Posts | Comments | E-mail /

په ميدان وردګو ولايت کې دکوچيانو چارو ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

Posted by on Jan 19th, 2012 and filed under خبرونه. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

میدان ښار( شاهد الله شاهد):- په میدان وردګو ولایت کې  دکوچیانو دچارو دسمون ولایتي امریت ودانۍ دهېواد  دپرمختیاي بودجې څخه  د (۱۶۶۵۰۰)  امریکایي ډالرو په مالي لګښت  دولایت والي محمد حلیم فدایي، دکوچیانو دچارو دسمون لوې ریس عزت الله احمدزي، د ولایتي شورا ریس محمد حضرت جانان او ددې ولایت  دقومي مشرانو لخوا  ګټې اخیستنې ته  وسپارل شول.

غونډې ته دولایت والي محمد حلیم فدایي په  خپلو خبرو کې وویل(  قومونه او قبیلي دپیژندنې تر بریده دي او دژوند اوسیدو معیارونه یې فرق لري نو په کوچیانواو مالداري دهېواد دملاتیر حثیت لري چې دانسانانو ټولنیز ژونداړتیاوې ان تر خوراک او څښاک پورې ټولې اړتیاوې دهمدې پورې تړلې دي او کوچیان هغه څوک دي چې دتوریزم (ګرځندوۍ) بنسټ یې ایښې دی) ښاغلي فدایي وویل( نوموړې ودانۍ دکوچیانو ټولې ستونزې نشې حلولای بلکي هغه څه چې اړین دي کوچیان باید په خپلو زامنو او لورګانوباندې زده کړې وکړي ترڅو دعلم او پوهې له لارې د دوۍ په ژوند کې دپام وړ ښوالی رامنځته شي ، ښاغلي والي دکوچیانو دژوند دښوالي په اړه ژمنه وکړه چې په راتلوونکي کال کې به  دکوچیانو منځي ښوونځي به لیسه  کوي، دکوچیانو دمالدارۍ دپیاوړتیا  په موخه به دمالونو دخرڅلاو بازار او د نوموړو دمالونو دشیدو راټولو مرکز به د پروسیس په مرکز بدلوي.

دکوچیانو چارو دسمون لوې ریس ښاغلي  احمدزي په خپلو خبرو کې دکوچیانو دژوند  دښوالي په اړه دهېواد په کچه ترلاس لاندې کارونو څخه یاونه وکړه او زیاته یې کړه  چې تراوسه په ۱۱ ولایتونو کې دکوچیانو امریتونو لپاره ودانۍ جوړ ې  کړې او هم دکوچیانو دستونزو او مشکلاتو دحل  په موخه یې په ټولو ولایتونو کې دکوچیانو شوراګانې جوړې کړې دي، او هم دپوهنې وزارت سره ګډه په پلان کې لري چې دکوچیانو ماشومانو لپاره په راتلوونکي کال لا زیات ښوونځي رامنځته کړي.

دولایتي شورا ریس محمد حضرت جانان  دنوموړې ودانۍ په جوړیدو کې دولایت والي هلې ځلې وستایلې او په مرکزي حکومت یې نیوکه وکړه چې په هزاره جاتو کې دکوچیانو دشتمنیو او حقونو دحل په موخه یې د ستونزو اساسي حل لارې چارې ندي لټولوي او یوازې نوموړې موضوع سره سیاسي او ثلیقوي چلندونه شوې، نوموړې وویل چې تراوسه دنړیوالې ټولنې او حکومت لخوا داسې پروګرامونه په لاره ندې اچول شوې  چې دکوچیانو دمحرومیت ستونزې حل شي.

دکوچیانو په استازیتوب خان زمان کوچي دولایت مقام لخوا دکوچیانو  دستونزو حل په موخه  اخیستل شوې ګامونه ګټور  وبلل خو نوموړې  په ځینو سیاسي کړیو نیوکه وکړه چې دکوچیانو دځړځایونه او دکلونو کلونو جایدادونواو مېنو ته چې د دوئ شتمني دي نه پریښودل کیږي او د حکومت څخه یې دنوموړې موضوع دجدي حل غوښتنه وکړه.

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    رښتیا ښه دی که درواغ؟

    March 1st, 2012

    طنز  محمود نظری رښتیا ښه دی که درواغ ؟!       یو دوکان[...]

    پاى ته رسيدونکى ژمى، ختيځ او ناامني

    March 1st, 2012

      ارشادرغاند د افغانستان دولت د يو شمېر نورو فرصتونو پ[...]

    نخستین نشست سه جانبه افغانستان چین و پاکستان برگزار شد

    March 1st, 2012

    : کابل:- نخستین نشست نمایندگان افغانستان، پاکستان و چین [...]

    مصر از دستگيري سيف العدل، جانشين موقت بن لادن خبر داد

    March 1st, 2012

      قاهره:- مسئولان  میدان هوایی مصر از دستگيري سيف ال�[...]

    نشستی برای آماده گی کنفرانس توکیو در کابل برگزار می گردد

    March 1st, 2012

    کابل:-بر اساس اعلامیه ریاست جمهوری » حامد کرزی رئیس جمه�[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars