Posts | Comments | E-mail /

افغان شال

Posted by on Jan 19th, 2012 and filed under تحلیل. You can follow any responses to this entry through the RSS 2.0. You can skip to the end and leave a response. Pinging is currently not allowed.

  عبدالبارى جهانى  

                يوه له هغو مهمو کلمو څخه چى زموږ محققينويا لږ توجه ورته کړې او يا يې تقريبا هيڅ توجه نه ده ورته کړې هغه  دافغان شال تاريخى کلمه ده ، چى  د لومړي ځل دپاره   په تاريخ بيهقي کى راغلې او بيا  زموږ په تاريخى متونو کى چندانى اشاره نه ده ورته سوې.

   د تاريخ  بيهقى  په ٣٠۴  مخ کى راغلي دي”  …مسعود له هغه باغ څخه راووت او د صحرا پر لور رهى سو، او لويان او معتبرين هم ورسره وه. افغان شالي ته، د امير عادل سبکتگين قبر ته، ورغى. کښته سو او زيارت يې وکړ. د قبر متوليانو ته يې  لس زره درهمه ورکړل او له هغه ځايه دولتى قصر ته ولاړ”  په همدغه کتاب کى  په ٣٠٩ مخ کى راغلي دى چى  درود پر هغه غاړه چى د افغان شال خواته دى، ډېر سلطانى آسونه تړلي وه. او په ٣٢۴ مخ کى راغلي دى چى  امير په افغان شال کى قصر محمودى ته ورغى.

                 اېراني محقق مرحوم استاد سعيد نفيسى  د تاریخ بیهقي د کتاب  د ٣٠۴ مخ  په حاشيه کى داسى  توضېح ورکړې ده چى نه يوازى د کلمې د مفهوم سره سر نه خورى، بلکه موضوع يې نوره هم پېچلې کړې ده. مرحوم سعيد نفيسى ليکي”  شالى د وريجو معنى ورکوى، او شالى زار او شالى کوب ورڅخه مشتق سوي دى. او افغان شالى  ښايي  د غزنى د هغى سيمى نوم وى چى وريجى پکښى کرلي کېږى، او سبکتگين يې هلته ښخ کړى دى. او يا ممکن افغان شال  وى او يا افغان چال د چاله په مفهوم”.

             که څه هم چى  دا داسى توضېح ده چى هيڅ سوال ته جواب نه وايى  او پخپله سعيد  نفيسى  هم بالاخره په پټه خوله ورڅخه تېر سوى دى، خو مرحوم عبدالحي حبيبى   د افغان شال  په نوم مقاله کى  د سعيد نفيسى  دغى حاشيې  ته توجه کړې  ده او په جواب کى وايى  چى  د بيهقى له مخکني صراحت څخه  ښکارى  چى مسعود  له باغ څخه  د صحرا پر لوررهى سو او د سلطان عادل سبکتگين   قبر ته ورغى، او اوس حاضر هم د سبکتگين  قبر پر يوه لوړه غونډۍ پروت دى چى  هلته د  وريجو کرل  ځکه چندانى امکان نه لرى  چى وريجى  ډېرو زياتو اوبو ته ضرورت لرى او  په صحرا او تپه کى  کرلى کېدلاى  نه سى.

                      البته پخپله مرحوم حبيبى هم  د خپلى مقالې  په ترڅ کى  دغه نامه ته  قانع کونکى جواب نه دى  پيدا کړى. هغوی د شال کلمه توضیح کړې ده خو د افغان شال کلمې ته یی سم حل نه دی پیدا کړی. مرحوم حبیبی صاحب وایی چى د شال کلمه  اصلا درشال  او هغه د پښتو ژبى د درشل په معنى ده چى  معنى يې  چارچوب او درگاه ده. مرحوم حبيبى وروسته وايى  چى  د شال کلمه  په يوازى ډول هم د جغرافيايي ځايونو  په نومونو کى ليده کېږى لکه شال  د بلوچستان د کويټى   پر ځاى چى اوس يې پښتوژبي  شال کوټ بولى. ( پنجاه مقاله ص ٢٣٩) مشهور انګریزی مستشرق میجر ایچ جي راورټي  Major H.G.Ravertyچی د غزني په باره کی یی یو وړوکی کتاب لیکلی دی، د افغانانو سره د سلطان محمود هغي جګړې ته اشاره کوي چی سلطان پر هغوی باندي د بې نظمی د منځته راوړلو او چور او تاړاک اچولو په انتقام کی وکړه او وروسته وایی چی سلطان د دوی یو شمیر کسان د یرغمل په توګه په غزني کی ځای پر ځای کړل او هغوی ته یی یو ځای ورکړ او هغه یی افغان شال وباله. دغه ځای د غزني د سیند لویدیځي خواته پروت وو او د غزني په حدودو کی شامل وو. په تاجیکی ژبه کی شګال       Shgal   د ټوکره یوې ټوټې ته وایی نه هغه څه ته چی شال بلل کیږی.Ghaznin P 79   البته راورټی موږ ته نه وایی چی د افغان شال په باره کی یی دغه دقیق معلومات له کومه کړي دي او شګال هم، د هغه د ترجمې په خلاف، په فارسي ژبه کی د ټوکره کومي ټوټې ته نه بلکه زغال او سکرو ته وایی (فرهنګ عمید)

        خو زه په دې عقيده يم چى  شال، سال  او شاله  په هندي ژبه کى ژوندى پسوند  يا سوفيکس دى او لکه پات شاله Path Salaښوونځى، ويايم شاله Viayam Salaد سپورټ  او ورزش ځاى، مدوشاله Madhu Salaد شرابو د چښلو ځاى يا په انگرېزى اصطلاح پب Pub، گاوشاله Gaw Salaد غواود  ساتلو ځاى، پشو شاله  Pashu Salaد حيواناتو يا څارويو د خوندى کولو ځاى، درم شالهDahram Sala د وړيا اوسېدلو او ډوډۍ خوړلو ځاى، آگنى شاله  Agni Salaد اور لگولو ځاى، او داسى نور. شاله ګراما Salagrama  هغه مقدس ځای ته ویل کیږی چی خلک د زیارت کولو لپاره ورځی، دې ځای ته په بیلو بیلو متونو کی اشاره سوې ده خو ټاکلی ځای یی مشخص نه دی. ویل کیږی چی د اګني داراAgnidhara، بهارتا Bharataاو نورو ځایونو پاچاهانو به دلته د توبې ایستلو عبادت کاوه.)  (A Classical Dictionary of India P511دغه راز  افغان شاله  هم زما په عقيده  د افغانانو  د اوسېدلو ځاى ته ويل کېدى.  خو څرنگه چى نه بيهقى او نه گردېزى او نه په  هغه وخت کى   کوم بل مورخ په دغه سيمه کى، چى بيهقى اشاره ورته کوى، د افغانانو د اوسېدلو ذکر کړى دى، او  حتى بيهقى خو بېخى د افغان کلمه په مستقله  توگه ياده کړې نه ده، نو د دې معنى  به دا وى چى  د غزني ښارته نيژدې، په دغه سيمه کى چى بيهقى اشاره ورته کوى، په افغان شاله يا افغان شال کى  ډېر مخکى افغانان اوسېدلي وى. او په دغه وخت کی چی ابوالفضل بیهقي خپل کتاب لیکی دا افغانان ښايى  ددغى سيمى څخه ، چى اوس يې هم په شاوخوا کى د پښتنو بېل بېل لوى قومونه اباد دى، پخپله کوچېدلي او يا  د هغو داخلى جنگونو، چى تاريخ يې ذکر نه دى کړى، او يا هم د کوم خارجى يرغلگر  له زوره له دغى سيمى څخه  کوچېدلي وي، او د سيمى نوم يې د بيهقى تر وخته پورى ژوندى پاته و.

       نه د تاريخ بيهقى د ليکوال په عصر او نه د بيهقى  څخه وروسته په کوم بل کتاب کى د افغان شال د کلمې ذکر راغلى دى. په زړه پورى خبره دا ده چى  ظهيرالدين محمد بابر  په خپل توزوک  کى  افغان شال ته د قوم  په حیث اشاره کوى او د  لهوگر د سيمى د معرفى په برخه کى وايى چى  چرخ  د لهوگر يوه بله علاقه ده، ډېر باغونه لرى مگر   د لهوگر په نورو کليو کى هيڅ  باغ نسته. خلک يې  اوغان شال دي. دا اصطلاح په کابل کى عامه ده او داسى ښکارى چى دا به د اوغان شار غلط تلفظ وى. (بابرنامه انگليسى  ترجمه. د لاهور د  سنگ ميل چاپ ص ٢١٧)  بابر بل ځاى د زرمت په باره کى ليکى چى  خلک يې اوغان شال دي، دوى جوار کرى او نه انگور لرى او نه باغونه.(هغه کتاب ص ٢٢٠) دلته بابر افغان شال ته، د منطقې نه، بلکه د قوم په  سترگه گورى او دواړه ځله د افغان پر ځاى اوغان ليکى. په داسى حال کي چى بل هرځاى  د دغه قوم په باره کى خبرى کوى نو افغان ليکى. ځکه چی بابر د یوه سترګه ور جنرال په حیث د افغانانو له قوم او قبیلو سره تر ډیرو زیاتو کسانو زیاته اشنایی لري. کله چی بابر د پښتنو په هره سیمه کی جلا جلا له مقاومت سره مخامخ کیږی نو د تقریبا ټولو مهمو قبایلو نومونه یادوي. د زرمت څخه وروسته د بنګښ د سیمی نوم یادوي او وایی چی په دغه سیمه کي هر ځای افغانان داړه ماري کوي او وایی چی دلته خوګیاني، خیریلچي، توري او لندر میشته دي. بابر وایی دغو افغانانو هیڅ وخت مالیه نه ده ورکړې، او هیچا تابع کړي نه دي. دی وایی ډیر لوی کارونه یی په مخ کی دي . باید قندهار، بلخ، بدخشان او هندوستان ونیسي، خو که خدای کول او فرصت یی پیدا کړ نو د بنګښو چاره به وکړي.( هغه کتاب هغه مخ) د خیریلچي څخه د بابر مطلب ښایی غلجي وي. ځکه چی غلجي قبایل، په تیره بیا احمدزي کوچیان، تر اوسه هم په دغه یاده سوې سیمه کی اباد دي. څرنگه چى دا ټولي سيمى  په جغرافيايى  لحاظ ډېرى سره نيژدې دي نو ددې خبرى امکان هم ډېر ليرى نه دى چى افغانانو ته، او يا په دغه سیمه کی د افغانانو  کومى لويى قبيلې او يا څو قبيلو  ته، به افغان شال ويل کېدل.

              دا هم له امکانه ليرى نه ده چى  افغانان ښايى د ښه ډېر وخت دپاره د دې سيمى څخه وتلي او بيا  نه وي ورته راغلي، او يا ښايى د همدااوس په شان  په همدغو سيمو کى آباد وه، او احتمال لري چی د کوچیانو په شکل به یی ژوند کاوه او یوازي به د پسرلي او اوړي په موسمونو کي، پخپله په افغان شاله کى اوسېدل، او دربارى ادبياتو، چى ټول په  فارسى او عربى ژبو وه د هغوى د اوسېدلو د سيمى نوم ته تغير ورکړى وى. خو په دغه وخت کى  په هغه سيمه کى  د گڼ شمېر ځایی او کلیوالي افغانانو د اوسېدلو احتمال ځکه يو څه کمزورى ښکارى چى  د بيهقى  په څېر سترگه ور او دقيق ليکوال به حتما د هغوى ذکر کړى واى، او که نور هيڅ نه واى نو د سلطان مسعود د ملا ماتونکو مالياتو  په مقابل کى  خو به يې عکس العمل ښودلی وای. ګواکي سړی ویلای سي چی لږ ترلږه د سلطان محمود او مسعود په زمانو کی به افغانانو په غزني او د غزني په شاوخوا کی ځایی ژوند ځکه نه وي کړی چی د هغي سیمي زیاترو اوسیدونکو پښتنو ان تر دې وروستیو وختونو پوري د مني او ژمي سړې شپې ورځي تودو سیمو ته رسولې او خپل د مالداری تجارتي محصولات، وړۍ، غوړي او پوستکي یی ترهند او سیند پوري وړل.

          ابوريحان البيرونى او د حدودالعالم، نامعلوم ليکوال ، چى دواړو خپل آثار د سلطان محمود او سلطان مسعود په زمانو کى ليکلي دى، د غزني په شاوخوا سيمو کى  د افغانانو اوسېدلو  ته اشاره نه کوى. په داسى حال کى چى دواړه ليکوالان د دې قوم د نامه سره بلد دي، او په خپلو کتابونو کى يې اشاره ورته کړې ده . د حدودالعالم  لیکوال، چی نوم یی څرګند نه دی، د ګردیز په باره کی د بحث په ترڅ کی د سول  په نوم کلي ته اشاره کوی او وایی چی هغه د نعمتونو ډک دی او افغانان پکښي اوسیږی.( حدودالعالم ، د کابل د ۱۳۴۲ کال چاپ مخ ۳۷۹) ابوریحان البیروني په کتاب الهند کی د افغانانو د اوسیدني ځای ته  یوه لنډه اشاره کوی او وایی چی د هند په لویدیځه پوله کی په غرونو کی د افغانانو بیل بیل قبایل اوسیږی او د اوسیدني سیمه یی د سیند تر وادي پوري غځیدلې ده. (Alberuni’s India Vol 1 p 209)  د دې خبرى احتمال ډېر لږ دى چى دومره يو لوى قوم، چى په دومره پراخه سیمه کی دي پروت وي او د زرمت، لهوگر او غزني په سيمه کى یی یادونه سوې وي، د دغو دواړو ليکوالانو په وخت کى  د افغان شال په علاقه کى اباد نه وه. سوال دا دى چى دغه لوى قوم ددغو کتابونود  ليکل کېدلو په وخت کى چېرى پروت وو، او د وخت پر تاريخى پېښو يې اغېزه څه وه. عتبي، چی خپل تاریخ یی د سلطان محمود په زمانه کی لیکلی دی، موږته وایی چی افغانیانو په غرونو کی ځایونه نیولي وه او وروسته له هغه چی سلطان د قنوج له غزا څخه را ستون سو د هغه اتباع یی چور کړل. سلطان له غزني څخه را ووت او نا څاپه یی پر هغوی باندي حمله وکړه او ډیر زیات خلک یی ووژل. ( ترجمه تاریخ یمینی ص ۳۸۹) البته د حمدالله مستوفي له وینا څخه ښکاري چی افغانانو د سلطان محمود په زمانه کی پخپله په غزني او د غزني په شاوخوا کی ژوند کاوه. دی وایی چی افغانیانو د سلطان په ملک کي خرابی وکړې او کله چی سلطان له قنوج څخه غزني ته ورسیدی نو پر هغوی باندي یی ناڅاپي حمله وکړه او اکثر یی له تیغه تیر کړل. ( تاریخ ګزیده ص ۳۹۴ ) زه  فکر کوم چى هنديان د افغان له کلمې سره، لږ ترلږه د حدوالعالم د ليکل کېدلو څخه، چى  د لومړي ځل دپاره يې د افغان کلمه ذکر کړې ده،  ډېر مخکى او يا ښايى پېړۍ مخکى بلد وه، او  دهغوى د اوسېدني سيمى ته يې افغان شال وايه. دا خبره پر ځاى ده چى د باميان څخه نيولې بيا تر غزني، لهوگر او زرمت پورى  سيمى  کله ټولي او کله يې  يوازى يوه  برخه د هندو راجه گانو او امپراطورانو، او په عمومى توگه هندو کلتور، تر سلطې لاندي وې. او څرنګه چی ډیر زیات افغانان پخپله هم تر ډیره وخته پوري  په قومي، عقیدوي او ژبني ډول له راجپوت قبایلو سره تړلي وه، د افغان قوم له نامه سره به  يې د خپلى ژبى  لاحقه پرې ايښې وى.

            يوه بله خبره چى د افغان شال له نامه څخه  ثابتېږى هغه به داوى چى  افغانانو د هندوانو او هندوراجه گانو او راجپوت قبايلو په منځ کى د ډېرو پخوانيو زمانو راهيسى د يوه جلا قوم په حيث ژوند کړى او خپل هويت او نوم يې درلودى. په یوه تاریخی متن کی موږ ګورو چی د سلطان محمود غزنوي تر زمانې پوري ډیرو زیاتو افغانانو چی د راجپوت د اشرافو طبقې ته منسوب ول اسلام نه وو منلی. او په زړه پوري خبره دا ده چی د راجه جیپال په دربار کی هم د یوې جلا طایفې په  سترګه ورته کتل کیدل. فخر مدبر، چی د غزني د وروستیو پاچاهانو زمانه او د غزني تباه کیدل یی په سترګو لیدلي دي، په خپل کتاب کی د راجه جیپال په دربارکی د یوه افغان مشر ،چی دی وایی د نردري په نوم یوې سیمی کوټوال وو نوم یادوي، او وایی چی ادیرا  نومی افغان ځکه د جیپال څخه وبیریدی چی هغه د غوایی د غوښو د خوړلو په باره کي پوښتنه ورڅخه وکړه. ده ورته وویل چی ما د غوایی غوښي نه دي خوړلي خو پلار او نیکه می خوړلي دي. نو داسی یی وګڼه لکه ما چي خوړلي وي. ادیرا، د راجه جیپال له ویري، وروسته غزني ته وتښتیدی او د سلطان محمود پر لاس مسلمان سو. سلطان ته یی هغه پټي لاري وښودلې چی د پیښور د لاري د راجه جیپال د بګرام قلا ته رسېدلي وي. سلطان د راجه جیپال پر هغه قلا باندي سخته حمله وکړهو د راجا لښکرو ته یی ماته ورکړه او په جنګ کی یی درانه تلفات ورواړول.( آداب الحرب و الشجاعه ص ۳۱۶)

          انگرېزى مستشرق والټر بيليو H.W. Bellewوايى  اکثرو افغانى قبايلو د ژونديو هندي قومونو څخه نشأت کړى دى. دی په خپل کتاب An inquiry into the  Ethnography of Afghanistan   کي د پښتنو د هغو لس هاوو قبایلو نومونه اخلي چی د هندوانو د راجپوت قبایلو ته ورته دي او وایی چی زیاترو پښتنو قبایلو د راجپوتانو له سیمو څخه نورو خواو ته هجرتونه کړي او ځینی لا اوس هم په هغو سیمو کی اوسیږی. او که چېرى د ده دا فرضيه  ومنو نو دا خبره بايد ورسره زياته کړو چى  افغانان له هغه نه چى فکر يې کېږى ډېر پخوا، حتی د راجپوت په قبایلو کی، د يوه مستقل قوم په حيث موجود وه او له نورو قومونو څخه يې جلا  ژوند کړى دى. زه پر دې خبرى  ټينگار کوم چى د افغان  سره  دهندى ژبى د لاحقې معنى دا ده چى هنديان  له عربانو او  اېرانيانو څخه مخکى د دې قوم او کلمې سره بلد وه. د دې خبري دلیل دا دی چی افغانان له هره پلوه تر ایرانیانو له هندي راجپوتانو سره نیژدې وه او له عربانو سره خو یی بیخی تماس نه درلود.او دا ويلاى سم چى څه کم زرکاله مخکى په يوه خاصه منطقه کى له هندى لاحقې، شال ، سره د افغانانو د سيمى يادېدل دا معنى لرى  چى دا قوم  په دغه سيمه کى، تر هغه چى تاريخى متونو يې  یادونه کړې ده ، له ډېرى پخوا څخه اباد وو.

       بیلیو د ډیرو زیاتو افغاني قبیلو نومونه را اخیستي او هغه یې له راجپوت نومونو سره مقایسه کړي او بیا یی نو دا نتیجه ورباندي بنا کړې ده چی په اصل کی د ټولو، او لږترلږه اکثریت، پښتنو قومونو او قبایلو ریښه راجپوتانو ته رسیږی. بیلیو حتی بالاخره د خیل او زي ریښې، چي زیاتره پښتني قبایل موږ ته را پیژني، په سانسیکریټ  ژبه کی ګوري.( هغه کتاب ص ۱۸) البته بیلیو پخپله هغه نومونه را اخلي او راجپوت قبایلو ته یی منسوبوي چی د هغوی خپل وجود د پښتنو په تاریخ کی افسانوي او جنجالي حیثیت لري. د قیس عبدالرشید پټان دریو،فرضي ، زامنو ته د منسوبو قبایلو نومونه را اخلي او هغوی ته سانسیکریټ ریښې لټوي او د تاریخ له شاګردانو څخه لاره ورکوي. بیلیو وایی سره برني په پښتو کی د غرونو ژبي یا د افغانانو ژبي ته وایی او ریښه یی له هندي سورج بنسي یا سوریا بنسي څخه اخیستې ده چی مطلب یی د لمر اولاد او د راجپوتانو د لمر نژاد دی. دغه راز د غرغښتي لپاره او د بیټني لپاره هم په سانسیکریټ کی خیالي او فرضي ریښې لټوي چی د بحث په اوږدولو نه ارزي.دی په نتیجه کی دا ټول پښتني اقوام او د هغوی هغه افسانوي پلرونه چی ایله په اوه لسمه میلادي پیړۍ کی خلکو ته د فوکلوري نکلونو له لاري ور پیژندل سوي دي سانسیکریټ ژبي او د راجپوت او جاټ قبایلو ته منسوبوي. (هغه کتاب ص ۲۲) دی وایی چی دا قبایل ډهلي ته نیژدې له  مهابهارت یا ستر جنګ څخه وروسته د اباسین پوري غاړي ته مهاجر سول. البته پخپله مهابهارت د هندوانو یوه مذهبی افسانه ده او تاریخی اساس نه لري.

     اوس نو که د بیلیو د دغي پورتنی نظریی په اساس بیټني، سړبني او غرغښتي قبایل راجپوتانو ته منسوب کړو نو بیا به د بیټ او سړبن له پلار قیس عبدالرشید سره څه کوو. ځکه چی د قیس په باره کی خو موږ یوازي یوه افسانه لرو او هغه موږ ته وایی چی  قیس بن اسراییل دی او پلرونو او نیکونو یی ټول عمر له کفارو سره په غزاګانو کی تیر کړی دی. اوس نو که قیس اسراییلی وي نو بیټ او سړبن او هغوی ته منسوب قبایل څرنګه راجپوت دي او که د قیس افسانه یوازي عنعنوي روایت وي نو بیا بیټ او سړبن له کومه کوو. او که دا ټول افسانوي روایات او افسانې وبولو نو بیا خو د بیلیو غریب ټولي خواری اوبو یووړې او حبطه سوې. بیلیو د خپل دې نظر لپاره چی پښتانه او د هغوی زیاتره لوی قبایل راجپوتانو ته منسوبوي ډیر ښه او کره تاریخی دلایل درلودل. خو کله چی یی خپله توجه یوازي د نومونو د مقایسې او تعبیر خواته اړولې ده نو د جوابونو پر ځای یی سوالونه ډیر کړي دي.

        موږ باید د افغانانو او د هغوی د ټاټوبي په باب تحقیقاتو په ترڅ کی زیاتره پر هغو نومونو او پیښو باندي تکیه وکړو چی تر ممکنه حده صراحت پکښی سوی وي او موږ بیځایه فرضیو او قیاسونو ته مجبور نه کړي.  که موږ د یوه قوم د ټول تاریخ او د قبایلود نومونو د بنسټ په باب قضاوت یوازي د نومونو پر ورته والي باندي ودروو نو په قضاوت کي تیر وزو او بالاخره له داسي سوالونو سره مخامخ کیږو چی جوابونه به یی یوازي پر فرضیو ولاړ وي.

          موږ به د مثال په توګه د بلوڅو د ځینو هغو قبایلو نومونه واخلو چی کټ مټ د پښتنو د لویو او مشهورو قبایلو په څیر دي. بیا به نو موږ څه کوو؟ موږ به دغه قبایل پښتانه سوي بلوڅان بولو او که به د بلوڅو دغه لوی قبایل بلوڅ سوي پښتانه بولو. ښایی دا دواړي خبري تر یوه حده پوري واقعیت ولري او یا ښایی دواړو لویو قومونو، هسی د اختیار له مخي، خپلو ټبرونو او قبایلو ته د یوه بل په څیر نومونه انتخاب کړي وي. ځکه چی دې دواړو لویو قومونو د زرګونو کلونو راهیسی، چی ابتدا یی تاریخ ته یاده نه ده، د یوه بل په څنګ کی، زیاتره په سوله کی، ژوند کړی دی. بیا نو هیڅ عجیبه نه ده چی دوی به یوه بل ته نومونه ورکړي وي. یا به بلوڅو له پښتنو او یا به پښتنو له بلوڅو څخه نومونه اخیستي وي. همدا اوس حاضر په بلوڅو کی دغه لاندینی قبایل موجود دي. دا البته دونه لوی پښتنی قبایل دي چی که یی له پښتنو څخه لیری کړو د پښتنو سم نیمایی نفوس له منځه ځي.

احمدزیAhmadzai، بارکزی Barakzai، دینارزیDannarzai، عیسی زیEssazai، ملیزیMallazai، مندوزیMandozai، محمد زاهيMohammadzahi، رحمن زیRahamanzai، سدوزیSadozai، شیرزیSherzai، شیرانيShirani.

             البته دا نومونه یوه بل ته تر هغه ډیر ورته، او حتی مساوي، دي چی بیلیو د راجپوت قبایلو د نومونو سره د مقایسه کولو په وخت کي پیدا کړي، په وچ زور یی سره پینه کړي او خواری یی ورباندي کړي دي. اوس به نو بارکزي په بلوڅو کی په خپلو عزیزانو پسي ګرځي او که به بلوڅ په احمد زیو کی خپل عزیزان لټوي. اوس حاضر دواړه قومونه خپل ځانونه مستقل بولي. او د قبایلي عنعناتو په اساس هر یو خپلي قومي افسانې لري. که موږ په پښتنو او بلوڅو قبایلو کی په یوه بل ته ورته نومونو کی پسي وګرځو لا ښایی له نورو، په لس هاوو، نومونو سره مخامخ سو.

       که په افغانستان، پاکستان او ټولي نړی کي اوسيدونکو پښتنو سره د هند هغه پښتانه، چی خپله ژبه او کلتور یی له لاسه ورکړی دی، وشمیرو نو نفوس یی لږترلږه اویا میلیونو ته رسیږی. دې لویو قومونو په ډیره پراخه سیمه کی ژوند کړی دی، سولي او جنګونه یی کړي دي، ترک او تاجک قبایل پکښي حل سوي او په مقابل کی یی خپل په میلیونو کسان له لاسه ورکړي او په هند، افغانستان او ایران کي په نورو قومونو او کلتورونو کی منحل سوي دي. او د یوه قوم دونه لوی والی پخپله د هغه د تاریخ د اوږدوالي معنی لري. نو دا به ډیره ګرانه وي چی هغوی یوازي راجپوت ته منسوب کړو او یا یوازي د نومونو پر ورته والي باندي قضاوت وکړو.

          بدبختي په دې کی ده چی موږ د پښتنو د تاریخ او قومونو په باب، ان تر نولسمي پیړۍ پوري، تقریبا ټول معلومات او اطلاعات له بیګانه لیکوالانو او فاتحینو څخه ترلاسه کوو. او تر هغه مخکي مو اطلاعات یا د پردیو له خوا پر لیکل سویو تاریخونو او کتابونو او یا پر عنعنوي او فکولوري روایاتو ولاړ دي. حتی د افغانستان موسس، احمدشاه بابا، خپل مورخ، محمودالحسینی المنشي، له ایران څخه راووست او د خپلی پاچهی د ورځنیو پیښو او جنګونو په باب د کتاب لیکلو وظیفه یی ورکړه. هر قوم او فاتح چی افغانستان ته راغلی دی هغه په جنګ راغلی دی او د دغه قوم په باره کی یی خپل نظر او مشاهدات خپاره کړي دي.  خو د دښمن په باره کی سم او عادلانه قضاوت کول ډیر ګران کار دی. ځکه نو د هر چا چی هر څه زړه غوښتي دي هغه یی لیکلي دي او موږ به د هغوی په لیکنو کی دلته هلته خپل تاریخ لټوو. پردي جنرالان، فاتحین او د هغوی درباریان او تاریخ لیکونکي  زموږ د قومونو په ژبه نه پوهیدل او چی د هر قوم او هر کلي نوم یی هر ډول په غوږ ورغلی هغسی یی لیکلی دی. او په دې ضمن کی لا ځینو فاتحینو او درباري مورخینو پښتنو ته له بدرد ویلو څخه هم ځانونه نه دي ژغورلي. هر چا او هر قوم چی مقاومت ورسره کړی دی هغوی یی غله ، داړه ماران او د امنیت خرابونکي بللي دي او خپل ناروا تیري، د کلیو او ښارونو تباه کول، قتل عامونه، د بیګناه انسانانو وژل او کله منارونه  یی قانوني بللي دي.

            زموږ ډیرو لیکوالانو او مورخینو د حل ډیره اسانه لاره په عنعناتو کی میندلې ده او چی په تاریخ کی له ستونزي سره مخامخ سي د قیس عبدالرشید پټان نکل ته مراجعه کوي. که څه هم چي په دې دومره ناحله تاریخی سوالونو کی  د جواب پیداکول او په دې دومره تاریکیو کی د رڼا څرک ایستل ګران کار دی خو تر هغه وخته چی لاره موجوده وي موږ به ګامونه اخلو.

فرستادن/حفظ کردن

Leave a Reply

Spam Protection by WP-SpamFree

Advertisement Middle East Banners

اندازهء فانت را تغییر دهید

  • A A A
  • ویدیو های همین لحظه از الجزیره

    ویدیو های مورد پسند تان را در ((گران افغانستان)) مشاهده کنید

    Loading...

    تازه مطالب

    رښتیا ښه دی که درواغ؟

    March 1st, 2012

    طنز  محمود نظری رښتیا ښه دی که درواغ ؟!       یو دوکان[...]

    پاى ته رسيدونکى ژمى، ختيځ او ناامني

    March 1st, 2012

      ارشادرغاند د افغانستان دولت د يو شمېر نورو فرصتونو پ[...]

    نخستین نشست سه جانبه افغانستان چین و پاکستان برگزار شد

    March 1st, 2012

    : کابل:- نخستین نشست نمایندگان افغانستان، پاکستان و چین [...]

    مصر از دستگيري سيف العدل، جانشين موقت بن لادن خبر داد

    March 1st, 2012

      قاهره:- مسئولان  میدان هوایی مصر از دستگيري سيف ال�[...]

    نشستی برای آماده گی کنفرانس توکیو در کابل برگزار می گردد

    March 1st, 2012

    کابل:-بر اساس اعلامیه ریاست جمهوری » حامد کرزی رئیس جمه�[...]

2022 / Graan Afghanistan by Afghan Scholars