Posts | Comments | E-mail /

د پردو جاسوسان د افغانانو له پاریدلو احساساتو څخه ناوړه استفاده کوی

Posted by on Feb 29th, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

امان الله عمر
په افغانستان کی د امریکایی ځواکونو په بګرام اډه کی د قرانکریم د سوځیدا له امله د افغانستان په ډیرو سیمو کی اعتراضی لاریونونه شوی ،خو په نتیجه کی ګټه یی د سیمی هیواونو ته رسیدلی، او په دی لاریونونه کی ګڼ شیمیر افغانان وژل شوی یا ټپیان دی. د بده مرغه د ښاغلی حامد کرزی د کمزوری مدیریت له امله ایران او پاکستان په افغانستان کی  لاسووهنی  کوی ،او د حکومتی چارواکو له لوری په دی ترڅ کی هيڅ نه دی تر سره شوی،  نو د همدی له کبله د ایران او پاکستان پلویان غواړی د افغانانو د پاکو احساساتو څخه ناوږه ګټه پورته کړی ،او د افغانانو برخلیک تیاره کړی.  ایران او پاکستان نه غواړی افغانستان په نړیوال ډګر کی کلک او تل پاتی دوستان ولری، نو ولیدل شو، چی په افغانستان کی  د ولسی جرګی د اداری هیت له لوری د جهاد او مسلحانه پاڅون فتوا ورکول کیږی او استخباراتی چارواکی خاموشی غوره کوی. د حامد کرزی حکومت دومره کمزوری دی چی د ایران او پاکستان د بربنډ مداخلی مخه نشی نیولی ،دا په داسی حال کی چی نوموړی پیښه سهوآ رامنځته شوی او امریکایی ځواکونو په تکرار ویلی، چی دا عمدی نه ول او په دی پیښه کی  د امریکی متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما بخښنه وغوښته ، او د امریکی پوځ وویل چی دا کار سهوا شوی دی . د افغانستان میږانی اولس باید اجازه ورنکړی چی  مظاهری په تاوتریخوالی بدلی شی، چی په نتیجه کی تاوان یی افغان اولس ته دی . د ایران او پاکستان پلویان او جاسوسان د حالاتو حساسیت څخه ګټه پورته کوی او د جهاد فتوا ورکوی او په دی لړ کی ددی هیوادونو رسنیو  ناوړه تبیلغات کوی او دننه په افغانستان کی د ایران او پاکستان پلویان د خپلو رسنیو له لاری د افغانستان د ملی ګټی پر خلاف ناروا خپرونی کوی ، د ایران او پاکستان موخی په افغانستان کی د افغانانو د ملی حاکمیت د نه جوړیدو او د افغانستان او د امریکی متحده ایالتونو د ستراتیژیک تړون یا معاهدی څخه مخینوی دی.  نو د افغانستان ملی او دیموکراتیکو روښنفکرانو ته پکار دی ،چی د ملی ګټی پر اساس ددی هیوادونو پر وړاندی خپل غږ هر چیری چی دی پورته کړی او خپل پیغامونه خپور کړی ،او اولس دیته وهڅوی ،چی د تشدد او تاوتریخوالی لور ته د لاریونونو او غونډو د بیولو څخه په کلکه مخینوی او غندنه وکړی ، دګاوندویو هیوادونو جاسوسانو ته وخت ورنکړی چی عامه او دولتی تاسیسات ته زیان واړوی ، دا اوس ایران او پاکستان په افغانستان کی لوی لاس لری او حتی د افغانانو له لوری سیاسی ګوندونو جوړ شوی چی د همدی هیوادونو ګټی د افغانستان په دننه کی انعکاسوی او په منظم ډول ددی هیواونو له لوری مالی امکانات دوی ته ورکول کیږی، او دوی رسنیی هم لری، چی په دی وروستو لاریونونو کی دا رسنیی خپل رول ولوبول او افغانان دیته متوجه شول چی ګانډویانو په افغانستان کی څومره لوی لاس لری. د ایران او پاکستان غږ په افغانستان کی د د دوی د جاسوسانو او پلویانو له حنجرو څخه خپریږی  او پورته کیږی ،او له خلکو غواړی چی په دولتی تاسیساتو بریدونه وکړی، او د همدی حلقو له لاری د جهاد او جګړی فتوا ورکول کیږی. اولس دیته هیڅول کیږی چی مسلحانه قیام وکړی تر څو د دوی اهداف په افغانستان پلی کړی شی .هر څه د قرانکریم د سوځیدو پیښه یو سهوی عمل وو  او ددی پیښی له امله  د امریکی متحده ایالتونو پوځی او دولتی مشرانو او په افغانستان کی د ناتو او امریکایی ځواکونونو عمومی قوماندان  بیا بیا بخښنه وغوښتل نو بیا څه وشول چی دا لوبه جاری ساتل شوی، د افغانستان امنتیی ارګانونه په لاریونونو کی د تشدد له امله یو شمیر کسان نیولی او زندان ته اچولی، چی د خلکو پاملرنه بله خواته سوق کړی د افغانستان دولتی او نظامی مشران د ایران او پاکستان د لاسووهنو په هکله په ښکاره څه نه وایی او هغه شمیر کسانو چی مرکزی رول یی تر سره کړی او د افغانستان په لوړ څوکو کی کار کوی د امنیتی ارګانونو لخوا دوی ته څه نه دی ویلی شوی ،چی د بیلګی په توګه د ولسی جرګی په دننه کی د اداری هیات لخوا د جهاد او مسلحانه قیام فتوا ورکول ملی خیانت دی ، او حامد کرزی ته پکار دی چی د دوی پر وړاندی عمل وکړی او هغوی چی د جهاد او مسلحانه پاڅون فتوا یی ورکړی باید چی ونیول شی ، او د ملی خیانت په جرم دی محمکه کړی شی دا چی د حامد کرزی کمزوری مدیریت او دده په خوا کی لمړی او دویم  مرستیالان او د دوی اړیکی د ایران د دولت سره د هیچاه څخه پټه نه دی، پاتی همداسی دده په کابنیه او پارلمان کی د پاکستان او ایران پلویان خورا ډیر دی چی افغان اولس یی پیژنی، نو حامد کرزی د ایران او پاکستان د جاسوسانو په منځ کی بی واکه مشر دی چی نشی کولای مستقلانه پریکړی وکړی ، او د افغانستان ملی ګټی ته پام وکړی . که چیری د ایران او پاکستان د جاسوسانو د موندنی په خاطر د افغانستان ملی ارګانونه تلاښ وکړی نو نتیجه به یی ښه وی مګر په خوایشنی سره باید وویل شی چی د افغانستان استخباراتی ارګانونه تل  د کمزورو کسانو په نیولو یی اکتفا کړی ،او هغوی چی په لوړ مقاماتو کی کار کوی اصلا دوی ورته څه نشی ویلی خپله ولسمشر ښاغلی حامد کرزی صاحب په دی اعتراف دی چی د ایران له لوری مالی او نقدی امکانات پر ته د مالیی د وزارت نه تر لاسه کوی او دا نه دی معلوم چی دا امکانات څنګه او د کوم قانون له مخی دیته ورکوی کیږی، او ښاغلی کرزی صاحب په دی فکر نه کوی چی سبا به دا مشری نه وی او په همدی دلیل کیدای شی محاکمه شی نو ښه به دا وی چی په پاتی موده کی هر څه اولس ته ښکاره کړی او د ایران او پاکستان جاسوسان ،چی دیته ښه معلوم او ښکاره دی محکمه کړی دا به ددی رتلونکی تضمین کړی نو ښه به دا وی چی د په افغانستان کی د امریکایی ځواکونو په اډه کی د قرانکریم سوځیدو پر مسله هغوی چی د جهاد فتوا یی ورکړی او هغوی چی  اولس یی تحریک  کړی ،او د افغانانو د پاکو احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته شوی باید چی ولسمشر په کلکه اقدام وکړی او دا به ښه وی چی ځان دی بری الزامه کړی چی د ګاونډیانو پروا نه ساتی او د افغانستان ملی ګټی ته وفادار پاتی دی
ایران او پاکستان هغه څه چی په افغانستان کی غواړی نشی کولای چی تر لاسه یی کړی. د امریکی دفاع وزیر ویلی چی د افغانستان پر وړاندی د دوی په ژمنیتا کی څه توپیر نه دی راغلی او دوی د افغانستان خلکو ته  د پرمختیګ هیلی لری. په دی ترڅ کی د ناتو مشر په امریکی کی  ویلی د دغو لاریونونو او له تشدده ډکو مظاهرو چی د امریکایی ځواکونو په اډه کی د قرانکریم د سوځیدو له امله په افغانستان کی پیښ شوی دوی په خپل  ژمنه کی ولاړ پاتی دی، همداسی نوموړی زیاته کړی چی د دغو پیښو له غمیزی او هغو ستونزو سره سره چی مونږ ورسره مخامخ یوو باید له خپل موخه په شا نه شو چی په افغانستان کی د سولی راوستل او ارامی دی زمونږ ټولو ګټه په دی کی ده باید زمونږ د کډو هلوځلو تمرکز دی لور ته وی. نو ښکاره دی چی ایران او پاکستان په خپل هدف کی ناکام پاتی شوی او غرب نشی کولای چی افغانستان دوی ته حواله کړی
په درنښت
فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • بهرنۍ عينكې!
    • بدون شرح
    • جان کری خشونت های اخیر مصر را به شدت محکوم کرد
    • د ټاکنو په اړه د استاد سياف له لوري “ملي اجماع” جوړېږي
    • در پی درگیری های خونین مصر معاون رئیس جمهور این کشور استعفا کرد
    • سرمنشی عمومی سازمان ملل متحد خشونت های اخیر مصر را تقبیح کرد
    • روزی که مصر به خون مصری ها گلگون شد
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ انفجار در یک رستورانت در ولایت تخار
    • خوست والي وايي که هر مامور درې ورځې غيرحاضري وکړي، کسر معاش به شي!!
    • د خوست ولایت د نادرشاه کوټ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ په اداري برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه