رفيع الله روشن
پوهېږمه چې نازته مې دناز په نظر ګورې
نوځکه دې نازونه په نيازبينو لېمو وړمه
دکائناتومولا ددې نړۍ په ارته لمن کې مختلف قومونه، نژادونه، قبيلې او رنګونه هست کړي دي،چې په مختلفو کسبونو او کارو يې هغوى ماءموراو لاسبرى کړي، چاته يې دومره پوهه او وړتيا ورکړېده چې آن تر اسمان پورې يې پرې خېژولى اومريخ يې ورته تابع کړى، چاته يې دومره استعداد ورکړى چې دخپل ځان ترڅنګ د نورو ډېرو خلکوپه درد دواکېږي، ځينوته يې يواځې دومره ذهنيت او لياقت ورکړى دى چې يوځې خپل ځان بسيا ساتلى شي،خو ځينې يې بيا بې کسبه اوکاره لوى کړى وي هغوى ته يې له له نورو اړخونوڅخه دژوند دپرمخ بيولو وسيلې برابرې کړي وي.
دغه ستر او لاشريک رب له نن څخه (٢٨ کاله )وړاندې په کابل کې د ښاغلي ډګروال مير نوروز چې په هېواد، جهاد او خلکو مئين شخصيت لري، په کور کې يوه خوږه او له مينې ډکه پېرزوينه وکړه چې دالله ج په دې ستر احسان يې شکر اداء کړ، دې ګلالي کوچني ته يې نوم احسان الله غوره کړ.
دوى اصلاً د پکتيا ولايت د ځاځي اريوب ولسوالۍ اوسېدونکي دي ، احسان الله له ماشومتوبه دښه زکاوت او اعلى استعداد خاوند وو، لومړنۍ زده کړې يې د لېسې تر کچې په آريوب عالي لېسه کې وکړې، ورورسته د په کابل کې دکاردان خصوصي پوهنتون څخه يې دانګليسي ژبې ديپلوم ترلاسه کړ او اوس هم په کابل کې د مشعل خصوصي پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځۍ ددرېيم کال محصل دى.
احسان الله دوخت په تېرېدو سره له خپل ښکلي نوم سره آريوبزى اضافه کړ چې اوس يې احسان الله آريوبزى بولي، ماشاءالله آريوبزى دعلم ،عمل او کمال په داسې جامه سمبال دى چې نه يواځې دخپلې درنې کورنۍ لپاره بلکې د ټول افغانستان لپاره يو وياړ دى، هغه دخپلو زده کړوترڅنګ له خپلې کورنۍ سره په اقتصادي برخه کې هم مرسته کوي ، په مختلفو ځايونوکې يې دندې اجراکړي دبېلګی په ډول.
يونماکې راډيو اپريټر،داريوب راډيوکې سلاکار،دافغانستان ملي ټلوېزيون کې پرډيوسر، دهلمند دملي ټلوېزيون مسلکي مشاور.
اوله ډېری مودی څخه راپه دې خوا په کابل کې له اکول اکسس بين لمللی موسسې سره دلته په افغانستان کې دعامه پوهاوي په برخه کې ورکشاپونه او مستند فلمونه جوړوي. د ويډيو پرډيوسر،ايډيټراو ډايرکټر په توګه دنده اجراکوي.
ښاغلى آريوبزى نه يواځې يو تکړه ويډيو جوړونکى دى بلکې، پياوړى عکاس اوترڅنګ يې يو بريالى شاعر، ليکوال اوکيسه ليکونکى هم دى، تراوسه يې په لسګونو مقالې، شعرونه ، ترانې، او لنډې کيسې په په مختلفوچاپي، تصويرى، صوتي او ډېرو انټرنيټي وېبپاڼوکې خپاره شوي دي.
همدرنګه يې په لسګونه مستند او هنري فلمونه دهېواد په مختلفو ولاياتوکې چې دولس ستونزې پکې انځور شوي دي جوړ کړي دي.
داښاغلى نه غواړي په ليکلوکې لغت پراني وکړي ،څه يې چې په زړه وي هغه يې په خوله وي، په ډېره ساده اوکليواله ژبه ململين نثر ليکي چې لوستونکى ورته زړه تنګى کېږي نه، همدارنګه شاعري يې هم په داسې عاميانه لهجه کې ده چې که هرڅو ک يې شعرونه ولولي نو ډېر خوند به ترې واخلي وايي چې (زيبايى درساده گى ست) دى هم ډېره ساده ليکوالي او شاعري کوي، خو ډېرڅه پکې موندل کېږي چې لوستونکي متوجه کوي او داذهنيت ورکوي چې هسې بابېزه يې وخت ندى اړولى ا وپه شعر کې يې هم ډېر لوى او مثبت پيغام پروت وي.
ګرانې خبره شولې؟
ډيره مجبورې وه زما په اسمان مې ستوری نه ؤ په ځمکه مې سيوری نه ؤ په ژړا موړ شوی وم د غمو کاروان مې دروند ؤ له عهدې نه يې نه وتلم اه ټپونه مې دردونه کويزړګي مې اوازونه کوي
آريوبزى ډېرکله حماسي شعرونه ليکي چې داددې ښکارندوى ده چې له خپل وطن او وطنوالو سره خورا مينه لري.
له مشهده تر چـــــــــــــتراله افغاني غيرت معلوم دی
له داوده تر ابــــــــــداله افــــــــغاني غيرت معلوم دی
چې خـــــــبره شې د تورې څوک پرې نلرې هيڅ مخه
نو را ياده شي مـــــــــــــلاله افغاني غيرت معلوم دی
همداشان په زړه پورې لنډې کيسې لري ،دلته بايد په يوه حقيقت سترګې پټې نه کړم اودى هم رانه پرې خوابدى نشي، هغه داچې کيسه ترې يوڅه اوږدېږي،خو خوند او تلوسه پکې له ځانه سره تر پايه مله ساتي، مايې پنځونې ډېرې لوستې دي خو يوه کيسه يې چې (په تاريخ کې ناکام ) نومېږي زما دومره خوښه شوې چې زه يې دې ته اړوېستى يم چې څوځله يې تکرارالمکررولولم.
په دې کيسه کې هغه د يوه ځوان او پېغلې دمينې په اړه ليکي، چې هلک د ښوونځي متعلم هم دى، دوى خپلوکې ډېره مينه کوي، خو په هغه کلي کې چې دوى ژوند کوي او جونګړې يې دي، مينه کول مطلق حرام دى او آن کفرګڼل کېږي، آريوبزى دکيسې پيل په داسې فلسفي انداز کې کوي چې ډېر ژور پکې ځي خو داسې په خونديې ليکي چې لوستونکى اړباسي ترڅو کيسه خلاصه کړي .
دکيسې اتل دده همصنفي هم وي، چې په ښوونځي کې ورسره د نمرې په سر رقابت هم لري خو دارقابت يې يواځې دښوونځي په ماحول کې وي او بېرون ډېرسره صميمي وي، حتى تر دې چې کورنۍ راشه درشه لري سره، خوپه دې ورځوکې داسې لږ سره خفه شوي وو، مګر بيايې هم پريوبل اواز کاوه په يوه ځاى کې دى وايي:
وګورۍ چې قسمت څه پېښوي کله چې دى سباښوونځي ته ځي اواستاديې د حاضرۍ اخستولپاره ښونځي ته غواړي ګوري چې توريالى نه وي، استاد پوښتنه کوي چې توريالى ولې ندى راغلى په دې وخت کې يې يو بل همصنفي په داسې حال کې دټولګي ددروازې په خوله کې درېږي چې له ستړيانه يې ساه بنده بنده کېږي، داستاد دپوښتنې په ځواب کې وايي: هغه يې وواژه (توريالى يې وواژه) نو دايوناڅاپي اواز دده لپاره هم تر مرګ کم ندى، لاسونه او پښې يې کار نه کوي خبرې ترې هېرېږي، خوبيايې هم نه مني او په ازموينه کې ګډون کوي له ازموينې وروسته دکور په لور حرکت کوي.
په کيسه کې زما لپاره ترټولو جالبه داده چې په کوم جرم توريالى وژل کېږي ،په همدې جرم دى (آريوبزى ) هم تورن کېږي، په هرحال دهغه له يوې کيسې بله هغه يې ترې ډېره ښکلي وي.
که څه هم دى د ليکوالۍ او شاعرۍ لپاره ډېروخت نلري اوخپل ډېروخت په مسافرۍ تېروي خو بياهم عميقې او دلچسپې پنځونې کوي، چې زه يې په دې لاره کې دلابريا په هيله يم او اميد شته چې په راتلونکې کې به دد د ښکليو او په زړه پورې اثارو شاهدان واوسو.
داهم دښاغلي يو غزل: