پوهنمل حاجی محمد نوزاددی
دا برخه دتیری لومړی برخی سره کلک تړاو لری ، نو که چیری کوم محترم لوستونکی هغه برخه لوستی نه وی ، ددی برخی د ښه پوهیدلو په موخه یی زه لوستل اړین بولم او کیدلای شی په افغان- جرمن سایټ کی زما د ارشیف نه ترلاسه او ولوستل شی . مننه
۵ ـ د ځمکی ساتونکۍ سپر :
فضا د اوسیدلو د پاره یو د خطره ډک چاپیریال دی داځکه چی هلته وژونکی تشعشات شتون لری او تل خطرناک میتورایډونه په جرکت کی وی ( Metoreoids یا شهاب ـ دا هغه سماوی اجسام یا ټوټی دی چی یو دبل سره د دوو یا څو سیارو د سره ټکر کیدو او ټوټه کیدو له کبله جدا کیږی او په فضاکی یوی بلی خواته جرکت کوی . که چیری دځمکی د جاذبی ساحی ته داخل نو رالویږی او مرګونی فاجعی را منځته کوی . ژباړ ) . ددی سره سره بیا هم زموږ د استوګنی کور چی د ځمکی کره ده ، پدغه خطرنکه فضا کی پر خپل مدار بیله ډاره څرخی . دا کار د یوه عجیب زرهدار پوښ یا سپر د محافظت له برکته تر سره کیږی . دا نه ماتیدونکۍ سپر دځمکی هغه زوروره مقناطیسی ساحه او یو مرکب مقاوم اټموسفیر دی .
۶ ـ د ځمکی مقناطیسی ساحه :
د ځمکی داخلی برخه د ویلی شوو ( مذابه ) موادو څخه جوړه ده چی دیوی متحرکی کری په ډول دایمی او تلپاتی حرکت لری . له همدی کبله د ځمګی کره د یوه ستر او قوی مقناطیس ځانګرتیا تر لاسه کړی چی د مقناطیسی ساحی اغیز یی په فضا کی تر اوږده واټنه پوری غزیږی . دغه مقناطیسی ساحه د یوه قوی سپر په توګه نه پریږدی چی فضایی تشعشات او نوری په پوتنشیال ډول وژونکی پدیدی چی د لمر نه ریښی اخلی ، په خپل ټول قوت سره ځمکی ته راورسیږی او ژوندیو موجوداتو ته زیات ورسوی . د دا ډول خطرناکو پدیدو څخه یو شمیر هم لمری بادونه چی تل د برفی چارج شوو پارچو د توپان په ډول جریان لری او همدارنګه د لمر زیان رسونکی وړانګی او نور دی . دا هغه څه دی چی د څو دقیقو په ترڅ کی د میلیارډو هایډروجنی بمونو انرژی ورکوی . دلمر په خارجی سطح کی چاودنی او فضاته د میلیاردونو ټنو موادو غورځول هم ددی ډول خطرناکو پدیدو له ډلی نه دی . دا اوس یو څرګند حقیقت دی چی د ځمکی مقناطیسی ساحه د یوه ژعورونکی سپر په ډول کار کوی . هغه رنګینه د نورڅخه منشا اخیستی پدیده چی په شفق کی کله ناکله ترسترګو کیږی او دقطبی روښنایی پنامه یی پیژنی ، د لمر پر سطح د چاودنو څخه دوړانګو له کبله منځته راځی .
۷ – د ځمکی د کری اټموسفیر :
هغه اټموسفیر چی د ځمکی پرخوا و شا را تاو شوی ، یوازی زموږ د تنفس پخاطر ګټور ندی ، بلکه زموږ د دفاع او ساتنی په موخه هم د یوه سپر رول ترسره کوی . د اټموسفیر یو له خارجی قشرونو څخه چی ستراتوسفیر نومیږی ، په خپل ترکیب کی د اکسیجن یو شکل لری چی د ازون پنامه یی یادوی ( ازون یا O3 د اکسیجن یو دری اټمی مالیکول دی. ژباړ ) . د لمر ماورای بنفش وړانګی چی ځمکی ته راځی ، ۹۹٪ یی په ستراتوسفیر کی چی د اټموسفیر خارجی برخه ده ، د ازون دشتون له برکته جذبیږی . پدی توګه د ازون دغه لایه ( قشر ) د ځمکی پرمخ باندی ژوند د زیان رسونکو تشعشاتو د خطر نه ژغوری . دا قشر نه یوازی د انسانانو ، بلکه د ډیرو نباتاتو ژوند هم ژغوری چی د انسانو د ژوند دپاره د اړین اکسیجن ډیره برخه تری نه ترلاسه کیږی . په ستراتوسفیر کی د ازون کچه ثابته نده بلکه د ماورای بنفش شعاعو د کچی دبدلون سره تل بدلون مومی . پدی ډول د ازون قشر هم زموږ د ژوند د ژغورلو د پاره د یوه دینامیک او اغیزمن سپر په توګه کارول کیږی .
دځمکی اټموسفیر همدارنګه موږ د اسمانی اجسامو د هغه بمباریو څخه ساتی چی هره شیبه یی په میلیونو ټوټی د ځمکی پرخوا را لویږی . ددی ټوټو لویوالۍ د وړو پارچو څخه نیولی بیا تر سترو بلاکونو پوری رسیږی . ددغو سماوی اجسامو ډیره برخه د ځمکی اټموسفیر ته په راننوتو سره سوزی او له منځه ځی چی موږ یی کله ناکله د شپی دخوا د یوی روښانی لیکی په ډول وینو . دا هم په زړه پوری ده چی د اټموسفیر نوموړی سپر وځمکی ته د هغو شعاعو د رسیدلو مخنیوی نه کوی کومی چی زموږ ژوند اړتیا ورته لری لکه دسرو شعاعو لاندی شعاوی ( radiation Infrared ) او د روښنایۍ شعاوی . اټموسفیر برسیره پر دی د ځمکی پر مخ باندی د تودوخی د ویشلو چاری هم تنظیموی او وروسته د یوه بړستن په توګه کار کوی او نه پریږدی چی تودوخه یی ضایع شی ، یانی تودوالۍ یی ساتی .
دځمکی اټموسفیر او مقناطیسی ساحه په ډیر مهارت سره ډیزاین شوی پدیدی دی او تر اوسه یی لا ټول جزئیات موږ ته معلوم ندی . داخبره پر ځمکی باندی د اړینو موادو د دوران په اړوند هم ویلای شو چی د ژوند د پاره لازم توکۍ ګڼل کیږی .
پرځمکی باندی د ژوند د پاره د اړینو موادو دوران :
که داسی فرض کړو چی پر یوه ښار باندی د تازه هوا او اوبو لاری بندی شی او د کثافت ایستلو کانالیزاسیون یی ټمبه کړل شی ، ددی کار پایله به بیله شکه ناروغتیاوی او مړینه وی . راشی پر دی خبری باندی هم غور وکړو :
زموږ د ژوند کره یو داسی رستوران ندی چی تل اومه مواد ورته له بهر نه راوړل کیږی او کثافت یی هره ورځ لیری غورځول کیږی . تازه هوا او تازه اوبه چی زموږ د ژوند اړتیا ده ، ځمکی ته د اټموسقیر د باندی خارجی فضا څخه نه راځی او همدارنګه موږ خپل د ځمکی کثافت خارجی فضا ته غورځولای نشو . بیا نو څنګه کیدلای شی چی ځمکه پاکه او د روغتیا له مخی د ژوند وړ وساتو ؟ داکار یواری پخپله د طبعت د دوران په مټ لکه د اوبو ، کاربن ، اکسیجن او نایتروجن د دوران له مخی تر سره کیږی چی هغه دادی :
الف ـ د اوبو دوران :
اوبه د ژوند یو داسی اړین توکۍ دی چی بیله دی نه ژوند امکان نلری . د اوبو د دوران له برکته ده چی د ځمکی په ټوله کره کی پاکی او تازه اوبه تر لاسه کیږی . دا کار په درو مرحلو کی سرته رسیږی : اول ـ د لمر د انرژی له کبله د ځمکی پرمخ اوبه بخار او هواته پورته کیږی . دویم ـ د اوبو دغه بخارونه په اټموسفیر کی سره راټول ، متراکم او وریځ ورڅخه جوړیږی . دریم ـ د اوریځی څخه دغه پاکی تصفیه شوی اوبه د باران ، ږلۍ او واوری په بڼه بیرته ځمکی ته رالویږی چی دبیا بخارکیدو د پاره چمتو دی او پدی کارسره د اوبو دوران بشپړ کیږی . ایا څومره اوبه پدی ډول دوباره استعمالیږی ؟ د یوی څیړنیزی احصایی له مخی دا دومره اوبه دی چی د ځمکی د کری ټوله سطح د نژدی یوه متر په کچه پوښلای شی .
ب ـ د کاربن او اکسیجن دوران :
ددی دپاره چی ژوندی حیوانات مړه نشی ، باید هوا تنفس کړی . د تنفس پر وخت د ساه ننه ایستلو دلاری اکسیجن (O2 ) بدن ته داخلیږی او د ساه ایستلو د لاری کاربن ډای اکسایډ ( CO2) د بدن څخه هواته راوځی . ددی خبری سم سوال پیداکیږی چی په میلیارډونو انسانان او ژوی تل هوا تنفس کوی او اکسیجن تری نه جذبوی ، بیا نو ولی د هوا اکسیجن نه ختمیږی او یا ولی ټول اتموسفیر په کاربن ډای اکسایډ نه تبدیلیږی ؟ ځواب په لاندی دوران کی ترلاسه کیدلای شی : اول ـ د یوی عاقلانه پروسی له مخی چی فوتوسنتیز یی بولی ، د ځمکی د مخ نباتات هغه کاربن ډای اکساید جذبوی چی د ژوندی ژوو د ساه کښلو د لاری هواته خارج شویدی . نوموړی نباتات دا کاربن دای اکسایډ د لمر د انرژی په مټ په کاربوهایډرایټ او اکسیجن تبدیلوی . دویم ـ کله چی موږ دغه بیا تولید شوی اکسیجن تنفس کړو ، نو ټاکلی دوران بشپړتیا مومی . ددغی پروسی له مخی نباتات وده کوی او اکسیجن تولیدیږی . دا کار په چوپه خوله بیله دی چی چاپیریال ککړ شی ، تر سره کیږی .
ج ـ د نایتروجن دوران :
د ځمکی پرمخ ژوند همدارنګه د داسی عضوی مالیکیولونو سره تړلی دی لکه پروټین چی دا ډول مواد بیا د نایتروجن په کارولوسره تشکیلیږی . پدی موخه هم په څو مرحلو کی یو دوران ترسره کیږی : اول ـ د نیکه مرغه دنایتروجن ۷۸٪ کی د اټموسفیر څخه لاسته راځی . بریښنا ( رعد وبرق ) د اټموسفیر نایتروجن په هغو مرکباتو اړوی چی د نباتاتو دپاره د جذب وړ دی . دویم ـ نباتات دغه نایتروجنی مرکبات جذبوی او د عضوی مالیکیلونو په جوړولو کی یی کاروی . ژوی چی بیا کله نوموړی نباتات وخوری نو ددی لاری نایتروجن اخلی . دریم ـ په پای کی کله چی حیوانات او نباتات مری او خوسا کیږی ، میکرو ارګانیزمونه ( لکه باکتریاوی . ژباړ ) ددوی دپاته شونو څخه نایتروجنی مرکبات تجزیه کوی . پدی توګه ازاد شوی نایتروجن بیرته اټموسفیر او ځمکی ته ځی او په همدی باندی د نایتروجن دوران هم بشپړ کیږی . د ژباړی پای
د ژباړن څو بشپړونکی خبری :
د لوړی لیکنی څخه د نشر کونکو موخه دا وه څو دعلمی څیړنو پر بنسټ وښئی چی دا ځمکه ، اسمانونه او مافیها د خوشی تصادف له مخی منځته ندی راغلی بلکه پدی کار کی د هستۍ زیږونکی او قادرمطلق پروردګار سنجول شوی اراده دخیله ده . رښتیاهم د ژوند دپاره د دومره پیچلی سیټم د لاری اړین شرایط برابریدل او همدارنګه د انسان او نورو ژوو د بدن اناټومی او د غړو دومره پیچلی فیزیولوژیکی ځانګړتیاوی یوازی د یوه تصادف کار بلل به یوه اسانه او د منلو وړ خبره نه وی . لدی نه پرته د جیولوجی ( ځمکه پیژندنی ) د علم له مخی دا څو خبری هم د یادوولو وړ بولم :
لوستونکو ته به داخبره هم په زړه پوری څو خبر شی چی زموږ د ځمکی کره د جیولوجیکی څیړنو پر بنسټ څلورمیلیارډه او شپږ سوه میلیونه ( ۴،۶ میلیارډه ) کاله پخوا د لمر او نورو اړوندو سیارو سره یوځای په بی پایه کائیناتو کی د ګردوغبار د یوی متحرکی او متراکمی کتلی څخه رابیله شوی اوبیا پخپلو کی د دورانی حرکت په مټ متراکمه او کلکه شوی ده . محاسبی ښئی چی د ځمکی د کری تر ټولو زړه ډبره ( تیږه ) څلور میلیارډه کاله عمر لری . په ځمکه کی د بیګانه تیږو ( هغه ډبری چی په نورو سیارو کی جوړی شوی او بیا یی ځینی ټوټی د رالویدلو پروخت ځمکی ته رارسیدلی دی ) عمر تر ۴،۶ میلیارډه کالو پوری رسیږی . دغه ۴،۶ میلیارډ کاله چی دعلمی دقیقو متودونو په مټ محاسبه شوی ، زموږ د ټول لمریز سیټم د پاره نژدی یو شی دی .
د ځمکی د پیدایښت د لوړی فرضیی له مخی ټول لمریز نظامونه او ستوری په همدی ډول منځته راغلی دی . د هغو تیږو څیړنه چی له سپوږمۍ څخه لابراتوارونو ته راوړل شویدی ، ښئی چی ترکیب یی زموږ د ځمکی د تیږو سره ورته والۍ لری . دا ورته والۍ ددی ښکارندوی دی چی سپوږمۍ د ځمکی څخه یوه جدا شوی ټوټه ده ، پرشاوخوا یی څرخیدو ته دوام ورکوی ، یو ځای ورسره د لمر پرشاوخوا راګرځی او د ژوند دپاره د مناسبو شرایطو په تامینولو کی مرسته کوی .
د پاک خدای پدی بی پایه جهان کی په میلیارډونو کائینات ، کهکشانونه او لمریز نظامونه شته . دا به ډیره د حیرانتیا وړ خبره وی چی پدی ټولو کی زموږ ځمکی ته ورته د ژوند د مناسبو شرایطو درلودونکی کومه بله کره وجود ونلری . که څه هم تر اوسه پوری داسی یوه پیښه لیدل شوی نده مګر څیړونکی دداسی یوی کری موجودیت نه ردوی چی هلته به مایع اوبه او د ژوند نور اړین توکی موجود وی ، په یوه یا بل ډول به ژوند وجود ولری او د خدای مخلوقات به په هره بڼه چی وی ، هلته به ژوند کوی اود بدن دغړو فیزیولوژیکی ځانګړتیاوی به یی زموږ پشان دجسم د اناټومۍ ځانګړتیاوو سره سمی ټاکل شوی وی .
پای