د نورستان څخه رسیدلی راپورونه وایی چی دملي اردو ځوا کونو نن سهار ددی ولايت د برګ مټال ولسوالۍ دطالبانو له وا کمنۍ څخه ا زاده کړه . دملي دفاع وزارت دمطبو عا تي دفتر يوچاروا کي ډګر وال رادمنش وویل د٢٠١ لمبر سيلا ب قول اردو دويمې لوا نن سهار په پنځو بجو او ديرشو دقيقو ددښمن له مقاومت پرته دبرګ مټال ولسوالۍ ونيوله .را دمنش وويل : دښمن د ملي اردو د عسکرو په ليدو سره له سيمې وتښتيد او اوس په دغې ولسوالۍ کې حالت نور مال دى . د برګ مټال ولسوالۍ ددرې ورځنې نښتې اود اووه ويشتو دښمنانو او اتو پو ليسو له وژل کيدو وروسته دوه ورځې مخکې يي سقو ط کړى و