کابل:- د رارسیدلو خبرونو پر اساس ، ډیر ژر به د فرانسې ددفاع وزير د تګاب دپيښې دڅيړنې په مقصد کابل ته راشي
وروسته له هغه چې د ملي اردو يو تن سرتيري له خوا څلور تنه فرانسوي سرتيري ووژل شول او شپاړلس تنه نور يې ټپيان شول، دې هیواد ټول خپل فعالیتونه په افغانستان کې په ټپه ودرول.
خبر زیاتوی، دغه پيښه نن له غرمې وروسته دکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ دشينکي په کلي کې وشوه چې دملي اردو ديوتن سرتيري له خوا شلو تنو فرانسوي سرتيرو ته مرګ ژوبله واوښته .
دفرانسې جمهوررييس سارکوزي دغه پيښه زړه بوږنونکې وبلله او په ترڅ کې يي ددغې پيښې په اړوند دتحقيقاتو غوښتنه کړې ده.
فرانسې له دغې پيښې وروسته دملي اردو دروزنې اود ګډوعملياتو دترسره کولوځنډاوه.
ټاکل شوې ده دفرانسې ددفاع وزير دپيښې دڅيړنې په مقصد کابل ته راشي . پخواهم دملي اردو ديوتن سرتيري دډزو له امله څوتنوفرانسوي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.