Posts | Comments | E-mail /

دامریکا او پاکستان اړیکی دبل هر وخت په نسبت ډیری ترینګلي شوی دې

Posted by on Jan 19th, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

سلام خان 

که څه هم ځينو امریکايي سیاستوالو له ډیر پخوا راهیسي پاکستان د دوه مخي سیاست په لوبولو تورن کاوه، خو پر دې هیواد شکونه هغه وخت ډیر شول چي امریکايي ځواکونو د پاکستان په زړه کي د القاعدي د شبکي مشر، اسامه بن لادن، وواژه،امریکا د بن لادن د وژلو له عملیاتو څخه پاکستان تر وروستۍ شیبي پوري نه وو خبر کړی. دې موضوع پاکستان او په خاصه توګه د دغه هیواد پوځ په غوسه کړ،د اسامه تر وژل کیدو وروسته د پاکستان او امریکا د اړیکو نوی دور پیل شو. دواړو هیوادونو پر یو بل نیوکي وکړي. آن دا چي د امریکا د وخت لوی درستیز، مایک مولن، وویل چي د پاکستان استخباراتي شبکي په افغانستان کي د امریکا په وړاندې پټه جګړه پیل کړې ده،په دې ترڅ کي پاکستان څو څو واري د ناټو پر اکمالاتي قطارونو خپله پوله وتړله. امریکا هم له پاکستان څخه خپلي غوښتي په روښانه توګه اعلان کړې او په دې هیواد یي فشار واچوه چي د مخالفانو،په خاصه توګه په شمالی وزیرستان کي د حقاني د ډلي پر وړاندي پوځي عملیات په لاره واچوي،پاکستان د امریکا دا غوښتنه و نه منله او ویویل چي ځواکونه يي په نورو سیمو کي بوخت دي او نه شي کولای چي په شمالي وزیرستان کي د حقاني د ډلي پر وړاندي عملیات په لاره واچوي،امریکا پر پاکستان د فشار اچولو په موخه پر دغه هیواد خپلي ځیني مالي مرستي هم ودرولي. خو پاکستان بیا هم په دې برخه کي په کوم اقدام لاس پوري نه کړ،د امریکا او پاکستان تر منځ اړیکي هغه وخت تر بل هر وخت ډیري ترینګلي شوي چي د تیر کال په نومبر میاشتي کي د ناټو په یوه هوايي برید کي ۲۴ پاکستاني داستخباراتو غړی ووژل شول،تر دې برید وروسته پاکستان له امریکا څخه وغوښتل چي په دغه هیواد کي خپله هوایي اډه وتړي. دې هیواد همدا راز د افغانستان په هکله د بن کنفرانس بایکاټ کړ او د ناټو پر اکمالاتي قطارونو ئې خپله پوله وتړله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن په روانې میاشت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې ″حنا رباني کهر″ ته په ټيلفون کې د جمهور رییس اوباما د ادارې د تروریزم ضد مبارزې سره لیکه په ډاګه کړه او ویې ویل، متحده ایالات خپل حق بولي، په هر هغه چا حمله وکړې، چې د نړۍ په هرې برخې کې د امریکا ملي ګټې له ګواښ سره مخامخ کړي،حنا رباني کهر په یوه ډول د هیلري کلنټن ځواب ووایه او داسې یې ورته وویل، چې د پاکستان سره لیکه د دې هیواد له ځمکني تمامیت څخه سرغړونه ده. حنا دا باټه (مبالغه) هم وکړه، چې د پاکستان له فضا څخه هر ډول غیر مجاز الوتنه به د الوتکې د را غورځیدو سبب شي،امریکایي چارواکي د بهرنیو چارو د دوو وزیرانو تر منځ د الفاظو دا تبادله په دې وروستیو میاشتو کې د امریکا او پاکستان د جګ پوړو حکومتي چارواکو تر منځ لومړنۍ سخته لهجه بولي،یو جګ پوړی پاکستاني پوځي په دی باب ویلی دی چی ، پاکستان او امریکا یو وخت ډېرې ښې او پراخې اړیکې درلودلې. د ده مقصد د القاعده او طالب وسله والو پر ضد جګړې کې ملګرتیا ده،خو دا پوځي ویلی دی چی، د ۲۴ پاکستاني عسکرو وژنه هم په اسانۍ د دوی له یاده نه وځي. دا پاکستاني پوځي دغه رازویلی دی چی، د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې (سي. آی. اې) د یوه مامور له خوا په لاهور کې د دوو پاکستانیانو وژنه او د امریکا د خاصو ځواکونو له خوا د ۲۰۱۱ کال په می میاشت کې په ایبټ آباد کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن وژنه د پاکستان لپاره ستر توهین وو.

په رسنیو کی د تازه را پورونو په اساس ویل شوی دی چی پا کستان دامریکی خاص استا زی ګراسمن و پاکستان ته له سفره  منع کړی دې،پاکستان ته له سفره د ګراسمن منع کول د امریکا او پاکستان ترمنځ ترینګلو اړیکو ته یو بل ګوزار ګڼل کېدای شي،پاکستان وروسته له دې خپل هیواد ته د ګراسمن له ورتګ سره مخالفت وکړ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بلوچستان پر حالاتو ژوره خواشیني څرګنده کړه او د پاکستان له چارواکو څخه یې وغوښتل چې د دې مسلې د اوارولو لپاره له بلوچ مشرانو سره خبری وکړي د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندي، ویکتوریا نولند، ویلي دي چي امریکا نه غواړي د ګروسمن له دې سفر سره پاکستان تر فشار لاندې ونیسي،نولند زیاته کړې ده موږ غوښتل چي ګروسمن د دې سفر په ترڅ کي پاکستان ته هم ولاړ شي، خو پاکستان له موږ څخه وغوښتل چي اوس هغوی له امریکا سره پر خپلو اړیکو غور کوي. پاکستان له امریکا څخه د وخت غوښتنه وکړه، نو له همدي کبله اوس ګروسمن پاکستان ته نه ځي او دهغه هیواد په ځای به

د پاکستان او افغانستان له پاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی  د جمعې په ورځ هندوستان ته سفر وکړي. دغه امریکایي چارواکي له هغه وروسته هندوستان ته د سفر اعلان کوي چي پاکستان ته ئې د تلو اجازه تر لاسه نه کړه،نولند ویلي دي چي متحده ایالات د افغانستان په برخه کي د هندوستان د هڅو هرکلی کوي. د هغي په حواله هندوستان تر اوسه پوري د افغانستان د بیارغوني په برخه کي تر دوو ميلياردو ډالرو څخه ډیري پیسي لګولي دي او اوس غواړي چي د افغانستان د امنیتي ځواکونو په روزنه کي هم ډیره ونډه ولري. هغي ویلي دي چی موږ باور لرو چي هندوستان د یو آباد افغانستان په راتلونکي کي رول لوبوي.پای سلام خان

 

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    رښتیا ښه دی که درواغ؟

    March 1st, 2012

    طنز  محمود نظری رښتیا ښه دی که درواغ ؟!       یو دوکان[...]

    پاى ته رسيدونکى ژمى، ختيځ او ناامني

    March 1st, 2012

      ارشادرغاند د افغانستان دولت د يو شمېر نورو فرصتونو پ[...]

    نخستین نشست سه جانبه افغانستان چین و پاکستان برگزار شد

    March 1st, 2012

    : کابل:- نخستین نشست نمایندگان افغانستان، پاکستان و چین [...]

    مصر از دستگيري سيف العدل، جانشين موقت بن لادن خبر داد

    March 1st, 2012

      قاهره:- مسئولان  میدان هوایی مصر از دستگيري سيف ال�[...]

    نشستی برای آماده گی کنفرانس توکیو در کابل برگزار می گردد

    March 1st, 2012

    کابل:-بر اساس اعلامیه ریاست جمهوری » حامد کرزی رئیس جمه�[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars