Posts | Comments | E-mail /

په افغانستان کې د تلپاتې او دوامدارې سولې دراوستلو او په سیمه کې د اوږدمهاله ثبات لپاره افغاني نوښت (ابتکار

Posted by on Jan 31st, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

ډاکټر فاروق اعظم

له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو وتل به د ۲۰۱۱ میلادی کال په جولای کې پیل او د اعلان سوی پلان سره سم باید په ۲۰۱۴ کال کې بشپړ شي. خو لا هم په افغانستان کې دیوې تلپاتې سولې هیلې ډیرې مړاوې دي او د افغانستان سوله ایز راتلونکی همدومره مبهم او لیرې ښکاري لکه څومره چې په ۲۰۰۱ کال کې په افغان خاوره باندې د ناټو د لومړني عسکر دپلي کیدو پرمهال وو.

په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره یومهم جزء افغاني عنصر دی چې متأسفانه له اوله تردې مهاله له صحنې څخه په ناوړه ډول غایب دی. د افغانستان د سولې په پروسه کې د افغانی عنصر شاملیدو ته عاجله اړتیا او فعال نقش ته یی موقع ورکول ډیر ضرور دی. دغه نقش هغه نوښت (ابتکار) رامنځته کوی کوم چی په افغانستان کې د تلپاتې او دوامدارې سولې دراوستلو او په سیمه کې د اوږدمهاله ثبات لپاره د افغانستان د سوله ایز بدلون تولني وړاندي کړی دی. دا ټولنه د مخورو او بې طرفه افغانانانو لخوا څه دپاسه یو کال دمخه رامنځ ته شوه ترڅو دافغاني قضیې لپاره افغاني حل ولټوي.

د افغانستان سوله ایز بدلون د ټولني ستراتیژ‎ي، په سیمه کی د امریکا د متحده آیالاتو حضور په غور څاري او ددغه ستراتیژي په بریالی پلي کیدو سره په حقیقت کی د نړۍ په دغه برخه کی د امریکا رول او کردار ته د اشغالګر څخه د بیزنس پارتنر موقف ته یو نوی او مثبت تغییر ورکوي.

متحده ایالاتو په ۲۰۰۱ میلادي کال کې په افغانستان باندې پداسې حال کې برید وکړ چې نه روښانه سیاسي اهداف او نه لازم چمتووالی یې درلود. د یرغل په لومړیو کې، په طالبانو باندې چټک نظامي بریالیتوب امریکایان په ځان غره کړل.  د بون تړون په حقیقت کې د فاتحینو سوله وه چې د واشنګټن افغاني متحدینو پکې ګډون درلود. متحده ایالاتو د افغانانو او په ځانګړي ډول د پښتنو له کلتور او تاریخ څخه چې د هیواد اکثریت جوړوي اوپه بون کې منزوي شوي وو، لږ پوهه او فهم درلود. د پښتنو تاریخ پدې شاهد دی چې د بهرنیو یرغلګرو سره دوی سخت مقاومت کړیدی. متحده ایالاتو د روسانو د یرغل په وړاندې د افغانانو د مقاومت ملاتړ وکړ، مګر د روسانو له وتلو وروسته یې سملاسي افغانستان ته شا کړه. دغه کار د کورنیو جګړو او د هغو په نتیجه کی د یو لړ نورو ناخوالو د منځته راتلو سبب شو.

اوس، له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د ځواکونو وتل په څو دلایلو حتمي دي؛ یو دلیل یې دا حقیقت دی چی د بهرنیو فوجونو په وړاندی مسلح مقاومت اوس ملی بڼه غوره کړی او متحده ایالات نشي کولای ددغه ورځ په ورځ زیاتیدونکی مقاومت د ځبلو په منظور د څو راتلونکو لسیزو لپاره افغانستان ته نور عسکر واستوي او د اوږدې مودې لپاره په زیاته پیمانه مالي منابع ورته تخصیص کړي.  د ناټو غړي هیوادونه هم نور دېته زړونه نه ښه کوي چې افغانستان ته خپل زیات عسکر او منابع ولیږي. بل داچی، اوسنۍ افغان جګړه دا خطر له ځانه سره لري چې کرار کرار به دا جګړه د امریکائي جګړې شکل ځان ته غوره کړي او ټول بار به یې یوازی د امریکایانو پرغاړه وي.  پداسې حال کې چې تراوسه امریکا ادعا کوي چی دا د تروریزم په وړاندې نړیواله جګړه ده.  سربیره پردغو ټولو، افغان جګړې اوس خپله د ناټو تړون و موجودیت ته ستر ګواښ متوجه کړیدی.

په عمومي صورت دافغانستان له اوسني بحران څخه د ناټو او په ځانګړي ډول امریکا ته د وتلو آسانه لاره نه ترسترګو کیږي. تراوسه د طالبانو سره د مذکراتو لپاره د متحده ایالاتو د واضح او روښانه موقف او تعهد څرک لا نه ښکاري.

د افغانستان د ګډوډۍ یوه لویه برخه داده چې متحده ایالاتو د لسو کالو راهیسي پر جنګسالارانو، دبشرحقوقو په ناقضینو، فاسدو دولتی مامورینو او د مخدره موادو پر قاچاقبرانو تکیه کړیده. متحده ایالاتو فکرکاوه چې دا اشخاص دخپلو ټولنو نماینده ګي کوي او کولای شي چې خپل ولسونه د متحده ایالاتو د ګټو د خوندیتوب لپاره وکاروي. دا اټکل ناسم راوخوت او په کلکه یې په افغانستان کې د متحده ایالاتو هڅې زیانمنې کړې او په دقیق ډول یې د افغانانو هغه هیلې له منځه یووړې چې دیوه سوله ایز او با ثباته افغانستان لپاره یې له نړیوالي ټولني څخه درلودې.  د امريکايانو ستره غلطی دا وه چې د بن تر کنفرانس وروسته يې د جنگسالارانو ملاتړ ته دوام ورکړ. داسی ونشوه چی وسلې ترې واخيستل شي او ورته وويل شي چې که سياست کوئ نو له هر ډول ملېشو پرته به يې کوئ. د امریکایانو بله غلطی داوه چې اداري بنسټ لکه سياسي ادارې او قانوني ادارې یې رامنځته نکړې بلکه ټوله تکيه یې يوازې پر افرادو وکړه او هغه یی نور هم چاغ کړل.

ددې ترڅنګ، افغان ملي اردو تراوسه لا هم د قومي او تنظیمي اردو بڼه لري.  دغه اردو، دافغانستان ، د هیواد د اساسي قانون او ولسمشر په نسبت خپلو تنظیمي او قومي زورواکه مشرانو ته وفاداره دی.  افغان اردو د جګړې لپاره ایدیولوژي، هدف او انګیزه نلري او د معاش، رشوت او زورواکۍ لپاره جنګیږي. د افغان ملي اردو د شمیر زیاتوالي او ښه تجهیز ددې سبب قطعا نشي کیدای چې دغه اردو دا وړتیا پیدا کړي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته دهیواد بشپړ امنیتي مسولیت سمبال کړي.  د افغان ملي اردو څخه لږه هیله کیږي چې د متحده ایالاتو له فزیکي نظامي مرستې پرته به په مستقله توګه د طالبانو په وړاندې د دولت دفاع او ساتنه وکړای شي. همداراز، په کابل کې د حکومت په ټولو سطحو کې له فساد څخه جنګسالاران او بغاوت تغذیه کیږي. حقیقت دادی چې که څه هم د روانو هڅو په پایله کې ممکن یو ډول سوله او نسبي ثبات د سراب په شکل تر سترګو شي خو دکابل د فاسدې ادارې همداسی داوم به یو په بل پسې بحرانونه زیږوي او دیو بل ډول بغاوت او پاڅون سبب به شي.

د جګړې په ډګر کې تراوسه کوم لوی بریالیتوب ندی ترلاسه شوی. تقریبا نیم میلیون افغان او ناټو ځواکونه چې په ټولو عصري وسائلو مجهز دي، پدې ندي توانیدلي چې مقاومت له منځه یوسي. بلکه برعکس، مسلحو مخالفینو خپل نفوذ زیات کړیدی. تر دوو کالو وړاندې د ناټو ماهرینو فکرکاوه چې طالبان یوازې په هغو سیمو پورې محدود دي چی اکثریت یې پښتانه دي خو اوس طالبان د هیواد په هغو سیمو کی هم فعال دي چیرې چې پښتانه اکثریت ندي.  طالبان اوس د مقاومت په یوه ملي سرتاسري تحریک بدل شویدي. همداراز، تر دوو کالو وړاندې پورې یوشمیر خلکو فکر کاوه چې ناټو د افغانستان د مرستې لپاره دلته راغلې ده، مګر نن دا شمیر ډیر کم دی. اوس ولسمشر او ډیر لوړ پوري افغان مامورین دناټو عزائموته په شک ګوري.

دمتحده ایالاتو او کرزي اړیکې په زیاتیدونکې توګه مخ په خرابیدو دي او د ښه کیدو هیله یې نشته. امریکایان باور لري چې کرزی د خپل هیواد لپاره روښانه تصویر نلري، یو با اعتماده ستراتیژیک همکار ندی، د حکومتدارۍ د ښه والي لپاره یې کافي هڅې ندي کړې او له یوه بحران وروسته بل بحران زیږوي. له بله پلوه، کرزی په ښکاره ډول د ناټو په غړیو هیوادونو په ځانګړي ډول پر امریکا او بریتاینا باندې د فساد د خپرولو، مخدره موادو د کاروبار د تشویقولو او دمرکزي حکومت د کمزوري کولو له امله نیوکې کوي. نوموړي پر ناټو د یو اشغالګر ځواک او په افغانستان او سیمه کې د بې ثباتۍ د یوې لویې سرچینې په توګه ټاپه وهي. کرزی، امریکا تورنوي چې په افغانستان کې یوازې خپلې ګټي پالي، د ریاست جمهوري مقام توهینوي او دده وزیران او لوړپوړي چارواکي زړه توري کوي. نوموړی په ناټو تور پورې کوي چې قومي او نژادي درزونه رامنځته کوي او دده له حکومت سره موازي حکومتونه تقویه کوي. کرزی باور لري چې د مسلح مقاومت او تروریزم پر ضد د ناټو ستراتیژۍ له ناکامۍ سره مخ ده او دا یې روښانه کړېده چې نور په متحده ایالاتو، دهغوي په استازو او مشورو یې باور نلري.

ځینې امریکايي ماهرین فکر کوي چې افغانستان ته د امریکا په مشرۍ د ناټو د پیسو او عسکرو د دوامداره استولو تعهد عملا ممکن ندی او نه هم پدې برخه کې ددوی قربانۍ نورې دکوم برحقه دلیل لپاره  دي.  متحده ایالات په افغانستان کې سل زره عسکر لري او د میاشتې تر لس بیلیون ډالرو زیاتې پیسې لګوي. ددې نه علاوه، هغه ۲۰ بیلیونه ډالر چې په تیرو لسو کالو کې ظاهرا د افغانستان په بیارغونه کی مصرف شوېدي په واقعیت کې ډیر کم څه پرې ترلاسه شویدي. د دلایلو لیست اوږد دی خو څو یې دادي:

§         په افغان ملت باندې لس کاله د فاسدو چارواکو، د مخدره موادو د قاچاقبرانو او د بشري حقوق د ناقضینو حاکمول ددې سبب شول چې ناټو په افغانستان کې د دیموکراسۍ بریالیتوب له ماتې سره مخ کړي. د ولسمشرۍ او ولسي جرګې دتیرو انتخاباتو له شرم څخه ډک حالت، خپله ددې ادعا یو ښکاره ثبوت دی.

§         د ګوانتانامو، بګرام، کندهار او د متحده ایالاتو په نورو پټ او ښکاره زندانونو، چی افغانان پکښي بندیان دي، انسانیت شرمیږي. ددغو زندانونو موجودیت د نړۍ د ټولو قوانینو په خلاف دی او د متحده ایالاتو د بشرد حقوقو ریکارډ او تاریخ یې ډیر سخت زیانمن او بدنام کړیدی.

§         د جورج بوش او ټوني بلیر د غوړو او لویو وعدو سره سره بیا هم په افغانستان کې په تیرو لسو کلونو کې د بیا رغوني او جوړونې لویې پروژې عملي نه شوې. ولسمشر کرزي په ښکاره ډول پر نړیواله ټولنه ددې پاتې راتلو له امله نیوکه کړیده. د متحده ایالاتو عمراني پروګرامونو زموږ د ملي اقتصاد په تقویه کولو کې ډیر لږ بریالیتوب درلودلی دی. کرزي پر نړیواله ټولنه تور لګولی چې د مرستو پروګرامونو یې دافغانستان خلک په نورو پورې تړلي او طفیلي يې عادت کړیدي.

§         افغانانو فکر کاوه چې د متحده ایالاتو په مشرۍ د ناټو ځواکونه به په افغانستان کې د ګاونډیو هیوادونو مداخلې بندې کړي. دا مداخلې نه یوازې بندې نه شوې، بلکه لا پسې زیاتې او تشویق شوې. دا ګاونډیان چې یووخت د طالبانو دنظام په راپرزولو کې د متحده ایالاتو ملګري او متحدین وه، اوس په سیمه کې د امریکا د حضور په خلاف کار کوي. دوی غواړي چې د متحده ایالاتو په مشرۍ د ناټو ځواکونه له افغانستان څخه په شرمیدلي حالت ووزي.

عیني واقعیتونه ښيي چې متحده ایالات او ناټو نشي کولای روانه جګړه د جنګ او زور له لارې وګټي. دېته اړتیا ده چې یو سیاسي حل رامنځته شي. که څه هم متحده ایالات په تاریخی لحاظ د خپلو دښمنانو سره خبرې کول سخت ګڼي خو دا اوس هغه یوازنی څه دی چې پاڅون او مقاومت پرې پای ته رسیدای شي.

اوس لاهم دمتحده ایالاتو او ناټو لپاره یو فرصت شته چې مثبتې پایلې ترلاسه کړي او افغان ماموریت د احتمالي شرمیدلي حالت نه پرته راونغاړي. ددې پرځای چې د نظامي برلاسۍ له لارې د حالاتو د سمیدو بې ثمره او بې نتیجې هڅې وشي، متحده ایالات او متحدین یې باید پر یو سیاسي حل تمرکز وکړي. ددې معني داده چې باید له طالبانو سره کیني.  مهمه نده چې دا به دوی ته څومره بې خونده یا بدخونده وي بلکه مهمه داده چی متحده ایالات باید افغانستان د یوې روښانه اوښې محاسبه شوې سترتیژۍ له مخې پریږدي. یو خراب حالت شاته پریښودل به نه یوازې افغانان او ددوی ګاونډیان زیانمن کړي، بلکه غرب به هم متضرر کړي. داسې حالت به متحده ایالات مجبور کړي چې د خپلي شاته پري ایښي خرابۍ او چټلۍ د پاکولو لپاره یو ځل بیا افغانستان ته راشي چې په هغه صورت کې باید تراوس وخت زیات قیمت تادیه کړي کوم چې متحده ایالات به یې مکن وس ونلري.

په افغانستان کی دائمي سوله او دوامداره ثبات او د هغو په وړاندې پرته لاره د متحده ایالاتو روښانه ستراتیژی غواړي چې له مخې یې د افغانستان او سیمې امنیت خوندي شي.  دا به د منځنی ختیځ د روان ولسی پاڅونونو په تناظر کی د امریکا د متحده ایالاتو په وړاندي پراته مشکلات هم تر ډیره حده کم کړي او په دې ترتیب، په بریالیتوب سره زموږ د وړاندي شوي ستراتیژۍ تطبیق به نه یوازي موږ او سیمي ته ګټه ورسوي بلکه د نړۍ پدې برخه کې به د متحده ایالاتو و رول ته هم یو نوی او مثبت تعریف ورکړي. ددې کار د ترسره کولو لپاره دېته اړتیا ده چې په کابل کې یو فعال او د اعتماد وړ حکومت وجود ولري کوم چې باید له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په هیواد کې دننه امنیت ټینګ او ورڅخه دفاع وکړای شي.  که متحده ایالات غواړي چې همداسي وشي، نو باید د ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۴ پورې د انتقال ددورې په موده کی ددغه وړاندي شوي ستراتیژۍ د عملي کیدو په لور کوټلي ګامونه واخلي.

دمتحده ایالاتو ځمکني قوماندانان پدې باوردي چې عملیاتویې طالبان کمزوري کړیدي او دې نظامي فشار د سولې د خبرو او مذاکراتو لپاره فرصتونه رامنځته کړیدي. که څه هم پردغه باور جدي شک دی، خو سولې ته تحرک ورکولای شي. متحده ایالات په زیاتیدونکي ډول پدې اعتراف کوي چې طالبان د افغاني بحران یوه مهمه برخه ده او دوی ته په اهمیت قایلیږي. دا پخپله داسې فرصت رامنځته کوي چې په هیواد کې دننه یونوی او پراخ بنسټه جوړجاړی رامنځته شي. مونږ پدې باور یو چې په افغانستان کې یوه انتقالي حکومت ته عاجله او جدي اړتیا ده. دا دافغانستان د سوله ایز بدلون د ټولني د وړاندیز او حل لارې بنسټ جوړوي چې لاره به یو فعال حکومت ته هواره کړي او په افغانستان او سیمه کې به دوامداره او تلپاتې سوله تضمین کړي.

له بله پلوه طالبان هم دېته اړتیا لري چې د نړیوالې ټولنې سره پخلا شي.  طالبان باید پدې پوه شي چې:

§         د هر جنګ پای خبري او مذاکرات دي او د افغانستان اوسنۍ جګړه هم مستثنی نده. دافغانستان دسوله ایز بدلون ټولنه یو مشخص پروګرام جوړکړیدي چې پرمټ به یې طالبان پدې قانع کړي چې معنی لرونکي مذاکراتو ته حاضرشي.

دوی باید پدې هم مطمین کړل شي چې:

§         ناټو او غرب پدې اعتراف کوي چې افغانستان ستونزه د طالبانو له فعال حضور او شرکت پرته نشي حل کیدای.

§         طالبان کولای شي له متحده ایالاتو سره په خوندي او آبرومندانه خروج کې مرسته وکړي.

§         متحده ایالات حاضر دی چې:

1.      د طالبانو نومونه له تورلیسته وباسي

2.      ددوی په سرونو پرتې جایزې لغو کړي

3.      د ښه نیت په توګه د مذاکراتو د پیل لپاره ددوی بندیان خوشي کړي

  • د سولې د یوه جوړجاړي په اړه مذاکرات به د طالبانو انځور او په افغانستان کې دننه او بهر ددوی موقف ښه کړي.
  • دا د طالبانو ملي او دیني مسولیت او رسالت دی چې مذاکرات وکړي.
  • مذاکرات د طالبانو لپاره له دې خونړي جنګ څخه د وتلو یوه ښه ستراتیژي ده ځکه چې دوی هم نشي کولای ترابده دغه جګړې ته دوام ورکړي.
  • له ناټو سره د طالبانو لوی مشکل په افغانستان کی دبهرنیو ځواکونو شتون دی. د بهرنیو ځواکونو دوتلو پروسه کولای شي طالبان د مذاکراتو پروسې ته را کش کړي.

دافغانستان دسوله ایز بدلون د ټولني وړاندیز، د افغانستان دسولې نظریې ته ترهغه په ژوره سترګه ګوري کومي ته چي ځینی همدا اوس ګوري. مونږ باور لرو چې دیوه افغاني حل پرته به نړیواله ټولنه هغه له غمیزو ډکه تیروتنه بیا تکرار کړي چې له افغانستان څخه د روسانو تروتلو وروسته او یا یې په بون کې کړېوه. مذاکرات باید د ټولو خواوو لپاره د جنګ څخه د وتلو په یوه آبرومنده ستراتیژۍ بدل شي چې هغه به پخپل وار په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات تضمین کوي.

د کابل د رژیم او د طالبانو ترمنځ د قدرت د ویش د وړاندیز ستونزي، چی ځینی یې د حل د یوې لاري په ډول وړاندي کوي

موږ د جنګي ډلو ترمنځ د واک د ویش د فرضیې ترشا د تاریخ په شاهدي سره جدي خطرات ګورو. دغه ډول حل د بهرني قواؤ د آبرومنده وتلو، د قدرت د سالم انتقال او په هیواد کی د تلپاتي سولی لپاره تهدید دی او سمدلاسه لاندي مشکلات  هم پیدا کوي:

  • د واک شریکول به د امریکا لخوا د طالبانو د رژیم د راپرزولو د مشروعیت منطق تر جدي پوښتنې لاندې راولي. ځینې سخت دریځه، محافظه کاره او مذهبي امریکایان شاید ددغه ډول حل مخالفت وکړي.
  • دافغان حکومت لپاره به د واک شریکول پدې معنی وي چې په تیرو لسو کلونو کې دوی د بلچا ډول ته نڅیدل، په غلطه یې خپلو افغانانو وروڼو (طالبانو) ته د بل په اشاره تروریستان ویل او بیځایه د بل لپاره یې خپل وروڼه او ځانونه وژل.
  • د طالبانو لپاره به په واک کې شریکیدل ممکن د هغوی د صفوفو په ځینو کړیو کی داسی تعبیر شی چې ددوی مشران له خپلې نظریې او د جهاد د منطق څخه لاس اخیستی او پسله ډیرو وینو توئیدو یی د امریکا د ګوډاګیانو سره ګډ حکومت جوړ کړ.
  • د واک شراکت به افغان حکومت، طالبان او ناټو د افغانانو په وړاندې ډیر سپک معرفي کړي ځکه چې دوی به دا مشروعه پوښتنه وکړي چې که دوی اوس یوله بل سره کیني او ستونزې سره حل کوي نو دا کار یې څو کاله مخکې هم کولای شو. دا دومره ویني توئیدل او بربادي د چا او څه لپاره؟ د پرتو ستونزو د هواري، د ټولو خواؤ د سپکاوي دمخنیوي او ددې لپاره چې د هغو جنګي ډلو د مخالفت مخنیوی وشي چې د واک شریکول نه مني او کیدای شي د سولې له هرډول توافق څخه ووزي، د افغانستان د سوله ایز بدلون ټولني د یوې معیني انتقالي دورې لپاره یو جامع حل او مفصله طرحه ترتیب او وړاندي کړیده ترڅو د درو لسیزو سیاسي بزکشیو دوړی پرمځکه کښیني، فضاء صافه او خلک سره وویني او په یوه آرامه او صافه فضاء کی افغانان د خپل مستقبل لپاره فکر او کار وکړي.
  • اوسنی افغان حکومت چی د جنګسالارانو، د بشري حقوق د ناقضینو، د فاسدو اداري مامورینو او د مخدره موادو د قاچاقبرانو په کنترول کې دی، هم د زړه له کومي سوله نه غواړي. متحده ایالاتو او د ناټو غړیو هیوادونو له دغو عناصرو څخه د خپلو موخو لپاره کار واخیست، خو دغو عناصرو هم په تیرو لسوکلونو کې د خپلو شخصي، ګوندي، نژادي او سمتي ګټو لپاره له متحده ایالاتو او ناټو څخه په بریالیتوب ګټه اوچته کړه. دغه مافیائي کړۍ غواړي چې خپل دغه ماه عسل ته ترڅو چې کولای شي ادامه ورکړي.  دغو طفیلي او مفت خورو عناطرو له بې حصره واک څخه خوند واخیست او د ناټو د غړیو هیوادو بې دریغه پیسې یې پخپلو شخصی جیبو کی واچولې. دوی نه غواړي چې د سولې په راتګ سره دغه بې حصره واک او بیشمیره پیسې له لاسه ورکړي.
  • د جګړې دوام دغو مفت خورو ته نه یوازې د واک او پیسو د غصب مجال ورکړي او دسولې او د یوه سم نظام د منځته راتلو مخه یې نیولیده بلکه د جنګي جنایاتو په جرم یې له عدلي تعقیب او مجازات څخه هم خلاص کړیدي.
  • دسولې عالي شورا اوسمهال درې متضادي دندې پرمخ بیايي: (الف) له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د افغان دولت د آدرس او ممثل رول لوبوي. (ب) د غولیدلي طالبانو د جذب و جلب دنده یې په غاړه ده. (ج) د مسلحو مخالفینو سره روغه جوړه پرمخ بیايي.   د سولې د عالي شورا لویه ستونزه ددې شورا پراخ خیالي اهدف دي. هرڅوک پوهیږي چی دا شورا د سولي په منظور د منځګړیتوب رول نشي لوبولاي دا ځکه چې دا شوری خپله د جنګ طرف دی. بیشکه دا شوری د طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د افغان حکومت آدرس کیدای شی. یعنې د حکومت ممثل دی خو منځګړی نشي کیدای. همدا علت دی چې د سولې عالي شورا دهغو طالبانو په موندلو نده توانیدلې چې باید ورسره د سولې او روغې جوړې لپاره خبرې وشي. تردې مهاله دوی ندي توانیدلي چې د طالبانو له کوم عالي رتبه مشر سره خبرې وکړي، هرڅه چې تراوسه شویدي، په حقیقت کې د نا منظمو وړو ګروپونو سره ترسره شویدي. حتی ددې شورا د ادغام مجدد پروګرام هم له ماتې سره مخ دی، ځکه کوم کسان چې تردې مهاله تسلیم شویدي، له سره طالبان نه وو، بلکه ددې لپاره چې د حکومت لخوا اعلان شوي امتیازات ترلاسه کړي، یو شمیر عادي افراد پدغه پروسه کې ورګډ شول.  ددې شورا د غړو د ترکیب او سابقې له مخې دا جوتیږي چې دا شورا خپله د ستونزې یوه برخه ده نو له همدې کبله یوازې د حکومت د آدرس رول لوبولای شي او د منځګړی نقش نشي ادا کولای. دسولې عالي شورا اوسمهال هڅه کوي چې د حکومت نماینده، منځګړې او جذب کوونکې واوسي، پدې معنی چې په یوه وخت کې درې متضادې دندې پرمخ بیايي. وسلوالو مخالفینو لا له وړاندې دا شورا د منځګړي په توګه رد کړیده. ترهغه چې د سولې عالي شورا ځان ته د منځګړیتوب رول غواړي، دا به پخپله د سولې د راتلو لپاره یو لوی خنډ وي.
  •  د سولې هرهغه نوښت نتیجه نه ورکوي چې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب او یا د کومې بلې غیر افغاني دریمې ډلې لخوا راوړاندي شي. په تیرو شلو کلونو او خصوصا د بون په عملیه او ترهغه راوروسته کلونو کی د ملګروملتونو مؤسسي د افغانانو په وړاندي هغه کردار اداء نکړ چی په کار وو. که بیا دوی راوړاندي شی نو ډیر افغانان به دېته دیوې بلې داسې هڅې په سترګه وګوري چې د بهرنیو لخوا د افغانانو د راتلونکي د کنترولولو په موخه ترسره کیږي. په نتیجه کې به ډیر افغانان او ددوی ګاونډیان په ښکاره یا په پټه ددې ستراتیژۍ پرضد عمل وکړي چې پایله به یې په افغانستان او سیمه کې د نژادي ډلو په وسیله د بالنیابه جنګونو تداوم وي په ځانګړي ډول د هستوي وسلو لرونکو هند او پاکستان ترمنځ.    دا وار په کار ده چی افغانانو ته موقع ورکړه سی او  دوی یې ملاتړ وکړي.

مونږ لاندې ګامونه پیشنهادوو:

  • دا ضروري ده چې یو شمیرمخور او بیطرفه افغان علماء، قومی مشران، پوهان او مجاهدین د افغانستان د سوله ایز بدلون د ټولني په ابتکار د افغان حکومت او یا د هغه په نمایندګي د سولې د عالي شورا او طالبانو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره یو نوښت ترسره کړي.  اسلامي کنفرانس او د ملګرو ملتونو مؤسسه دي په دغه مسئله کی په اعتماد کی واخیسته شی.
  • د وسلوالو مخالفینو لپاره یو افغاني آدرس ( په افغانستان کې دننه) یو عاجل ضرورت دی. د طالبانو لپاره دداسې آدرس رامنځته کول به:

1.      دوی ته د مخامخ او شفافو تعاملاتو او بحثونو لپاره یو آزاد چاپیریال او چینل برابر کړي. دا چینل به هغه بیلابیلې هڅې هم یوه چینل ته راولي چې اوسمهال د بیلابیلو چینلونو له لارې د خبرو اترو او مذاکراتو په بڼه جریان لري. دا به پدې کې مرسته وکړي چې دداسې فریب کاریو او جعل مخه هم ونیول شي لکه د ملا اختر محمد منصور کیسه چې یو دوکاندار ځان د طالبانو دویم نمبر مشر معرفي کړی وو او یا د استاد برهان الدین مجهول الهویه قاتل. دا چینل به دیوه منځګړي له لارې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ دموثر تفاهم زمینه مساعده کړي.

2.      اوسنۍ خطرناک مبهم او سردرګم حالت به له منځه ولاړ شي. اوس بیلابیلې ډلې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پیښې رامنځته کوي او ډیرې دا ډول پیښې په طالبانو پورې تړي. ځینې دا ډلې د طالبانو ملګري ندي، مګر د هغوی له نامه څخه دخپلو جرمي او سیاسي اهدافو لپاره سوء استفاده کوي.  دطالبانو لپاره د یوه واضح آدرس او نماینده ګي رامنځته کول به دې ډول ګډوډیو ته د پای ټکی کیږدي.

3.      د طالبانو ترکنترول لاندې سیمو ته به د عاجلو بشري مرستو په رسولو کې ګټور ثابت شي. د طالبانو ترکنترول او واک لاندې سیمو کې ښوونځي او کلینیکونه تړل شويدي. طالبانو ته د آدرس ورکول، له هغوی سره مذاکرات او ددوی سره تفاهم به ددې سبب شي چې هغوی ددې سیمو خلکو ته ددغو ضروري خدماتو او بشري مرستو رسولو اجازه ورکړي.

4.      که طالبانو ته اجازه ورکړل شي چې یو آدرس ولري او مناسبه رویه ورسره وشي، نو دوی به هم ددوی د کړنو په رابطه مسؤل حساب شي او ورڅخه د وضاحت غوښتنه به کیږي.

5.      آدرس او له طالبانو سره مخامخ تماس به د نړیوالې ټولنې یو زیات شمیر هغو پوښتنو ته ځوابونه ومومي چې تراوسه ندي ترلاسه شوي، مثلا د ښوونې او روزنې، د ښځو دحقوقو، د افراطي ډلو سره د رابطې او نورو په اړه ددوی پالیسي څه ده؟  تر دې مهمه لا دا چې دې پوښتنې ته به هم ځواب وموندل شي چې طالبان څه ډول افغانستان غواړي.

دا آدرس باید چیرې وي؟

 

بهترین انتخاب دادی چې دا آدرس په افغانستان کې دننه خو ترکابل بهر وي. پدې اړه دافغانستان د سوله ایز بدلون ټولنه یو مشخص وړاندیز لري.  په افغانستان کې دننه آدرس به طالبانو ته د بیان او تصمیم نیولو ډیره آزادي ورکړي. داکار به دولت او ناټو ته هم دا امتیاز ورکړي چې طالبان کولای شي ددوی ترکنترول لاندې سیمه کې له ویرې پرته خو په ځینو شروطو دهیواد د اساسي قانون، او نورو مقرراتو په منلو سره ژوند وکړي.


  • د یوه انتقالي حکومت جوړیدل چې ټول ذیدخل اړخونه په خاص ډول افغان حکومت او طالبان ورباندې توافق ولري. دا به یوه نوي افغان حکومت ته لاره هواره کړي چې د افغانستان د سوله ایز بدلون د ټولني په وړاندیز کې یې تفصیل راغلی دی. ددغه وړاندیز د تطبیق لپاره یو مکانزم ته اړتیاده چی انتقالی دوره په بري سرته ورسوي. امریکا، د ملګروملتونو په پریکړه کولای شي ددغه مکانزم د تطبیق د ضامنانو په ډله کی وی.
  • د افغانستان د سوله ایز بدلون ټولنه پد‎ې پوهیږي چی د امریکا متحده آیالات د خپل نظامي مامورت له پایته رسیدو وروسته هم په افغانستان کی د اوږدې مودې لپاره نظامي حضور غواړي. خو زموږ د طرحي مطابق دلته د امریکا حضور باید د اشغال په شکل نه بلکه د دودیزو سیاسی اړیکو او بهرنیو مرستو په بڼه کی وي چی په هغو کی به دوه اړخیزه سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکارۍ شاملي وي.
  • د افغانستان د سوله ایز بدلون ټولني د طرحې په نتیجه کې چې کوم حکومت رامنځته کیږي، هغه به ګاونډیو هیوادونو ته دا اطمینان ورکوي چې ددوي مشروع ګټې به په نظرکې نیول کیږي. خو حرص ته به یې نه پریږدي او افغانستان ددوی د ستراتیژیکې پانګي په توګه نشي کارول کیدای. ملګري ملتونه زموږ د وړاندیز مطابق دغه نوی جوړښت او د ګاونډیو عدم مداخله تضمین کوي.

افغانستان دخپلو ګاونډیو هیوادونو د مداخلو قرباني دی، دا مداخلې پر افغانستان د شوروي اتحاد په حمله پیل شوېدي. بد بختانه د افغانستان ځینې ګاونډیان یوله بل سره رقابت او سيالي لري. لاتراوسه دوی ټول د افغانستان په سوله کې خپلې ګټې نه ویني. په افغاني چارو کې د افغانستان د ګاونډیو مداخلې ددوی ترمنځ په مضرو سیالیو او مخربو رقابتونو بدلې شویدي. د پاکستان داخلي ستونزې مخ په ډیریدو او خرابۍ روانې دي او د اسامه بن لادن له مړینې وروسته په پاکستان باندې د متحده ایالاتو فشارزیات شویدی.  پاکستان شاید ونه توانیږي چې د افغان دولت په وړاندي خپل موجوده خصمانه سیاست ته تر ډیره دوام ورکړي. نړیواله ټولنه ښائي تر ډیره د افغانستان په وړاندې د ایران پر ناوړه چالچلند سترګی پټي نشي کړای. دا روښانه ده چې په نړۍ کې هیڅ یو هیواد د تروریزم په نوم د متحده ایالاتو د جګړې څخه دومره ګټه نده ترلاسه کړې لکه ایران.  د تروریزم سره د جنګ تر پردې لاندی د امریکا او ایران اړیکو، ډیر افغانان او د خلیج هیوادونه له ایران سره د متحده ایالاتو په پټو سازشونو شکمن کړیدي.

افغانان او نړیواله ټولنه تر ابده د هغو کورنیو او بهرنیو ځواکونو په ګرو کې نشي پاتې کیدلای چې په افغانستان کې سوله او ثبات نه غواړي.  دا ځواکونه سمې لارې ته راوستل کیدای شي، خو پدې شرط چې د ناټو د پوځونو د وتلو او انتقال لپاره یوه مناسبه ستراتیژي موجوده وي.

په تیرو دیرشو کلونو کې په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره د یوه مستقل او بې طرفه سازمان په توګه د ملګرو ملتونو د مؤسسې اعتبار ډیر زیانمن شویدی. د بون کنفرانس چې د ملګرو ملتونو لخوا جوړ شو، افغانستان ته یې نه امنیت، نه بیا رغونه او نه ښه حکومتداري راوسته. د ملګرو ملتونو مؤسسه او غرب به ډیر بریالي وي که دا وار افغانانو ته د سولي د نوښت فرصت ورکړي او په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره د افغانستان د سوله ایز بدلون ټولني د طرحې څخه ملاتړ وکړي.

په افغانستان کې د یوه قوي مرکزي دولت د منځته راتلو لپاره چې له ګاونډیو او نړیوالې ټولنې سره په باور ولاړې اړیکې ولري، وړاندي شوی افغاني نوښت (ابتکار) دافغانستان د ستونزې د حل لپاره ترټولو مناسبه او عملي لاره ده. د افغانستان د سوله ایز بدلون ټولني ددې ډول یو فورمول او میکانیزم لپاره کار کړیدی.

د لازیاتو معلوماتو لپاره په لاندې پته تماس ونیسۍ:

نوم

موقف/دنده

ټلفون

بریښنالیک

دکتور فاروق اعظم

د ټولني مشر

۷۰۳۵۵۰۰۸۰(۰) ۰۰۹۳

ډاکټرعبدالواسع قانع

دفرهنګي او مطبوعاتي کمېټې سرپرست

۷۸۷۱۰۵۹۲۵(۰) ۰۰۹۳

بسم الله الرحمن الرحيم

د افـغـانـسـتان د اوسني کړکېچ سـياسي حــل

سریزه:

دافغانستان جمهور رئیس ( د اساسي قانون د ۶۴ مادې له حکم سره سم) یا د ملګرو ملتونو مؤسسه، یا داسلامي کنفرانس سازمان یا کوم بل بدیل واکمن ارګان لویه جرګه راغواړي ترڅو د افغانستان د غمیزې د سیاسي حل  لپاره ددې وړاندیز مطابق لاره هواره کړي.

د بې طرفه، متعهدو او د اعتماد وړ افغانانو یوې ډلې ته موقع ورکړل کیږي ترڅو د منځګړیتوب لپاره ددریمې ډلې په توګه د سولې مرکچی هیئت جوړ کړي. د سولې مرکچي هیئت ددولت او د وسلوالو مخالفینو ترمنځ منځګړیتوب کوي او مستقیمو او بې قید و شرطه خبرو ته لاره هواروي. داخبرې به په افغانستان کې تلپاتې سوله راوړي او د سیمې او نړۍ ګټي به د افغانانو دګټو سره همږغي کړي.

دافغانستان د سوله ایز بدلون ټولنه دغه لازمه تجربه لري چې د سولې مرکچي هیئت رول په غاړه واخلي. ډاکټرفاروق اعظم چې د دې حرکت مشري په غاړه لري یو پیژندل شوی او دروند افغان دی او د ۱۹۹۳ کلونو په اوږدوکې د جنګي تنظیمونو ترمنځ د منځګړیتوب زیاته تجربه لري او د ډیرو افغانانو په ذهن کې دده دهغې دپلوماسۍ هڅې تازه دي چې په افغانستان کې د ثبات لپاره یې د سیمه ایزو طاقتونو د رول په اړه ترسره کړې وې.  د نوموړي هغه هڅه چې په ۱۹۹۸ کې یې د سعودي عربستان او طالبانو ترمنځ منځګړیتوب وکړ پدې دلالت کوي چې نوموړي د منځګړیتوب لپاره بین المللی تجربه هم لري. د ولسمشر حامد کرزي، د سولې د عالي شورا له مشر استاد رباني، د طالبانو او اسلامي حزب له مشرتابه سره د نوموړي وروستۍ کتنې دا ښيي چې نوموړی ټولو هغو خواوو ته په آسانه وررسیدلای شي چې د افغانستان په قضیه کې دخیل دي. ذیدخلو اړخونو ته لاسرسۍ، د اعتماد او احترام وړسیاسی او ټولنیز موقف او د منځګړیتوب د مهارتونو درلودل هغه پانګې دي چې د افغانستان د سوله ایز بدلون ټولنه یې لري او باید په جنګ ځپلي افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره ترې کار واخیستل شي. دافغانستان د سوله ایز بدلون ټولنه په هیواد کې دننه او له هیواد څخه بهر له زرګونو افغانانو سره تر سلا مشورو وروسته لاندې فورمول جوړ کړیدی ترڅو ټولو خواؤ ته د منلو وړ یو جوړښت رامنځته شي او په هغه باندې مذاکره وشي.

دا فورمول د تیرو لسو کلونو لاسته راوړنې ساتي، د افغانستان د وسیع او غوڅ  اکثریت د اوس او راتلونکي مشروع ګټې په پام کې نیسي او د سیمه ایزو او نړیوالو طاقتونو مشروع ګټو ته درناوی کوي.  برسیره عمومي او مشخصو اهدافو ته په پام سره، لاندې قدمونه پیشنهادیږي:

دلویې جرګې د جوړولو لپاره لومړني ګامونه

1.   د سولې د هیئت جوړیدل:

د لومړي ګام په توګه، جمهور رییس حامد کرزی یا دده په نیابت د سولې عالي شورا د افغانستان دسوله ایز بدلون له ټولني څخه غواړي چې د حکومت او د وسلوالو مخالفینو ترمنځ منځګړیتوب وکړي. د افغان حکومت یا د سولې دعالي شورا لخوا دشین چراغ له ترلاسه کولو وروسته، د افغانستان د سوله ایز بدلون ټولنه د سولې یو هیئت جوړوي ترڅو د وسلوالو مخالفینو سره تماس ونیسي او له هغوي څخه هم د وړاندې تګ نښه (شین څراغ) ترلاسه کړي.

2.         د اعتماد فضاء جوړول:

ددویم ګام په توګه، دسولې هیئت د افغان حکومت او دوسلوالو مخالفینو ترمنځ د اعتماد د فضاء د رامنځته کولو لپاره کارکوي او دواړه طرفونه د خبرو د پیلولو لپاره موافقه کوي. داکار پخپله په لاندې اساسي مرحلو کې خلاصه کیږي:

A.           د یو او بل په وړاندې هرډول ناوړه پروپګنډا پای ته رسول کیږي او  منفي  الفاظ او حرکتونه د سولې او پخلاینې په الفاظو او حرکتونو بدلیږي.

B.          د حسن نیت د ښودلو په توګه د افغان حکومت لخوا یوشمیر سیاسي بندیان خوشي کیږي.

C.          د ښه نیت د ښودلو په توګه د وسلوالو مخالفینو د یوشمیر مشرانو نومونه له تور لیست څخه ایستل کیږي او هغه جایزې لغوه کیږي چې د هغوی د نیولو یا وژلو په برخه کې د معلوماتود ورکولو په مقابل کې اعلان شویدي.

 

3.     د مخامخ خبرو پیل

A.           مستقیمې او بې قیدوشرطه خبرې: د سولې هیئت په منځګړیتوب د حکومت او وسلوالو مخالفینو د باصلاحیته استازو ترمنځ مستقیمې او بې قید و شرطه خبرې پیل کیږي.

B.          بین الأفغاني کنفرانس: ددې خبرو په ترڅ کې دیوه بین الأفغاني کنفرانس د جوړیدو لپاره د دواړو لوریو ترمنځ توافق رامنځته کیږي.

C.          د وسلوالومخالفینو لپاره آدرس: افغان دولت د سولې د عالي شوری په نوم د خبرو لپاره خپل ادرس لري. اوس، مسلحو مخالفينو ته د ادرس د پيدا کيدو عاجل ضرورت دی. ددغه ادرس تر ټولو ښه ځای د افغانستان په داخل کې (له کابل پرته) د یوې سیمې ټاکل دی. د سولې د عمليې د پرمخ بيولو او د هيواد لپاره د عملي ثبات د لارې د موندلو په منظور کيدای شي يو ولايت (مثلا هيلمند) ددې وړانديز مطابق د سولې د فعالیتونو د مرکزپه توګه غوره شي. ددغه ولایت والي د سولې دهیئت د مشر په وړانديز د دولت د جمهور رئيس لخوا ټاکل کيږي او د افغانستان د اساسي قانون او ددولت د مقرراتو مطابق کار کوي خو پخپل کار کې مستقل دی. افغان دولت، ناټو او مسلح مخالفین تعهد کوي چې په دغه ولایت کې هیڅ ډول نظامي فعاليت نکوي او له دغه ولایت څخه په نورو ولایاتو کې د نظامي فعالیت لپاره کار نه اخلي. دا ولايت د سولې سيمه، د سولې کور او د هيواد لپاره د سولې د راتلو او مذاکراتو مرکز دی.  ددولت مامورين او مسلح مخالفین دلته په ډاډه زړه بيله کوم تهديده غيرمسلح اوسيږي. نړيواله ټولنه په دغه ولايت کې د نوې ادارې له لارې د بياودانولو مرسته کوي. دا اداره کارونه اهل ته سپاري او د اداري فساد، نا امنۍ او د مخدره موادو د توليد مخه نيسي.

4.      بین الأفغاني کنفرانس:

A.     د سولې د هیئت لخوا د اسلامی کنفرانس او ملګرو ملتونو په مرسته د افغانستان د سولې په کور کې یو بین الأفغاني کنفرانس جوړیږي.

B.     په بین الأفغاني کنفرانس کې دافغان دولت استازي، د وسلوالو مخالفینو استازي، دمدني ټولنې استازي، همدارنګه دافغانستان سوله غوښتونکي سیاسي، ټولنیز، مذهبي او معنوي شخصیتونه ګډون کوي.

C.    بین الأفغاني کنفرانس د لویې جرګې د جوړیدو لپاره نیټه، ځای، د هیئتونو او غړیو شمیر، څرنګوالی، معیارونه او دهیئتونو د رابللو لپاره میکانیزم ټاکي.

D.    بین الأفغاني کنفرانس د لویې جرګې د جوړولو کمیټه رامنځته کوي چې دا کمیټه به د لویې جرګې د راغوښتلو صلاحیت لري.

E.     بین الأفغاني کنفرانس پدې موافقه کوي چې د لویې جرګې ترجوړیدو وړاندې باید ټول سیاسي بندیان خوشي شي او ټول تور لیستونه له منځه ولاړ شي.

F.     د اوربند د کمیسیون جوړیدل چې دلویې جرګې د جوړیدوپه درشل او پرمهال د افغان حکومت-ناټو او وسلوالو مخالفینو ترمنځ اوربند اعلان، عملی او وڅاري.

لویه جرګه

دلویې جرګې جوړیدل او دهغې فیصلې

G.    لویه جرګه د لویې جرګې د کمیټې لخوا د افغانستان د سوله ایز بدلون د ټولني، اسلامي کنفرانس اوملګرو ملتونو په مرسته جوړیږي چې دا به د افغانستان  جګړه عملا پای ته ورسوي.

H.    په لويه جرګه کی د افغان ولس د ټولو قومی، مذهبی او ټولنيزو پوړونو او همدارنګه د ټولو متخاصمو، مطرح او معتنابه سياسی او مدنی ډلو او ټولنو استازي په متناسبه کچه ګډون کوي.

I.        لویه جرګه د تلپاتې سولې د راوستلو، د یوه مستقل، با ثباته، متحد او پرمخ تلونکي افغانستان د جوړولو لپاره په اساسي قانون کې لازم تغییرات راولي.

J.      لویه جرګه یو باصلاحیته کمیسیون تر شا پریږدي چې د اساسي قانون د تفسیر چارې ترسره کړي ترڅو د ابهاماتو د رامنځته کیدلو مخنیوی وکړي.

K.     لویه جرګه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالویش او میکانیزم ټاکي او که د ناټو د عسکرو پرځای د اسلامي کنفرانس د غړیو هیوادونو د ځواکونو راتګ لازم وګڼي پر هغه هم بحث کوي او میکانیزم ورته جوړوي.

L.       لویه جرګه د افغانستان د راتلونکو حیاتي مسئلو په اړه تصامیم نیسي لکه راتلونکی افغان ولسمشر، راتلونکی پارلمان، ولایتي او د ولسوالیو شوراګانې او ددغو شوراګانو د رامنځته کولو لپاره نیټه او میکانیزم.

M.    لويه جرګه د دریو کالو لپاره د يوه لنډمهاله حکومت د جوړيدو په اړه پريکړه کوي او دهغه مشر ټاکي.  ددولت برحال رئيس د لويې جرګې په مخکې خپل واک نوي ټاکل سوي مشرته سپاري او هغه پخپل وار اسلام، هيواد او اساسي قانون ته د وفادارۍ لوړه کوي.

N.    د لوړې ترمراسمو وروسته، لویه جرګه رخصتیږي او پخپل ځای ممثل پارلمان پریږدي چې له هرولایت څخه به درې تنه استازي پکې برخه ولري (یو مذهبی مشر، یو قومي مشر او یو تکنوکرات).  نوی ولسمشر خپله کابینه و ممثل پارلمان ته د منظورۍ لپاره وړاندي کوي.

 لنډ مهاله دولت

A.           لنډمهاله حکومت د ملي وحدت په روحیه د بې طرفو او متخصصو اشخاطو څخه جوړ دی.

B.          لنډمهاله حکومت ائتلافي ندی؛ مشر او غړي یې د کومې ځانګړې افغاني ډلې پورې تړاو نلري؛ د کومې ډلې یا هیواد د ګټو استازیتوب او پالنه نه کوي او د کومې افغاني ډلې یا کوم بهرني هیواد سره دښمني نه لري.

C.          لنډمهاله حکومت د کومې افغاني ډلې یا بهرني هیواد په طرفدارۍ یا مخالفت کار نه کوي، بلکه د افغانستان ملي ګټو ته متعهد دی.

D.          لنډمهاله حکومت متعهد دی چې د بهرنیو هیوادونو په چارو کې به مداخله نه کوي او نه به چاته اجازه ورکوي چې دافغانستان خاوره د کوم بل چا پرضد وکاروي. بلکه افغانستان د سیمې او نړۍ په ثبات او پرمختیا کې خپل رغنده رول لوبوي.

E.           ګاونډي هیوادونه تعهد کوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ددې ډول تعهد تضمین کوي او که چیرې کوم هیواد له دې تعهد څخه سرغړونه کوي نو ملګري ملتونه ورباندې بندیزونه لګوي.

F.           افغانستان د یو مستقل هیواد په توګه د نړیوالې ټولنې یو فعال غړی دی.  نړیواله ټولنه د افغانستان د استقلال درناوی کوي او لنډمهاله حکومت په رسمیت پیژني.

G.          لنډمهاله حکومت د افغانستان د پرمختیا او ثبات لپاره پنځکلن پلان جوړوي. نړیواله ټولنه د افغانستان د راتلونکي انکشاف سره تعهد کوي او له دې هیواد سره خپلو اقتصادي مرستو ته ادامه ورکوي.

H.          بهرني ځواکونه د منل شوي مهالویش له مخې له افغانستان څخه وزي.  ناټو د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. په هرصورت افغان امنیتي ځواکونه د خپل هیواد دفاع او امنیت پخپله غاړه اخلی.

I.              لنډمهاله حکومت د اسلامي کنفرانس او ملګرو ملتونو په مرسته هغه شرایط برابروي چې په ترڅ کې یې په بهر کی افغان مهاجرین او په داخل کی بیځایه شوي کورنۍ خپلو ځایونو ته ستانه شي.

J.            لنډمهاله حکومت ټولې درنې وسلې راټولوي او سپکې وسلې د اجازه لیکونو په وسیله ځینو ته ورپریږدي. ټول هغه وسلوال کسان چې اوس د وسلوالو مخالفینو په لیکو کې جنګیږي افغانستان پریږدي، هغه کسان چې غواړي په افغانستان کې پاتې شي، د افغانستان د قوانینو، د  جینیوا د۱۹۵۱ کنوانسیون او نورو نړیوالو قوانینو له مخې چالچلند ورسره کیږي.

K.          افغانستان د اسلامی کنفرانس د سازمان غړی دی او ددغه سازمان په مرسته د افغانستان او اسلامي نړۍ د علماوو په ګډون یو کاري ګروپ جوړوي چې لنډمهاله حکومت ته په ځینو حساسو مسایلو لکه د ښځو ښوونه او روزنه، د ښځو حقوق، حجاب، د معاصرو علومو زده کړه، د افغاني کلتور او میراثونو ساتنه او نورو په اړه مشوره ورکړي.

L.           لنډمهاله حکومت د اساسی قانون له مفاداتو سره سم او د اسلامي کنفرانس د سازمان او ملګرو ملتونو په مرسته د نوي ولسمشر، پارلمان، ولایتي شوراګانو او د ولسوالیو د شوراګانو لپاره انتخابات ترسره کوي او واک نوی منتخب ولسمشر ته سپاري.

M.           لنډمهاله حکومت مشر (ولسمشر)، وزیران، د سترې محکمې لوی قاضیان، او لوی څارنوال نشي کولای په راتلونکي لومړني منتخب حکومت کې د ولسمشر، وزیر، د سترې محکمې د رئیس او لوی څارنوال په توګه کاروکړي.

پای

فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “په افغانستان کې د تلپاتې او دوامدارې سولې دراوستلو او په سیمه کې د اوږدمهاله ثبات لپاره افغاني نوښت (ابتکار”

  1. Vote -1 Vote +1نظری says:

    دښاغلی فاروق اعظم صاحب ځرګندونی دکاغذونو او دانترنیټ پر مخ همیشه ډیری ښه او په زړه پوری وی ولی دعمل په ډګر کی هیڅ عملی جنبه نه لری،نوموړی لکه دغا ټول ګل چی په کال کی صرف یو وخت لیدل کیږی او عمر یی هم ډیر کم وی بیا نو تر بل کال پوری یی ځوک نه شې لیدلی؟ تاسی شاهیدان اوسی چی همدغه طرحه یا وړاندیز نور په همدغه ځای فقط دکاغذ پرمخ او انترنیټ کی پاتی ده بیابه که چیری ژوندون وو ښاغلی اعظم صاحب به په بل میلادی کال کی ګورو.پای

Leave a Reply

CAPTCHA Image
Refresh Image
*

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

Recently Commented

    Archives by Tag

    ا

    Recent Entries

    • د بندونو او ملا درد ته نوی درمل وموندل شو
    • د اسد دانش صيب ځواني مرګ زوی حسيب الله په مرګ کې!
    • دستگیری ۹ تروریست در ولایت بدخشان
    • طالبان پاکستانی به دولت نواز شریف هشدار دادند
    • صدر اعظم ناروی بخاطر درک بهتر وضعیت کشورش؛ در کوچه های اسلو تکسی رانی کرد
    • اعلام آمادگی هند برای کمک نظامی با افغانستان
    • د قطر د دفتر لړي په ترکیه او سعودی عربستان کښې
    • بان کی مون وارد اسلام آباد شد
    • نیروهای اسپانیایی تا اواخر تابستان امسال بطور کامل ولایت بادغیس را ترک خواهند کرد
    • احزاب افغانستان نامزد واحد در انتخابات ریاست جمهوری معرفی می‌کنند: احمد ضیا مسعود