Posts | Comments | E-mail /

په روزګان کې هم د بهرنيو ځواکونو لخواد قرانکريم د سوځولو خبر ورکړل شو

Posted by on Feb 29th, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

ترينکوټ : شاوخوا دوه زره تنو په روزګان کې د بهرنيو ځواکونو پر ضد سوله ييز لاريون وکړ او ويل يې چې يادو ځواکونو په دې ولايت کې د قرانکريم نسخې او نور ديني کتابونه سوځولي دي.

 دغه لاريون د روزګان د مرکز اړوند د ديجوز له سيمې پرون غرمه مهال پيل او د مرکز ترينکوټ په ښار کې له غرمې وروسته په شاوخوا درېيو بجو پاى ته ورسېد.

 خو په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر په دې ولايت کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د قران کريم د نسخو او نورو ديني کتابونو د سوځولو دعوه ردوي او وايي، چې هلته هېڅ داسې کوم کار نه دى شوى.

 د اروزګان امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې په دې ولايت کې د قران کريم د نسخو او نورو دينو کتابونو د  سوځولو په اړه يې راپور نه دى تر لاسه کړى.

 خو له لاريون کوونکو څخه د ملاخيرالله په نوم يو تن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې بهرنيو ځواکونو تېره ورځ د ترينکوټ اړوند د ديجوز په سيمه کې د خلکو پر کورونو د چاپې پر مهال، د نور ديني کتابونو ترڅنګ د قران کريم څو نسخو ته سپکاوی کړی او سوځولي يې دي.

 يوه بل لاريون کوونکي مولوی محمدغوث هم د ملا خيرالله څرګندونې تاييد کړې او له چارواکو يې غوښتنه وکړه، چې د دا ډول ناوړه کړنو پر وړاندې کلک اقدام وکړي.

 لاريون کوونکو د امريکا او ناټو پرضد شعارونه ورکول او ويل يې حاضر دي،چی قران کريم ته د سپکاوي د مخنيوی لپاره له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.

 دغه راز لاريون کوونکو غوښتنه کوله چې قران مجيد ته سپکاوي کوونکي په علني ډول محاکمه او مجازات  شي، ترڅو په راتلونکي کې د دا ډول کړنو مخه ونيول شي.

 د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل وايي چی نننی لاريون سوله ييز و، مرګ ژوبله يې نه لرله او پوليسو ورته امنيتي تدابير نيولي وو.

 د ده په وينا، امنيه قوماندانۍ د بهرنيو ځواکونو له خوا په ديجوز سيمه کې د قران کريم د سوځولو په اړه کوم راپور نه دى تر لاسه کړى.

 خو په ترينکوټ کې د لومړۍ امنيتي حوزې امر ګل اغا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ديجوز کې قران کريم ته سپکاوى نه دى شوى او د ننني لاريون اصلي موخه په بګرام کې د امريکايي ځواکونو له خوا د قران کريم د څو نسخو د سوځولو په وړاندې د غبرګون ښودل و.

 خو په ديجوز کې د قران کريم د نسخو د سوځولو په تړاو پژواک ته د لاريون کوونکو د څرګندونو په اړه ګل اغا وويل، چې د لاريون کوونکو په منځ کې يو شمېر کسانو د خپلو شخصي موخو لپاره نور مسايل مطرح کول.

 د اروزګان نننى لاريون په داسې حال کې کېږي، چې تېره اونۍ د بګرام په هوايي ډګر کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د قران کريم څو نسخې او نور ديني کتابونه وسوځول شول، چې په غبرګون کې يې په مرکز او ولايتونو کې د لاريونونو په ترڅ کې د يوه پوليس او دوو بهرنيانو په ګډون نږدې ٤٠ تنه لاريون کوونکي ووژل شول او شاوخوا ٢٧٠ نور ټپيان شول.

 د امريکا ولسمشر او ځينو نورو چارواکو او په افغانستان کې د ايساف عمومي قوماندان د بګرام د پېښې په اړه بښنه غوښتې او په دې اړه پلټنې روانې دي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • اگر به ترجمانان افغان در بریتانیا پناهندگی داده نشود؛ امکان دارد که آنها با خطر مرگ مواجه شوند: نواسهٔ وینستون چرچیل
    • د هندوستان د آزادۍ ورځ په کندهار کې ولمانځل شوه
    • دخوست د ښار جوړونې رياست ته نوى ريس وروپېژندل شو
    • آغاز عملیات تصفیوی عقاب در ولسوالی امام صاحب ولایت قندز
    • القاعده از سرحد افغانستان- پاکستان نقل مکان می کند
    • امریکا و متحدانش باید فورا تعداد نیروهایی را که پس از سال 2014 در افغانستان حضور خواهند داشت، اعلام کنند: قوماندان سابق نیروهای ناتو
    • بهرنۍ عينكې!
    • بدون شرح
    • جان کری خشونت های اخیر مصر را به شدت محکوم کرد
    • د ټاکنو په اړه د استاد سياف له لوري “ملي اجماع” جوړېږي