Posts | Comments | E-mail /

دباوري صاحب درنې کورنۍ ته دتسلیت پیغام

Posted by on Jan 21st, 2012 and filed under سپینې خبرې. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

 محمد امین بسمل دجرمني له  بایرن آیالت څخه

دیوې منورې، درنې اوویاړلې کورنۍ دیو ځوان، ځوانیمرګتوب دومره په زړه داغ داغ کړم، لکه دخپلې کورنۍ کوم څوک مې چې له لاسه ورکړی وي .

هو!

داسې  یوتریخ اوخورابدخبر مې واخیست، چې دباوري صاحب کشری ورورعزیزالله جان باوري  په  حق  ورسېد.

انالله و انااليه راجعون

زه له قدرمنوهریو الحاج محمد جان باوري ، پوهنوال رسول باوري ، حاجي قیوم باوري ، حاجي امین باوري ، ډاکټر امان الله باوري ، ډاکټر حبیب الله باوري ، ډاکټر شفیق باوري، استاد عبدالغني باوري، ډاکټر نجیب الله باوري ، ډاکټر حمید باوري او ډاکټر اشرف باوري سره په دې درانه غم کې ځان شریک بولم .

دباوري  صاحب  پتمنې کورنۍ،  ټولو خپلوانو او غمشریکانو ته  دتسلیت  لاس لپه کوم او ځوانیمرګ  عزیزالله جان  ورورکي  ته مې له الله (ج) څخه دفردوس جنت هیله کوم .

د ګردون  دا وروستیوناوړو پېښو مې زړه ډېر نازک  او تنګ کړی دی  بېګاه مې په نیمه شپه کې هم دڅو جملو په لیکلو سره خپل  دردېدلی زړه دلاندې څو جملو په لیکلو سره  اراماوه خو دردیې لا نورې څړیکې هم  پسې خپرې کړې  :

له ډېره درده یو څو کرښې لیکم هو!

په جرمني کې نیمه شپه شوه له درۍ نیمو بجو هم ورواوښتې  خو ما ته خوب نه راځي ما خو پخپل ژوند عزیزالله جان نه و لیدلی خو په خدای باور وکړئ ، چې وړمه ورځ  مانا دهغه دمړینې په ورځ ما ته زما شپږم حس وېیل، چې کور ته ولاړ شې نو بد خبر به واورې .

تاسو باور وکړئ ، چې تر کوره په  را رسېدو مې زړه درزا کوله کله، چې کور ته  را ورسېدم او پوښتنه مې وکړه هر څه سم و خو ، چې انترنیت مې پرانیست  دیو ځوانیمرګ خبر مې پکې ولوست دا داسې ځوانیمرګ و ، چې ما پخپل ژوند نه و لیدلی، عجیبه ده، چې چا څوک لیدلی نه وي پسې ژاړي؟

هو!

دا دیوې درنې  او منورې کورنۍ یو ځوان غړی و، اوس خو په موږ پښتنو عمومي لو ګډ دی خو د داسې منورې کورنۍ  یو ځوان ، چې  رانه اخلي  دا نو  لا زیات  زور غواړي  .

نیمه شپه ده خوب مې ورک دی دوه درۍ ګړۍ مخکې مې جهاني صاحب اوغمخورصاحب ته زحمت ورکړ دزړه درد مې ورسره شریک کړ ، ګران عبدالله  احسان صاحب  خو مې له خوبه را ویښ کړ خو ما ته یې په خورا محبت  ځواب  راکړ  زه له دوی ټولو مننه کوم  او ویاړم، چې شکر دغم او درد شراکت خو لا ژوندی دی  خو بیا هم نه پوهېږم، چې ولې دعزیز الله جان مړینې چې ما  پخپل ژوند نه و لیدلی ما دومره ځوروي؟

کېدای شي درنو لوستونکو ته  هم پوښتنه پیدا شي خو زه یې پخپله ځواب نه لرم ممکین دا یو اروايي تړاو وي په هر صورت  راځئ ، چې  په دې درانه غم کې دباوري صاحب  درنې کورنۍ ته لاس ورکړواو په دې دردوونکو شېبو کې ورسره مله  او ووایو، چې هم ژوند حق دی هم مړینه .


فرستادن/حفظ کردن

1 Response for “دباوري صاحب درنې کورنۍ ته دتسلیت پیغام”

  1. Vote -1 Vote +1نجیب شفقیار says:

    د محترم باوری صاحب دکورټولوغړوته ددغه درانه غم اوویرله امله تسلیت او دخپلی خواشینی مراتب ځرګندوم . الله دی عبدالله جان احسان ته جنت اوکورنی ته یی صبر اواجرورپه برخه کړی . مرګ په هره بڼه اودهرچالپاره دردونکی دی خودڅوانی مرګ ډیرتریخ او لادردونکی اوخواشینونکی دی . بیاهم ددوی دکورنی غړو اوټولوعزیزانو اوخپلوانو ته صبرغواړم . شفقیار

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    د میدان وردګو ولایت داستناف محکمې نوي ریس په کار پیل وکړ

    April 14th, 2012

      میدان ښار ( شاهد الله شاهد):- د افغانستان د اسلامي جمهو[...]

    این بار خانم فوزیه کوفی کرسی ارگ را در خواب میبیند

    April 14th, 2012

    کابل:- یک زن 36 ساله عضو پارلمان افغانستان قصد دارد براي �[...]

    صلاح الدین رباني د سولې د عالي شورا رئیس په توګه وټاکل شو

    April 14th, 2012

    کابل:- د جمهوری ریاست د خبر پاڼې پر اساس ، صلاح الدین ربا[...]

    فعاليت‌هاي كميته انتخابات ریاست جمهوری مصر به حالت تعليق درآمد

    April 14th, 2012

    قاهره:- در پي تجمع هزاران تن از هواداران يكي از نامزدها[...]

    کشته شدن ۵۰ تن از آتش افروزان گروه طالبان در ولایت نورستان

    April 14th, 2012

    جلال آباد:- گزارش ها حاکی از ان است که در عملیات نیروهای [...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars