Posts | Comments | E-mail /

پنتاګون : سلاکاران به ډېر ژر بېرته خپلو دندو ته ستانه شي

Posted by on Feb 28th, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل  : د امريکا دفاع وزارت وايي، چې د دوى سلاکاران به ډېر ژر بېرته د افغانستان په وزارتونو کې خپلې دندې پيل کړي .

دغه سلاکاران وروسته له هغه د افغانستان له وزارتونو ‌څخه ووېستل شول، چې د کورنيو چارو په وزارت کې يوه نامعلوم وسلوال پر دوو امريکايي سلاکارانو ډزې وکړې او ويې وژل.

دامريکا په دفاع وزارت کې د سمندري ځواکونو وياند جان کربي، چې اوس په کابل کې دى، پرون د ويډيو کنفرانس له لارې په واشنګټن کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل، چې په افغانستان کې دايساف ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن دا په ډاګه کړې، چې ياد سلاکاران به بېرته خپلو دندو ته ستنېږي.

خو هغه زياته کړه، چې جنرال الن په دې اړه کره نېټه نه ده په ډاګه کړې ، چې دوى به کله په افغاني ادارو کې خپلې دندې پيلوي.

نوموړي وويل چې  جنرال الن هره ورځ په کابل کې دافغانستان دکورنيو چارو او ملي  دفاع وزارتونو له لوړ پوړو چارواکيو سره په دې خبرې او مشورې کوي، چې څه ډول د افغانستان په وزارتونو کې د بهرنيو سلاکارانو امنيت خوندي شي.

کربي زياته کړه : (( سلاکاران په موقت ډول له وزارتونو وتلي، ډېر ژر به بېرته ولاړ شي، خو دمګړۍ يې د تګ کره نېټه نه ده معلومه.))

ديادونې ده ، چې له دې پېښې وروسته د امريکا ترڅنګ ، بريتانيا، فرانسې او جرمني هم سلاکاران له افغاني ادارو څخه ووېستل.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • بهرنۍ عينكې!
    • بدون شرح
    • جان کری خشونت های اخیر مصر را به شدت محکوم کرد
    • د ټاکنو په اړه د استاد سياف له لوري “ملي اجماع” جوړېږي
    • در پی درگیری های خونین مصر معاون رئیس جمهور این کشور استعفا کرد
    • سرمنشی عمومی سازمان ملل متحد خشونت های اخیر مصر را تقبیح کرد
    • روزی که مصر به خون مصری ها گلگون شد
    • کشته و زخمی شدن ۱۳ نفر در نتیجهٔ انفجار در یک رستورانت در ولایت تخار
    • خوست والي وايي که هر مامور درې ورځې غيرحاضري وکړي، کسر معاش به شي!!
    • د خوست ولایت د نادرشاه کوټ قومي مشرانو د دغه ولسوالۍ په اداري برخه کې د بدلون غوښتنه وکړه