Posts | Comments | E-mail /

دانسل دې نور تاوان نه ورکوي!

Posted by on Mar 31st, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

غفور لیوال

کوم نسل؟

کیدای شي ځوان نسل ورته ووایو ، خو په دې توپیر، چې یوازې دعمر له پلوه ځوان نه ، بلکې دفکر او هڅو له پلوه ځوان نسل وي، که هر څومره کلونه پرې او ښتي وي. ددې نسل په پیژندنه لږ تم کیږم :

هر هغه افغان چې همدا اوس د افغانستان دژغورلو او دافغان انسان د هوساینې لپاره فکر او هلېځلې کوي او یا یې لږ ترلږه ارمانجن وي. هرهغه سپینږیری یا په عمر زلمی افغان چې بل افغان یې نه وي وژلی او هرهغه مشر یاکشر افغان، چې ددې هیواد په لوټ تالان کې لاس ونلري. هر افغان چې په چپ یا ښي افراط کې دومره نه وي ډوب شوی چې دهغه لپاره یې دبېګناه افغانانو مرګ روا بللی وي او دخپلو هیوادوالو او هیواد دشتمنۍ په لوټولو کې یې لاس نه وي ککړ، هر افغان چې دپردیو ایډیولوژیو لپاره یې دافغاني ارزښتونو پلورلو ته زړه نه وي ښه کړی اوهر افغان چې د پردیو لپاره یې په خوشخدمتۍ کې خپل هېواد ته زیان نه وي رسولی. هر افغان چې (افغان انسان) او افغانستان ترخپلو شخصي، ډله ییزو او یا بل ډول ګټو نه ځاروي، په دې نسل کې شامل دی او له نیکه مرغه، چې دا نسل یو لوی اکثریت دی. نن زه دهمدې نسل په هکله خبرې کوم او نن زما مخاطب ، ایډیال او دبحث وړ نسل همدا نسل دی، چې زه دلته ورته ځوان نسل وایم او بیا یې تکراروم چې له ځوانۍ مې موخه عمر نه، بلکې پاکي او پاکلمني ده.

دا ځوان نسل دې نور د تیرو سیاستبازیو تاوان نه ورکوي.

نن که دغه ځوان نسل وژل کیږي ، که له انساني ژونده محروم دی، که ښوونځي و پوهنځي و کارځي نلري ، که له کار او سالمې بوختیا څخه محروم دی، که ملکیت نلري او که رواني ستونځې یې ځوروي دا هر څه دتیرو او روانو  ناسمو سیاستبازیو تاوان دی چې دغه معصوم او بېګناه نسل یې ورکوي. ایا دې نسل کله هم له ځانه پوښتلي چې ولې؟

ولې دهماغو تیروتنو ځینې استازي لاهم پر دوی واکمن دي او ځوان نسل زبیښي ، زمولي او خوري یې؟ یو لامل یې دادی چې موږ بېځایه په خپله سابقه کې ورک او پټ یو ، نن او سبا ته مو پام نشته.

ستونځه:

موږ لاهم په تاریخ کې جنګیږو ، موږ لاهم د هغو څیرو په دفاع یا غندلو وخت تیروو، چې نور نو دتاریخ برخه ګرځیدلي دي او زموږ دنن اوسبا دښه کولو لپاره څه نشي کولای، ولو که همدا اوس دهېواد په سیاسي سټیج کې لوبیږي هم. زه دبحث په مجلسونو ، سیاسي خبرو، مطبوعاتو، افغاني ویبپاڼو او ناستو ولاړو کې وینم، چې ځوان نسل ددې پر ځای چې پر خپل برخلیک فکر او خبرې وکړي یا خپله نن او سبا وڅیړي د هغو سیاستونو او څیرو په اړه ددفاع یا غندنې هڅه کوي چې ددوی لپاره هیڅ هم نشي کولای. دچا لپاره یو تاریخي سیاستوال سپیڅلی او منلی دی او دبل لپاره یو بل ټوپکوال خاین او وطنپلورونکی ښکاري. یو دیوه ننګه کوي اوبل دبل غندنه ، په دې ناندریو وخت ، اینرژی او فکر ضایع کوي،  ان چې پخپلو کې سره دوښمنۍ ته اړ کیږي، دخپلو ادعاوو لپاره دلایل پیدا کوي او زور وهي، چې خپله خبره زباد کړي ، خو په دې هېڅکله فکر نکوي چې ددې ټولو هڅو څه ګټه ؟ دا هرڅه ددوی د ژوند د ښه کیدو لپاره څومره بدلون راوستلای شي؟ دجګړې او بحران د زمانې یو تاوان دادی چې زموږ ځوان نسل یې د تاریخ په دعوو کې ښکېل کړی دی. زه ځوان نسل له تیر نسل څخه دهغوی د تیروتنو او بحران راوستلو لپاره کسات اخیستلو ته نه رابولم خو دهیرولو سپارښتنه یې ورته کوم. زه له تاریخ او له تاریخي پیښو څخه دزده کړې او تجربې اخیستلو منکر هم نه یم، خو په تاریخ کې ورکیدل او پوپنا کیدل هم نه غواړم. د ځوان نسل لپاره تاریخ یوازې ددومره لوستلو وړتیا لري ، چې تیروتنې یې تکرار نشي او ښې تجربې یې نوې کړای شي او بس!

کله چې تاریخ یادوم موخه مې یوازې پیړۍ پیړۍ پخوانۍ پیښې ندۍ ، همداپرون دشنبې ورځ هم دتاریخ برخه ده ، همدا تیره دیرش کاله جګړه هم تاریخ ده، چې پرته له تجربې اخیستلو په بل هیڅ نه ارزي ، ځکه موږ یې نه خپلواک کړي یو او نه یې ماړه کړي یو ، په میلیونونو ووژل شو ، خولاهم وږي ، دبل تر اغیز لاندې ، محروم او بیچاره یو.

که دځوان نسل دوه تنه د پلاني خان او استاذ پلاني یا کوماندان بستاني یا هم بل ښاغلي په سر یو دبل سرونه مات کړي، خو هغه ښاغلي زورور پرې خبر هم نه وي دا به ځوان نسل ته څه ورکړي؟

ځوان نسل ( بیګناه نسل) په همدې لانجو کې دپخوانیو دتیروتنو او خیانتونو تاوان ورکوي ، داتاوان څومره ځوروونکی دی ، ځکه یو خو یې له دې نسله هرڅه اخیستي دي ، د محرومیت په وچ ډاګ یې کینولی دی اوبل داچې په  یوه رواني جګړه کې یې ښکېل کړی ، داسې یوه جګړه ،چې لاهم ځان نشي ترې ژغورلای . دا تاوان یوازې دومره ندی چې له دې نسله یې هرڅه غلاکړي دي، بلکې داسې هم دی چې ددوی راتلونکی وروژني دوی یې د تیرو نسلونو په تورولو یا سپینولو داسې بوخت کړي چې دراتلونکي دروڼولو توان او وخت نه مومي ، دا تاوان ډیر لوی تاوان دی. ملامت سیاستبازان، ځوان نسل په خپل ملاتړاو ځان سپینولو بوخت ساتي ، یو خو غواړي ددوی دمعصومیت تر شا پټ شي او بل له دوی څخه د پرمختګ امکان واخلي ، ځکه که ځوان نسل د پرمختللو هڅه وکړه بیا نو ملامت سیاستبازان خلکو ته مخ نشي ورښودلای، دوی غواړي؛ خلک له بده دبدتر حالت په لیدو دوی ته دوعا وکړي او ووايي : خدای دې پخوانی کفنکش وبښي!!!

درېیمه لار:

هر څه پای ته رسیدلي!!

هرڅه له سره پیل کیږي!!!

تیرې پېښې یوازې یو درس دی، چې ښه به یې په نوې بڼه تکراروو او بد به یې دتاریخ ګودال ته ورسپارو.

تر دې پرته نور ښايي له خپلې سابقې سره اړیکې پرې کړو. یو نوی افغانستان جوړول په ځینو پخوانیوکږلارو ازمویل شویو څیرو نه جوړيږي . دنن او سبا افغانستان به همدغه ځوانفکره او ځوانعمله ( همدغه بېګناه) نسل جوړوي اودې ته به ځان وزګاروي.

درېيمه لاره همدا ده چې دا نسل دې نور دتیرو تیروتنو او خیانتونو، وطنپلورلو او جګړو تاوان نه ورکوي ، تېر سیاستونه دځینو د مړولو ، ځواک ته رسېدلو او ځان چاغولو لپاره پرموږ راتپل شوي وو ، موږ نور دهغو په اور کې ځان نه لولپه کوو. دهغوی په غندلو یا ستاینو ځان نه ستومانه کوو ، ددرېیمې لارې نسل ایله همدومره وخت ،توان ،اینرژي او پوهه ولري چې خپله نن او سبا جوړه کړي او خپله ترخه ماضي هیره کړي .

که موږ نن وږي ، محروم، وران ، بې ملکیته ، له پوهې او پرمختګه لرې ، ښکېل، بې مشره او بدمرغه یو آیا دا ددې په مانا نده چې پر خپله سابقه د ویاړ کولو لپاره ډیر څه نلرو ؟

آيا نه ښايي موږ دپرون د پیښوپه اړه دشرم احساس وکړو؟ آیا دنننۍ بدمرغۍ لپاره پروني ملامته ندي؟

نو آیا، که موږ نن دا هرڅه هېر نکړو او دسبا لپاره مټې راونه نغاړو د سبا نسل به موږ همداسې ملامت او خدای مه کړه مختوري ونه ګڼي ؟

د ملي ویښتیا او روښانتیا یوه لویه برخه کار همدا دی چې د ځوان نسل پام سبا ته راواړوو. شاته مه ګورئ ، دمخته تللو لپاره وړاندې وګورئ او که نه سر به مو بیا په ډبره ولګیږي.

تیر ملامت سیاستبازان له تاسو سره هیڅ مرسته نشي کولای ، هغوی له تاسو څخه خپل سپیناوی غواړي او بس. تیر ملامت سیاستبازان غواړي ستاسو دسپیڅلتیا تر شا ځانونه پټ کړي او خپلې غلا کړې شتمنۍ ستاسو پر اوږو وچلوي ، هغوی لرې وغورځوئ ، خپل همزولي ویښ او روښانه کړئ او دودان افغانستان لپاره نوې لارې پخپله رامنځته کړئ .

پام !!

ځینې نومونه هسې لوی ښکاري ، تر هغو تاسو ډیر پیاوړي یاست ، تر هغو تاسو پاکلمني یاست او تر هغو تاسو دخلکو د ډاډ وړ یاست ! تاسو یې کولای شئ!! دباور او اعتماد بحران چې هغوی رامنځته کړی، تاسو یې له منځه وباسئ!

دا شعارونه ندي دا دویښتیا او روښانتیا د ملي غورځنګ غږدی، هر څه له سره پیل کړئ او نور د پخوانیو تیروتنو تاوان تاسو مه ورکوئ! دتیرو د ګناهونو ، خیانتونو یا تش په نامه ویاړونواوشهکاریو سپینول او تورول هیڅ په دې نه ارزي چې تاسو ځانونه (سره) او(شنه) کړئ ، دتیرو ګناهونو په ټس کې یوبل مه سوزوئ ، ځکه تاسو بېګناه یاست ، تاسو ددوی دتېروتنو له امله ډلې ډلې مه کیږئ ، دوی پرته له دې چې هرڅه درنه واخلي هیڅ هم نشي درکولای ، په رنګونو پسې مه ځئ ، ځانته یوه سپینه اوسپیڅلې سبا جوړه کړئ ، همدا ده دویښتیا او روښانتیا پیل .

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • مظاهرات خشمگین مصر
    • د درواغو نه ویلو ورځ
    • د خوست ولايت مقام دژورې خواشينۍ اوډاډګيرنې پيغام
    • ایجاد راه آهن ترکمنستان-تاجکستان افغانستان محور مذاکرات دوشنبه
    • کشته شدن ۱۷ تن از اعضای گروه طالبان در ولایت بغلان
    • رقص و پایکوبی سربازان افغان و خارجی در ولایت قندهار
    • زخمی شدن ۸ نفر در حمله انتحاری قندهار
    • تا نابودی کامل کودتاگران به مبارزهٔ خود ادامه میدهیم:- رهبر اخوان المسلیمن مصر
    • توفان و عمامه
    • وقوع حمله انتحاری در نزدیک میدان هوایی قندهار