Posts | Comments | E-mail /

په غزنی ولایت کې دوه ماشومان د تېزابو د پاشلو له امله ووژل شول

Posted by on Mar 31st, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

غزني ښار د رارسیدلو خبرونو پر اساس، په غزني ولایت کې دوه ماشومان د تېزابو د پاشلو له امله وژل شوي او مړي يې د ملي اردو ځواکونو لخوا موندل شوي دي.

د غزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي  په دی هکله وایی، چې تېره ورځ د غزني ولايت اړوند د اندړو ولسوالۍ د نانې په سيمه کې د دغو ماشومانو مړي موندل شوي دي.

د هغه په وينا، وژل شوي ماشومان يو هلک او يوه نجلۍ دي او ښکاري چې هلک لس کلن او نجلۍ اته کلنه وه، چې پر مخونو يې تېزاب پاشل شوي او دواړه ځاى پر ځاى وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه: ((په سيمه کې د ملي اردو سرتېري پر ګزمه بوخت وو، چې دغه وژل شوي ماشومان يې وموندل او وروسته يې په سيمه کې خلکو ته وسپارل.))

د ده په خبره،تراوسه د وژل شويو ماشومانو هويت نه دى څرګند، خو په اړه يې پلټنې روانې دي، چې د کوم ځاى دي او چا وژلي دي.

د والي مرستيال زياتوي، چې په دې تور تراوسه څوک نه دي نېول شوي، خو پوليسو يې په اړه ډېرې جدي پلټنې پيل کړي دي.

د غزني د عامې روغتيا رياست وياند صفي الله هم د دې پېښې پخلى وکړ او زياته يې کړه، چې دوه ماشومان د غزني روغتون ته راوړل شوي، چې پر مخونو تېزاب پاشل شوي وو او د همدې له امله وژل شوي دي.

د هغه په وينا، روغتون ته ياد ماشومان د اندړو ولسوالۍ د نانې سيمې د اوسيدونکو لخوا ور وړل شوي او پر مخونو يې د تېزابو د پاشلو له امله پېژندګلوي نه کيږي.

د اندړو ولسوالۍ د نانې د سيمې اوسيدونکي عيدمحمد، چي دغه جسدونه يې په خپل موټر کې روغتون ته وړي وو،  وایی چې دوى ته وژل شوي ماشومان د ملي اردو ځواکونو لخوا ورسپارل شول، چې روغتون ته يې يوسي.

ده زياته کړه: ((ماپه خپله هغه ځاى وليدلو چې دغه ماشومان په کې وژل شوي وو، د دوى د جسدونو ترڅنګ د تېزابو دوې وړې بوشکې هم پرتې وې، خوا ته يې د انسان د پښو او د موټر د ټايرونو نښې هم ښکاريدې.))

د دې پېښې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې وړ ده، چې په ٢٠٠٨ زيږديز کال کې د کندهار د ميرويس مېنې د ليسې د ١٥ نجونو پر مخونو هغه مهال د ناڅرګندو کسانو لخوا تېزاب وپاشل شول، چې د ښوونځي پر لور روانې وې، خو په دې پېښه کې څوک ونه وژل شول.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • خروج نیروهای پولندی قبل از پایان ماموریت نظامی آنها
    • امریکا آمادهٔ پذیرش یک رئیس جمهور زن است:- میشل اوباما
    • کشته و زخمی شدن ۱۰ نفر در نتیجهٔ انفجار ماین کنار سرک در ولسوالی مارجه ولایت هلمند
    • ولسوال نام نهاد طالبان برای ولسوالی بغلان مرکزی کشته شد
    • سازمان امنیت ملی امریکا پروگرام های نظارتی خود را قانونی اعلام کرد
    • آغاز تمرینات نظامی تحت عنوان رفاقت نظامی ۲۰۱۳
    • نیروهای کودتاچی مصر مسجد فتح قاهره را تحت محاصرهٔ خود در آورده اند
    • طالبان ۱۰ تن از کارکنان یک شرکت سرک سازی را در ولایت هرات گلوله باران کردند
    • باز داشت ۱۰۰۰ تن از هواداران اخوان المسلمین در مصر
    • تعداد از مشاورین امریکایی برای مهار تهدید روز افزون القاعده در عراق مستقر می شوند: وزیر خارجه این کشور