Posts | Comments | E-mail /

ښه به دا وی چې پاکستان همکاري وکړي

Posted by on Mar 31st, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

سلام خان

پاکستان د تېرکال د نومبر په شپږویشتمه نېټه د ناټو د هیلي کوپترو له لوري د دوو سرحدي پوستو په بمبارۍ کې د ۲۴ پاکستاني پوځیانو له وژلو وروسته په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو پرمخ خپله ترانزیتي لار بنده کړه،دتیری چهارشنبې په ورځ د امریکا دوو جګپوړو پوځي چارواکو د پاکستان له لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني سره وکتل. روانه اوونۍ د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم د پاکستان له صدراعظم یوسف رضا کیلاني سره د جنوبي کوریا په مرکز سیول کې کتلي و،ور سره ددی ټولو تلاشونو بیاهم د پاکستان حکومت وايي چې د ترانزیتي لارې په شمول له پاکستان سره د خپلو اړیکو د تنظیمولو لپاره د پارلمان له سپارښتنو سره سم عمل کوي دپاکستان ددغه دریځ او دافغانستان په داخلی چارو کی دځینو نورو لاسوهنو پخا طر تیره اوونی  کی

د امریکا د دفاع وزارت یوه جګپوړي چارواکي د کانګریس غړیو ته ویلی دی، که پاکستان په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پرمخ خپله ترانزیتي لار نه پرانسته، امریکا به پر هند او دغه راز د افغانستان په شمال کې د منځنۍ اسیا د توزیع پرشبکې اتکا وکړي برید جنرال پانتر، چې د امریکا د دفاع وزارت یا پینتاګون د تاسیساتو او لوژیستیک مرستیال قومندان دی، د کانګریس د وسله والو خدماتو د فرعي کمېټې غړیو ته ویلی دی: دواړه وړاندیزونه د قواوو د لېږلو او رایستلو لپاره ګرانه تمامېږي،د پینتاګون د تاسیساتو او لوژیستیک مرستیال قومندان د کانګریس د وسله والو خدماتو د کمېټې غړیو ته د هند د ترانزیتي لارې په باب د خبرو په مهال دا یادونه هم وکړه چې د هند ترانزیتي لار ډېره حساسه مسله ده.

 له بله پلوه د امریکا متحدو ایالتونو پاکستان ته خبرداری ورکړ چې د دغه هیواد له خاورې په افغانستان کې پر نړیوالو ځواکونو حملې د منلو نه دي او دا د اسلام اباد مسوولیت دی چې د داسي بریدونو مخه ونیسي،ډاکترجېمز میلر، چې د امریکا د دفاع وزارت د دفاعي پالیسۍ د مرستیالۍ چوکۍ ته نومول شوی، په کانګریس کې د خپلې چوکۍ په دفاعیه غونډه کې ویلی دی : که پاکستان له خپلې خاورې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پرضد د حملو مخه ونه نیوله، ممکن امریکا پر یو لړ انتخابونو غور وکړي،د امریکا د دفاع وزارت دغه چارواکي ، چې د پینتاګون د دفاعي پالیسۍ د معین د تایید په استماعیه غونډه کې خبرې کولې، وویل:د ايتلاف او امریکا پر ځواکونو حملې د منلو نه دي،دا د پاکستان مسوولیت دی چې له خپلې خاورې د افغانستان او په دغه هیواد کې د امریکايي پوځیانو په شمول پر نورو د حملو مخه ونیسي. که پاکستان دې خبرداریو ته توجه نه کوي، د امریکا متحد ایالتونه به پر یو لړ اقداماتو غور وکړي، خو ښه دا ده چې پاکستان راسره همکاري وکړي،میلر، چې د متحدو ایالتونو د کانګریس د وسله والو خدماتو د کمېټې په غونډه کې خبرې کولې، زیاته کړه:زه دومره پوهېږم چې په افغانستان کې امریکايي پوځیانو ته دا واک ورکړای شوی چې کله پر دوی حمله وشي د ځان د دفاع لپاره اقدام وکړي،میلر دا خبره د یوې پوښتنې په ځواب کې کړی ده. له ده څخه وپوښتل شول چې په افغانستان کې پر امریکايي پوځیانو د حملې په صورت کې، چې عموماً د پولو له پوري غاړي د پاکستان له خاورې څخه د حقاني شبکې او نورو سخت دریځو ډلو له لوري کېږي، د ځوابي اقدام لپاره څه اصول لري،جېمز میلر د خپلو خبرو په دوام کې ویلی دی:زه په دې هم پوهېږم چې ایساف او د امریکا مرکزي قومانده له پاکستان سره په ګډه کار کوي چې د پولو په اوږدو کې هماهنګۍ ښې کړي، دوی په وروستیو میاشتو کې له افغان او پاکستاني خواوو سره څو ځلي درې اړخیزې غونډې کړي،میلر د پاکستان په خاوره کې د سخت دریځو خوندي پناهځایونه او ملاتړ د افغانستان د اوږدمهال ثبات او د امریکا او ناټو د ماموریت لپاره لوی خطروباله.

