Posts | Comments | E-mail /

په ميدان وردګو ولايت کې دوسلوالو مخالفينو قوماندان ونيول شو

Posted by on Mar 31st, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

میدان ښار( شاهد الله شاهد):- دمیدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ دتنګي   دجماد خیلو په سیمه کې بیګاه شپه ۲ بجې  دګډو ځواکونو په عملیاتو کې د وسلوالو مشهور قوماندان سیف الرحمن د خپلو دوه ملګرو سره  د خپلو وسلو  او مهماتو سره  ونیول شو.

سیف الرحمن چې دوسلوالومخالفینو لخوا د سیداباد ولسوالۍ دتنګي او شیخ اباد سیمو لپاره نظامي مسول ټاکل شوې وو چې بیګاه پرې عملیات ترسره شو او دخپلو ملګرو سره  په یو کور کې ونیول شو چې  نوموړې نیول شوې کسان ایساف ځواکونوله ځان سره بیولي دي.

 نوموړی تیرکال هم په نوموړو سیمو کې په یو زیات شمېر  وسلوالو بریدونو کې لاس در لود او نوموړې  په همدغه سیمو کې یو زیات شمېر ملکي وکړي د دحکومت سره دهمکارۍ په تور هم په شهادت رسولي وو.

همدارنګه دګډو ځواکونو لخوا  بیګاه ناوخته  دجغتو ولسوالۍ دسربند په سیمه کې  وسلوالو سره په یوه نښته کې  یوتن وسلوال عبیدالله  دسلطان عزیز زوی  وژلې او دهغه څخه یې کلاشینکوف او مهمات ترلاسه کړي دي.

دیو بل خبر له مخې افغان او نړیوالو ځواکونو دنرخ ولسوالۍ د زمان خیلو او شاکابل په سیمه کې  ۴ حلقې ماینونه، ۱۵ دهوان مرمۍ، یو بوجۍ چاودیدونکي مواد  او د ماین ايښودلو مواد هم ترلاسه کړې دي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • توافق حزب اسلامی و حزب وحدت اسلامی بریک نامزد مشخص برای انتخابات
    • مظاهرات خشمگین مصر
    • د درواغو نه ویلو ورځ
    • د خوست ولايت مقام دژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې پيغام
    • ایجاد راه آهن ترکمنستان-تاجکستان افغانستان محور مذاکرات دوشنبه
    • کشته شدن ۱۷ تن از اعضای گروه طالبان در ولایت بغلان
    • رقص و پایکوبی سربازان افغان و خارجی در ولایت قندهار
    • زخمی شدن ۸ نفر در حمله انتحاری قندهار
    • تا نابودی کامل کودتاگران به مبارزهٔ خود ادامه میدهیم:- رهبر اخوان المسلیمن مصر
    • توفان و عمامه