Posts | Comments | E-mail /

ملا محمدعمر پر خپلو وسلوالو واک له لاسه ورکړى دى: د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان

Posted by on Jan 20th, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

کابل  په افغانستان کې د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان وايي، چې د طالبانو مشر ملا محمدعمر پر خپلو وسلوالو واک له لاسه ورکړى دى.

نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې تېره ورځ د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې لس عام وګړي او درې پوليس و وژل شول.

په کابل کې دايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر  په یوه خبر پاڼه کې وایی، چې د دوى عمومي قوماندان جنرال جان الن د هلمند پرونۍ پېښې په کلکه غندلې دي.

دغه راز په دغه ځانمرګي بريد کې شل نور ملکي وګړي ټپيان شوي هم وو.

جنرال الن ويلي: ((زه د ايساف په استازيتوب دکجکي په پېښه کې د وژل شوو او ټپي کسانو له کورنيو سره خپله غمرازي څرګندوم.))

هغه زياته کړې، چې دغه بريد سره يو ځل بيا وسلوالو مخالفينو وښوده، چې دوى تل د بې ګناه عامو وګړو د وژلو هڅې کړې دي.

د ايساف قوماندان ويلي: ((د افغانستان د خلکو پر وړاندې دغه بريد به زموږ د هغو هڅو مخه ونه نيسي، چې موږ يې په افغانستان کې د بيارغونې، پرمختګ او امنيت لپاره ترسره کوو.))

جنرال ا لن ويلي، دغه بريد وښوده، چې د طالبانو مشر ملا محمدعمر پر خپلو وسلوالو واک له لاسه ورکړى دى.

د هغه په وينا، که چېرې هغه پر خپلو وسلوالو واک او کنټرول درلوداى، نو د عامو افغانانو د وژلو مخنيوى به يې کړى و.

وسلوالو طالبانو د هلمند د پرونيو پېښو يواځې د نادعلي د پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى او د کجکي په اړه يې څه نه دي ويلي.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    رښتیا ښه دی که درواغ؟

    March 1st, 2012

    طنز  محمود نظری رښتیا ښه دی که درواغ ؟!       یو دوکان[...]

    پاى ته رسيدونکى ژمى، ختيځ او ناامني

    March 1st, 2012

      ارشادرغاند د افغانستان دولت د يو شمېر نورو فرصتونو پ[...]

    نخستین نشست سه جانبه افغانستان چین و پاکستان برگزار شد

    March 1st, 2012

    : کابل:- نخستین نشست نمایندگان افغانستان، پاکستان و چین [...]

    مصر از دستگيري سيف العدل، جانشين موقت بن لادن خبر داد

    March 1st, 2012

      قاهره:- مسئولان  میدان هوایی مصر از دستگيري سيف ال�[...]

    نشستی برای آماده گی کنفرانس توکیو در کابل برگزار می گردد

    March 1st, 2012

    کابل:-بر اساس اعلامیه ریاست جمهوری » حامد کرزی رئیس جمه�[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars