کابل : د کورنيو چارو وزير وايي، د وسلوالو مخالفينو تر شا د سيمې د استخباراتو او نورو ترهګريزو کړيو لاس دى او کېداى شي د شيکاګو تر غونډې مخکې په هېواد کې امنيتي ګواښونه زيات شي.
دغه څرکندونې د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي نن د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وروسته له هغه وکړې، چې د دې جرګې د دفاعي چارو د کمېسيون غړي علي اکبر جمشيدي وويل، چې په دې وروستيو کې په هېواد کې امنيتي حالت ورځ تر بلې خرابېږي.
جمشيدي، چې د ياد کمېسيون په استازيتوب يې خبرې کولې، په کابل او ځينو نورو ولايتونو کې وروستيو بريدونو ته په اشارې وويل، کشفي او استخباراتي ارګانونه دومره ضعيف دي، چې وسلوال مخالفين د ښارونو په مهمو سيمو کې ځاى نيسي او دوى پرې نه خبريږي.
د تېرې مياشتې په ورستيو کې وسلوالو طالبانو د کابل ښار په درېيو برخو او د لوګر، ننګرهار او پکتيا په مرکزونو کې پر مهمو دولتي او بهرنيو ادارو ډله ييز ځانمرګي او وسلوال بريدونه وکړل چې ځينو يې تر نږدې شل ساعته دوام درلود.
د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو بريدونو کې ٣٦ بريدکوونکي، ١١ دولتي سرتېري او درې عام وګړي وژل شوي او ٤٠ امنيتي کسان او ٢٥ عام وګړي ټپيان شول.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار د وسلوالو مخالفينو د يادو بريدونو په غبرګون کې د افغان امنيتي ځواکونه کړنې د ستاينې وړ وبللې خو زياته يې کړه، چې د دغو ځواکونو کشفي او استخباراتي برخې بايد پياوړې شي.
د کورنيو چارو وزير نن په مشرانو جرګه کې وويل، چې د يادو بريدونو د مخنيوي په برخه کې امنيتي ارګانونه ګرم دي.
هغه زياته کړه: ((موږ ونه شو کولاى، چې له وخته وړاندې پرې خبر شو، خو په کومه هيله چې راغلي وو، خپلې موخې ته ونه رسېدل.))
محمدي وويل، د افغانستان دولت تل هڅه کړې، چې وسله وال مخالفين سولې ته را وبولي، خو هغوى تل د جګړې لار خپله ستراتيژي ټاکلې ده.
دى وايي، تر هغه چې وسله والو مخالفينو سولې ته غاړه نه وي ايښې، جګړه به روانه وي.
د ده په وينا، هر کال تر ژمي وروسته د مخالفينو بريدونه زياتيږي او کېداى شي چې د شيکاګو تر غونډې مخکې هېواد له امنيتي ګواښونو سره مخ شي.
ټاکل شوې چې په راتلونکې مې مياشت کې د امريکا د متحده ايالتونو په شيکاګو ښار کې د ناټو د غړو هېوادونو په سرمشريزه کې تر ٢٠١٤ کال وروسته د افغان ځواکونو پر تمويل او روزنې خبري وشي.
خو محمدي وايي، د تېرو کلونو په پرتله افغان امنيتي ځواکونه له کمي او کيفي پلوه ډېر پياوړي شوي دي.
هغه زياته کړه: ((که طالبان هر څومره هڅه وکړي، چې کومه سيمه ونيسي، دا ارمان به له ځانونو سره قبر ته يوسي.))
ده وويل، چې د طالبانو او نورو وسلوالو مخالفينو تر شا د سيمې د استخباراتو او نورو ترهګريزو کړيو لاس دى، خو په دې اړه يې نور جزئيات وړاندې نه کړل.
د کورنيو چارو وزير په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په اړه وويل: ((موږ خپل امنيت په خپله نيولاى شو، موږ نه دې راغوښتي او له وتلو سره يې موافق يو.))
ټاکل شوې چې د ٢٠١٤ کال تر پايه بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.
د محمدي د معلوماتو له مخې، هغه کسان هم نيول شوي چې په نورستان کې يې د پوليسو معاشونه تښتولي وو، خو ده په دې اړه هم نور معلومات ورنه کړل.
د مشرانو جرګې د دفاعي چارو کمېسيون د معلوماتو له مخې، تېره مياشت څو حکومتي کارکوونکو په نورستان کې د پوليسو ٢١ميليونه افغانۍ معاشونه تښتولي وو.