Posts | Comments | E-mail /

حامدکرزي د نوي زیلاند د نوي سفیر باورلیک ومانه

Posted by on Feb 28th, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل:- د جمهوری ریاست د خبر پاڼې پر اساس، جمهور رئيس حامد کرزي، د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې د افغا نستان لپاره د نوي زیلاند د نوي سفير “جستین پیتر فیپولي” باورلیک  و مانه.

د باور لیک د وړاندې کولو له مراسمو وروسته چې نن په ارګ کې پرځای شول، د هېواد جمهوررئیس د افغانستان لپاره د نوي زیلاند سفیرته په نوې دنده کې د بریالیتوب هیله وکړه، وې ویل: دا چې تاسو له ډېر لیرې ځای څخه د نوي زیلاند د حکومت په استازیتوب د افغانستان د خلکو د مرستې او همکارۍ لپاره راغلي یاست، قدرداني مو کوم.

په مقابل کې د نوي زیلاند سفیر په افغانستان کې د خپل ماموریت له پیل کیدو څخه د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې د بامیانو په ولایت کې د هغه هېواد د یو شمېر پروژو، په ځانګړې توګه د لمریزې انرژۍ  د پروژو د کار د جریان په اړه حامدکرزي ته معلومات ورکړل.

ده، همدا راز ژمنه وکړه هڅه به وکړي چې په افغانستان کې د خپل ماموریت په دوران کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره ګټور کارونه ترسره کړي.

د یادولو وړ ده چې د باورليک د وړا ندې کولو په مراسموکې د بهرنيو چارو وزارت سیاسي معین جاوید لودین او د دغه وزارت د تشريفاتو رئيس حميد صديق هم برخه لرله.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • بهرنۍ عينكې!
    • بدون شرح
    • جان کری خشونت های اخیر مصر را به شدت محکوم کرد
    • د ټاکنو په اړه د استاد سياف له لوري “ملي اجماع” جوړېږي
    • در پی درگیری های خونین مصر معاون رئیس جمهور این کشور استعفا کرد
    • سرمنشی عمومی سازمان ملل متحد خشونت های اخیر مصر را تقبیح کرد
    • روزی که مصر به خون مصری ها گلگون شد
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ انفجار در یک رستورانت در ولایت تخار
    • خوست والي وايي که هر مامور درې ورځې غيرحاضري وکړي، کسر معاش به شي!!
    • د خوست ولایت د نادرشاه کوټ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ په اداري برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه