پوهندوی آصف بهاند
د مها جرت په چاپیریال کې که دنوروستونزوترڅنګه،زموږپه فرهنګي ــ ادبي هڅوکې هم ستونزې رامنځ ته شوې دي.ددغوستونزود لري کولوله پاره پتییل شوې وه چې ځینې فرهنګي ــ ادبي مفاهیم بیا روښانه کړای شي(له ماسکونه خپریدونکې لیمه مجله،څلورمه پرله پسې ګڼه)دا دی په دې مقاله کې به دشعر ژبه وڅیړم.
دشعر ژبه هغه ژبه ده چې کولای شي په ډیر لوړقوت سره،په ډیره دقیقه توضیح اوښه تعریف سره دشاعر آزمیښت داوریدونکي یا لوستونکي ذهن ته ورولیږدوي.دشعر ژبه هغه ژبه ده چې دکلماتوهراړخیزځواک ورسره وي.
ژبه په خپلوحرکاتو،په خپلوتصویرونواوپه خپلوغږونوسره شعرتقویه کوي اوهغه ته بډایتوب اوژوند وربښي.دشعر ژبه له فکرڅخه دشاعردشخصي اخیستنې یوازینی مدرک دی.که چیرې څوک دیوه شعریا شاعرپه ژبه کې لاس وهنه کوي،په حقیقت کې دهغه فکر،اوله ژوند اوطبیعت څخه دهغه اخیستنې ته تاوان رسوي؛خوپه مقابل کې په نورولیکنوکې پرته له دې چې مانا ته کوم ضررورسیږي،کیدای شي لاسوهنه په کې وشي.
د شاعرفکر،لید لوری،پوهه اوله ژوند اوطبیعت څخه اخیستنه یوازې اویوازې کولای شوپه هغو کلماتوکې وپلټو،چې له ده څخه دشعرپه نامه راپاتې وي.
د شعرپه ژبه کې کلمات ــ دژان پل سارترپه خبره ــ د « شي » حیثیت لري،لکه په معمارۍ کې تیږې اوخښتې.دشعرپه ژبه کې کلمات یوازې دمانا له پلوه یوله بل سره توپیرنه لري،بلکې دکیفیت اوکمیت له پلوه هم بیلابیلې ماناوې لري.
کالریج،له کلماتوسره دشاعردکارپه هکله داسې لیکي:
« پام مووي چې زه( په شعرکې)،دیوې کلمې دمانا په هکله یوازې دهغه شي په باب چې دهغه مدلول وي،پاملرنه نه لرم،بلکې ټولې نورې هغه ماناوې چې یاده کلمه یې لري،په نظرکې لرم.»(صورواسباب در شعرامروزایران،۵۱مخ)
دغه رازیوبل پوه(ب ـ ګوري) په دې هکله داسې ویلي دي:
« په شعرکې کلمات له خپلې مانا څخه،چې دلغاتوپه فرهنګونوکې پیدا کیږي اویا په ورځنۍ محاوره کې کار ورنه اخستل کیږي،ډیرزیا ت دبیان قدرت لري.» (صورواسباب درشعر امروزایران،۵۱مخ)
«هراس» نومی پوه دشعردژبې په هکله په ډیردقت اوعالمانه ډول داسې ویلي دي:
«دشعر ژبه،یعنې دبیان طرز،اوهغه کلمات چې په شعرونوکې کاریږي،ثابت اوتغیرنه منونکي نه دي،بلکې دوخت له غوښتنوسره سم بدلون کوي.»(سخن سنجي،۸۸مخ)
دنوم وړي پوه په عقیده،دشعردژبې وظیفه دا ده چې دشاعرآزمایښتونه(تجربې) بیان کړي.څنګه چې دغه تجربې په پرله پسې ډول بدلون مومي اوهره ګړۍ نوې تجربې دبشر دتجربوخزانه لاشتمنه کوي،نوهرکله چې دشعرژبه په رښتیا سره دبشري تجربوبیانوونکې وي؛نوبایده ده چې هره ورځ ځان دتجربوله دغې ورځنۍ ودې سره یوځای کړواوپرمخ ولاړشو.
دغه راز همدې پوه دشعردژبې دودې په باب ویلي دي:
« ژبه دونې حیثیت لري،اوکلمات یې دپاڼوپه شان دي.هرڅومره چې وخت تیریږي اوددغې ونې عمرزیاتیږي،نوزړې او ورستې پاڼې یې له څانګوڅخه تویږي اونوې پاڼې پرې رازرغونیږي،خودونې په اصل اوذات کې کوم بدلون نه راځي.ونه څنګه چې وه،هغسې به وي.»(سخن سنجې،۸۸مخ)
په شعرکې تخیل اوعاطفه په مخامخ ډول له ټولنیز ژوند څخه الهام اخلي،ځکه دشاعرخواخوږي،اړیکې اودزړه له کومې مینه اونورشاعرانه احساسات له ټولنې نه بهرنه دي هست شوي،بلکې دټولنیز ژوند انعکاسات دي.دشاعرنوښت په دې کې دی چې دټولنیزوتضادونواودهغوپه بې پایه روابطوکې نوې اړیکې پیدا کړي اودشعري ژبې له لارې یې بیان کړي.شاعر دغه حالت په ډیرلنډیزسره بیانوي،اوله هغه برسیره شاعر پیښه په هراړخیزه توګه نه ترسیموي،بلکې په هغه کې ټاکنه(انتخاب) کوي.دغه ټاکنه چې له ټولنیزواقعیت نه راپیدا شوې ده،په احساساتواوعاطفې سره مینځي اوپه ښکلې بڼه یې دشعري ژبې په واسطه انځوروي.له همدې امله ټینګار کیږي چې دشعریواصل بایدښکلی لنډیزوي.
دشعرژبه ځانګړي خصوصیات لري.داپه دې مانا چې دشعر ژبه باید صیقل شوې اوښکلې وي.په شعرکې هره کلمه ځان ته بیله مانا لري اوزیاتره دکلموله اصلي مانا سره شعري ماناوې توپیر لري.په شعري ژبه کې دشاعراحساسات،عواطف اوتخیل وده کوي.
شعردکلماتوله یوځای کولوڅخه رامنځ ته کیږي،اودغه یوځای کول،کوم ساده ترکیب اودهغوی آشنایي نه ده.«…شعردکلماتودواده کولونتیجه ده،نه دکلماتوآشنايي له یوبل سره.» (صورواسباب درشعرامروزایران،۵۳ مخ)
ددغوټولوخبروپه نظرکې نیولوسره،کله چې شعریادوو،هلته کلمات خاصې ماناوې اوځانګړی دریځ لري،چې دهمدغومفاهیموپه نظرکې نیولوسره کوم کلمات چې په شعرکې کارول کیږي اودخپلوخاصوماناووله مخې دشعري ژبې په نامه سره یادیږي.
مآخذونه:
۱ـــ لیمه ( مجله )،له ماسکونه درې میاشتنۍ ادبي ــ فرهنګي خپرونه،د۱۹۹۹ م کال مارچ.
۲ـــ صورتګرلطف علي،سخن سنجي،تهران،۱۳۴۱کال.
۳ـــ نوري علا اسماعیل،صورواسباب درشعرامروزایران،تهران۱۳۴۸کال،