ډاکتر میلر د افغانستان په اړه د متحدو ایالتونو د اوسنۍ ستراتیژۍ دفاع وکړه، ویې ویل: دا ستراتیژي چې ولسمشر بارک اوباما جوړه کړې او اوس اجرا کېږي، د ده په وینا تر ټولو ښه ستراتیژي ده. ځکه چې په دې کې  د بلوا ضد کمپاین ترڅنګ د امنیتي مسوولیتونو د انتقال او له افغانستان سره د اوږدې مودې لپاره د امریکا د مرستې پردوام ټینګار شوی دی، دمیلر په وینا ددی ستراتیژی په نتجه کی به دافغانستان آمنیتی ځواکونه بشپړ او دحکومت ظرفیتونه به لوړ شې،دیوه بل ځانګړی را پور پر بنیاد پاکستان هڅه کوي چې د انرژۍ د اړتیا د پوره کولو لپاره له ایران څخه د ګازو د پایپ لاین د ورتېرولو په خاطر د روسیې مالي ملاتړ ترلاسه کړي،اسلام اباد وروسته له دې چې د چین صنعتي او تجارتي بانک د پاکستان او ایران د ګازو د پایپ لاین له پروژې په شا شو، وپتېیله چې د دې یو نیم ملیارد ډالري پروژې لپاره د روسیې مرسته ترلاسه کړي،پاکستاني کارپوهان له دې پروژې د چینايي بانک انصراف د امریکا د فشار په وجه بولي چې د ایران- پاکستان د ګازو د پایپ لاین د پروژې مخالفه ده،د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی عبدالباسط ویلی دی چې د پاکستان د حکومت یو پلاوی به د اپریل په میاشت کې مسکو ته لاړ شي چې د دې احتمالي معاملې په اړه خبرې وکړي،د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلیري کلنټن خبرداری ورکړی چې که پاکستان دا پروژه اجرا کړه نو له زیانه ډکې نتیجې به وویني.

سلام خان

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • آسمانخراشی که هر منزل آن ۳۶۰ درجه گردش می کند
    • بعضی از کشور های اسلامی از دین و جهاد در افغانستان استفادهٔ ابزاری می کنند: شیخ صبری
    • په مزار شريف ښار کې اورلګیدنې شاوخوا ٢٠٠هټۍ سوځولې
    • تحولات مصر از نظر آگاهان بحران مصر
    • توافق حزب اسلامی و حزب وحدت اسلامی بریک نامزد مشخص برای انتخابات
    • مظاهرات خشمگین مصر
    • د درواغو نه ویلو ورځ
    • د خوست ولايت مقام دژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې پيغام
    • ایجاد راه آهن ترکمنستان-تاجکستان افغانستان محور مذاکرات دوشنبه
    • کشته شدن ۱۷ تن از اعضای گروه طالبان در ولایت بغلان