کابل:- د جمهوری ریاست د خبر پاڼې پر اساس، جمهوررئیس حامدکرزي د هلمند ولایت دکجکي ولسوالۍ په نوي بازارکې هغه ځان مرګی برید په کلکه وغانده چې له امله یې زموږ ۳۶ تنو بې ګناه هېواد والوته مرګ ژوبله وا وښته.
د هلمند د والي محمد ګلاب منګل د معلوماتو له مخې، د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ په نوي بازارکې پرون له غرمې وروسته د تروریستانو د ځان مرګي برید له امله زموږ ۱۴تنه بې ګناه هېوادوال شهیدان او ۲۲ تنه نور ټپیان شول.
د هېواد جمهوررئیس یو ځل بیا پر طالبانو غږ کوي چې د عامو او بیګناه خلکو وژنه دې بنده کړي.
حامدکرزي د هلمند والي ته لارښووونه وکړه چې د قربانیانو له کورنیو سره مرسته وکړي او د دغې پیښې له ټبیانو سره همدردي او د هغوی د احوالو پوښتنه وکړي.
د هېواد جمهوررئیس په داسې حال کې چې په هلمند کې زموږ د هېوادوالو په مرګ ژوبله په ژوره توګه خواشینی شوی دی، د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخواږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګندوي او ټبيانو ته د لوی خدای له درباره د سملاسي روغتیا هیله کوي.