Posts | Comments | E-mail /

دا لومړی ځل نه دی چی خارجی عسکر نا څاپی وژل کیږې

Posted by on Jan 21st, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

سلام خان  

دتیری جمعه په ورځ شاوخوا (۱۱) بجې دکاپيساولايت تګاب ولسوالۍ پاينده خيلوسيمه کې دلکې تيږې سيمه کې په فرانسوي او داخلي ګډ مرکزکې يوه افغان عسکر دخپل کارپه ساحه کې ۷ تنه فرانسوي نظامیان ووژل او تر(۱۷) پورې نورېې سخت ټپيان کړي دي،دنوموړی پیښې په هکله د تګاب د پاينده خېلو د کلي یو اوسېدونکى مزارګل له رسنیو سره په خبرو کی ویلی دی چی، کله  د ملي اردو سرتېري په سيمه کې د ايساف له قرارګاه څخه د تېرېدو په حال کې وو، ترمنځ يې نښته رامنځ ته شوه،که څه هم دا لومړئ ځل نه دی چي يو افغان سرتېرئ د بهرنيانو پر ضد خپله وسله کاروي خو د نننۍ پېښي په اړه ويل کيږي ښايي د بهرنيو پوځيانو لخوا افغانانو ته د سپکاوي څخه ډکو ويډيوګانو خپرېدل ددې لامل سوي وي چي د افغانانو غوسه راوپاروي . په هغه ويډيوګانو کي چي په لومړۍ هغه کي بهرني پوځيان د افغانانو پر جسدونو بولي کوي او په دوهمه کي چي  يوې برتانوۍ رسنۍ خپره کړی ده لیدل کیږی چی، برتانوي پوځيان افغان تنکۍ نجوني او هلکان د جنسي فشار سره مخامخ کوي ، دغو دواړو ويډيوګانو په افغانستان او نړۍ کي د امريکا او برتانيا حيثيت ته د زيان تر څنګ د افغانانو سخته غوسه راپارولې ده،وروسته له هغه چې د ملي اردو يو تن سرتيري  له خوا څلور تنه فرانسوي سرتيري ووژل شول او شپاړلس تنه نور يې ټپيان شول، دې هیواد ټول خپل فعالیتونه په افغانستان کې په ټپه ودرول،دفرانسې  جمهوررييس سارکوزي دغه پيښه زړه بوږنونکې  وبلله او په ترڅ کې يي ددغې پيښې په اړوند دتحقيقاتو غوښتنه کړې ده.

ټاکل شوې ده  دفرانسې  ددفاع  وزير  دپيښې دڅيړنې په مقصد کابل ته راشي . پخواهم  دملي اردو ديوتن سرتيري دډزو له امله څوتنوفرانسوي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه،فرانسه په افغانستان کې څه باندې درې نیم زره پوځیان لري چې د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو په چوکاټ کې فعالیت کوي،له ۲۰۰۱ کال راهسی تر اوسه ۸۰ فرانسوی سر تیری دافغانستان په جګړه کی وژل شوی دې،د روان زېږديز کال له پيل راهيسې، د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ناټو د وژل شويو پوځيانو شمېره ٢٧ تنو ته ورسېده، چې ١٤يې امريکايان دي.

د فرانسې ولسمشر نیکولای سرکوزي د دې پېښې په عکس العمل کې وویل، په افغانستان کې د فرانسوي پوځیانو عملیات درول شوي او دفاع وزیر یې افغانستان ته لېږلی چې د وروستۍ پېښې د علت په باب مالومات ترلاسه کړي،سرکوزي وویل، که امنیتي شرایط په واضح ډول څرګند نه شي له افغانستان څخه د فرانسوي پوځیانو د ژر ایستلو امکان زیاتېږي،همداراز ویل شوي چې فرانسه له افغان پوځیانو سره د ګډو عملیاتو د ځنډولو په څنګ کې د افغان ځواکونو د روزنې پروګرام هم تر نامالوم وخته ځنډوي

د فرانسې ولسمشر دا غبرګون په داسې حال کې څرګند کړې دی، چې د افغا نستان ولسمشر حامد کرزي بیا په دې پیښې ژوره خواشیني څرګنده کړې او د فرانسې ولسمشر او د قربانیانو کورنیو ته یي خپل تسلیت وړاندې کړې،خو افغان کتونکو بیا د فرانسې د حکومت دا پریکړه، چې د افغان ځواکونو د روزنې بهیر او له دوي سره یي خپل ګډ عملیات ځنډولي ناسمه بللې،ځکه دا  لومړنۍ پیښه نه ده، چې په افغانستان کې پیښیږي بلکه تر دې مخکې هم څو څو وارې د ملي اردو د سرتیرو له خوا بهرني ځواکونه په نښه شوي او د دې اساسي علت د ملي اردو په لیکو کې د وسله والو مخالفینو نفوذ او هغه احساسات دی چی دخارجی پوځیانو له لوری په ځینو مواردو کی دملکی بی ګناه افغانانو په مقابل کی بی احترامی او سپکاوی کیږې، د فرانسې دا پریکړه به سمه پریکړه نه وي ځکه دا خو دښمن دی او دښمن خو هر چیرې خپل وار کوي ځکه دا کار هر چیرې شوی او هم تر افغانستان بهر دا کار کیدای شې داحساساتو پر ځای،باید د داسې پیښو مخه ونیول شی. ددې له پاره چې په اینده کی د دا ډول پيښو د مخنیوی له پاره تدبیر ونیول شی، لازمه ده چې د هغو اصلی علتونه  په مشترکه توګه ولټول شی..

او دا علت باید  پیدا شې  چې ولی په افغانی وسله والو ځواکونو(ملی اردو،پولیس) کې د خارجی ځواکونو په وړاندې کرکه او نفرت ورځ تر بلې زیاتیږی؟

په کابل کی دایساف ویاند جنرال کارستن یاکوبزون په خپله ځانګړی مصاحبه کی تر دی وړاندی ویلی دې چی دافغانستان پرملی اردو او پولسو باور لرو ولی په خواشیني سره باید ووایم چي د دسمبر د میاشتې په ۲۹ یو افغان سرتیري دوه فرانسوی سرتیري ووژل او خپله افغان سرتیری هم ووژل شو. په ټولیزه توګه په ۲۰۱۱ کال کي چې د افغان او نړیوالو ځواکونو ترمنځ خپلمنځي پیښې شوي دي،په نهو پیښو کې ئې مرګ ژوبله نه ده رامنځ ته شوې،دا انفرادي پیښې دي چې له کومي مشخصي ډلي سره تړاو نه لري. د داسی پیښو لاملونه مختلف دي له خپل آمر یا خپلوعسکري  انډیوالانو سره له  قهر او غوسې څخه نیولې بیاښایي ترطالبی پسمنظر پوري. خو دا انفرادي پیښي دي او شمیر ئې هم ډیر محدود دئ، که څه هم دا پیښي د خواشینۍ وړ دی. موږ د افغان ملي اردو او د ملي پولیسو د روزني دنده پر غاړه لرو په دې برخه کې مو ستر پرمختګ کړی دئ او  د جلب او احضار کوم چلند چې اوس موجود دئ، موږ پرې باور لرو او د بدلون وړ نه دئ. پای

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    څارنوالان امريكايي دست داشتن 5 سرباز اين كشور در سوزاندن قرآن کریم در افغانستان را تاييد كردند

    March 3rd, 2012

    واشنګتن:-رسانه‌هاي امريكايي گزارش دادند:  څارنوالان ا�[...]

    ځوانيمرګ

    March 3rd, 2012

    لنډه کيسه:::::  سهراب سهار د ښوونځي له فراغت وروسته مې د[...]

    په امنيتي ارګانونو کې موجودې غټې ستونزې

    March 3rd, 2012

    علي عباس بدر دهېواد په تېر لس کلن تاريخ کې د پلازمينې س�[...]

    زموږ قومونه او بهرني استخبارات

    March 3rd, 2012

    رفيع الله زيار افغانستان هغه هېواد دى، چې د تاريخ په ا[...]

    تناقض در گفته های مقامات در نشست ایکو

    March 3rd, 2012

    کوهستانی مقامات دولتی در نشست ایکو در خصوص اوضاع مربوط[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars