    • پسر رهبر اخوان المسلمین مصر در مظاهرات کشته شد
    • طالبان نیز خشونت های اخیر مصر را تقبیح کردند
    • حامد کرزی با وارث شهدای حادثه اخیر انفجار ماین در ولسوالی شینوار ولایت ننگرهار، اظهار همدردی کرد
    • حامد کرزی حملات تروریستی در ولایات هرات« فراه، و هلمند را شدیدا محکوم کرد
    • حامد کرزی حمله تروریستی بالای خانم نجما حنیف یکی از رهبران عوامی نشنل پارتی را شدیداً محکوم کرد
    • د خوست ولایت د صبريو قومي مشرانو په دغه ولسوالۍ کې د بيارغونې د پروژو غوښتنه وکړه